ممتازو شاګردانو تقدیرغونډه

ممتازو شاګردانو تقدیرغونډه:

نجم ننګرهار مرکزې ادارې د ممتازو متعلمینو ستاینغونډ‌ه ترسره کړه
پروګرام د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، چې وینادويي یې حضرت نبي نبي زاده کوله، چې پکې د طایف عالي لیسي، اصلاح عالي لیسي ،سلام عالي لیسی، ریان ،ګل پاچا الفت او روښان ښونځیو شاګردان وستایل شول د غونډي په پیل کې د نجم ننګرهار ولایتې اداري معاون انجنیز عبیدالله میاخیل د پیل وینا وکړه او د ټولو ګډونولو او د راغلو لیسو له مسؤلینو او شاګردانو څخه یې مننه وکړه چې په یاد پروګرام کې له دوۍ سره برخه واخیسته، ورپسي د جمعیت اصلاح افغانستان خیځ زون مسؤل استاذ عبدالرحیم صراف د زده کړې په ارزښت باندي وینا وکړه، همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست شیرشاه همدرد، د پوهنې ریاست تعلیمات اسلامي آمر ملکیار شګیوال او د معارف ریاست معاون عاشق الله عمرزي په نوبت سره خپلې خبري وکړي چې له نجم څخه یې مننه وکړه چې تل یې د ځوان نسل په روزنه او تربیه کې نه ستړي کیدونکې هڅې ځلې کړي دي، او له دوۍ څخه یې د نورو ورته ګټورو برنامو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د لیسو شاګردانو لخوا په زړه پوري تراني او نور ګټور مضوعات وړاندي شول
پروګرام د قارې صیب فقیر سید الهاشمي په دعا سره پاي ته ورسیده.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *