ونه او صدقه

ونه او صدقه:

دا چې د پسرلي موسم د راتلو او غوړیدو په حال کې دی. خلک او مسؤل چارواکي د کورونو، کوڅو، باغونو، پارکونو او شنو کمربندونو د سمسورتیا او ښیرازۍ لپاره ډول ډول ونې بوټي کري. د خلکو او دولت دغه کړنه د ستایلو وړ دی. ځکه له یوی خوا د هیواد ګوټ ګوټ سمسوریږي او له بلی خوا د ونو بوټو په کرلو سره اقلیم (آوبه او هوا) بدلون کوي یعنې ونې بوټې د چاپیریال د ککړتیا (لوګیو، دوړو، زهري غازونو …) مخنیوی کوي. د هوا کومه ککړتیا چې د مختلفو تولیدي کارخانو او فاریکو لخوا د لوګي په شکل آزادیږي او هوا ککړوي مخنیوی یی کوي. اکسیجن چې د ټولو ژوندیو موجوداتو خصوصاً انسانانو او حیواناتو لپاره حیاتي ماده ده او حیاتي ارزښت لري، تولیدوي او کاربن دای اکساید کاز چې یو مضر او زیان رسوونې ګاز دی جذبوي او پدی توګه د ځمکې پر سر د ژوندیو موجوداتو او انسانانو ژوند ژغوري.
اوس خبره داده چې مونږ څه کوو؟ ولي یی کوو؟ او باید څه وکړو؟
دا چې مونږ د ټولنې پوه او تعلیم یافته قشر یا ډله یو، پرته له دی چې دغه ونې ووهو، غوث یی کړو، له منځه یی یوسو او په پردیو یی خرڅ کړو بل به څه کوو. علت هم زمونږ شخصي ګټې او د دنیا د ګټلو حرث او مینه ده چې د دنیا دغه مینه او حرث دی حد ته رسولي یو چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر په هیڅ ډول ملي ګټو دریغ او سرفه نه کوو بلکې سترګې پری پټوو او تر پښو لاندې کوو یی. زمونږ ددی کړنې منفي تاثیرات اوس نه معلومیږي خو کله چې دغه ملي او طبیعې شتمني ختم شي او نور څه نه وي نو بیا پښیماني ګټه نه لري. وخت به تیر او هر څه به مو له لاسه تللی وي.
اوس زمونږ هر یو تن له پکار ده چې د یو با احساسه هیوادوال او په هیواد میین ځوان په توګه د شته ونو بوټو ساتنه وکړو او تر څنګ یی نور نوي تازه دمه نیالګي او بوټې وکرو. دولت باید د یو منظم اقتصادی او پرمختیایی پلان له مخې د ټول هیواد په عامه ځایونو، شنه کمربندونو، پارکونو، ځنګلونو، څړځایونو او دښتو کې په پراخه پیمانه ونې بوټې وکړي او په منظمه توګه یی ساتنه وکړي.
ملت او خلک هم باید په خپل وار سره ددی شتمني په ساتلو او وده کې فعاله ونډه ولري ځکه مشران وایی: له یوه لاسه ټک نه خیژي.
نو دا کار یوازې د دولت مکلفیت او مسؤلیت ندی بلکې خلک هم پدی هکله پوره پوره مسؤلیت لري او باید خپل مسؤلیت ترسره کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو مبارک حدیث کې فرمایلی دی:
((چا چې یوه ونه وکرل او بیا له هغه څخه انسان، حیوان یا مارغه وخوړل ددی شخص (کرونکې) لپاره صدقه جاریه ده.))
مشران څه ښه ویلی: (په یو ګل نه پسرلی کیږي) دی خبرې او نیکې موعظې ته په کتلو سره دا جوته کیږي چې ښاروالي یا دولتي مؤظفین په یوازیوالي سره دا بار نشي وړلی. نو پکار ده چې ولس او خلک یی ترشا ودریږي او خپل انساني او اسلامي مسؤلیت ترسره او د یو آباد او سمسور افغانستان په بیارغولو کې پوره ونډه واخلي.

لیکوال: حبیب الله حبیبي

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *