په نړۍ باندې د اسلام پرزوینې

په نړۍ باندې د اسلام پرزوینې:

خالد محمدي
نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امابعد: قال الله تعالی (ان الدین عندالله الاسلام)
دا یو څرګند حقیقت دي، چې اسلام په نړۍ باندې کومې پرزوینې کړي دي ،که د انصاف په سترګه ورته وکتل شي، نو دهغې څخه سترګې پټول یو ناممکن کار دی، ځکه که چېرته مونږه داسلام تاریخ په دقیقه توګه مطالعه کړو، نو مونږ ته به معلومه شي چې په نړۍ کې څه وو او اسلام نړۍ ته څه ورکړل. نو دهغې له جملې څخه ما یو څو پرزوینې راټولې کړې دي، چې تاسو ته يې د لوستلو بلنه درکوم.
لومرۍ پرزوینه: دتوحید سپیڅلې او روښانه عقیده: که چېرته مونږه دنړې ادیان مطالعه کړو ، نو مونږ ته به څرګنده شي چې صرف دین اسلام دی چې نړۍ ته يې سپیڅلې عقیده وربښلې ده ، ځکه د دی کلمې اغېزې دا دي چې دا نړۍ د یو څو واکمنانو ګډ ملکیت نه دې ، بلکې ددی لپاره یو پاچا او مالک دي چې همغه د دې خالق او جوړونکی دی.
بله دا چې ددې عقیدې په اساس يې انسان ته هوسه ، او ارامه ژوند وربښلي دی، هغه په داسې شان سره چې دهېڅ شي څخه ویره نشته ماسوی دالله تعالی نه نو دا هغه څه دي چې داسلام سپیڅلې عقیدی نړۍ ته ورکړل.
دویمه پرزوینه: د انساني یووالي او مساوات تصور: که چېرته مونږه داسلام څخه مخکې دور ته سر ورښکاره کړو ، نو مونږ ته به څرګنده شي چې هلته انسانان په قومونو،پرګنو په لوړو او ټیټو توکمیزو کړیو باندې ویشل شوي وه، ځکه د اسلام څخه مخکې بشري یووالی هسې تش تصور ګرځېدلی و، خو کله چې اسلام راغې نو نبی صلی الله علیه وسلم دا اعلان وکړ چې (ایها الناس ان ربکم واحد ،وان اباکم واحد کلکم من ادم و ادم من تراب ان اکرمکم عند الله اتقاکم ، لیس لعربی علی عجمي فضل الا بالتقوی ) کنزالعمال
ژباړه: ائ! خلکو ستاسو رب یو دي ، ستاسو پلار یو دی، ټول د ادم علیه الصلاة والسلام څخه پېدا شوي استئ ! او ادم علیه السلام د خاورې څخه پیدا شوي دی بشکه غوره په تاسو کې هغه څوک دی چې دالله څخه ویریږي ، د عربي په عجمي باندې څه غوره والی نشته مګر په تقوی سره غوره والی شته دی.
دریمه پرزوینه: انسان دشرافت او لوړ والي اعلان کول: دا په اصل کې دانسان د رتبې د لوړ والي اعلان دی ، ځکه داسلام څخه مخکې انسان د ذلت په کنده کې پروت و ، خو چې کله اسلام راغې د انسان شرافت او عظمت يې بېرته راستون کړ، چې هغه د انسانیت لوړه رتبه ده چې هغه د الله خلافت دی په ځمکه باندې .
همدارنګه هغه څه چې په دې ځمکه کې دي هغه يې د انسان لپاره پيدا کړي دي.
الله تعالی په قران کریم کې فرمايې (هو الذي حلق لکم ما فی الارض جمیعا)
ژباړه: دا الله هغه ذات دی چې د ځمکې هر څه يې ستاسولپاره پیداکړې دي.بقره ۲۹
څلورمه پرزوینه: لوړ اخلاقي معیارونه وړاندې کول: اسلام نړۍ ته داسې اخلاق وړاندې کړل چې د دغې اخلاقو په واسطه يې په نړۍ کې داسې انقلاب راوسته چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه . د همدې له امله پوهان وايې چې اسلام د توری په زور نه بلکې د اخلاقو په زور خپور شوی دی .ځکه په هغه وخت کې چې اسلام راغې نړۍ په داسې پریوتې حالاتو کې پرته وه چې انسانیت ورنه شرمیده.نو اسلام ورته لوړ اخلاق وړاندې کړل.
پنځمه پرزوینه: دښځې حیثیت او حقوق بیا ترلاسه کېدل: که چېرته مونږه د اسلام څخه ماسوی په نورو ادیانو کې د ښځې حیثیت او رتبې ته وګورو ، نو بیا مونږه ته معلومات کېږې چې اسلام ښځې ته کوم حیثیت او مرتبه ورکړې ده .
په نورو ادیانو کې د ښځو حیثیت : په هند کې د ماڼو په مذهب کې د ښځې لپاره مستقیل حق نشته، او چې مېړه يې کله وفات شي نو دا نشي کولی چې د بل چا سره واده وکړي ،بلکې د مېړه ورور یا خپلوان سره به واده کوي.
حموره مذهب کې: ښځه بې ګټې څاروی بلل کېده.
هندو مذهب کې سړی حق لري چې ښځه وکړي ، خو ښځه باید هېڅ کله داسې کار ونه کړي چې مېړه پرې حفه کېږې .
خو اسلام هغه ټول حقوق د سړی او ښځې ترمینځ مساوي کړی دي ، خو ځینې شیان داسې دي چې سړی يې نشې کولی هغه د ښځې پوري حاص دي او ځینې بیا داسی دي چې دسړي پوری حاص دي .
ځکه اسلام چې کوم حقوق ښځي ته ورکړي دي ګویا کې دا دښځې د نوي پيدایش په معنی دي.
ځکه اسلام وايې په ښځه اوسړی کې هغه څوک غوره دی چې دالله څخه ویریږي .
پنځمه پرزوینه: دسولې او امن پېغام ورکول: داسلام څخه مخکې په نړۍ کې د جګړو اور بل وه، په وړو وړو خبرو به يې په نسلونو نسلونو دوښمني کوله.خو چې کله اسلام راغې ، هغه کسان چې د یو بل سره به يې په سلګونه کلونه دښمني وه ، هغه ټول يې ورونه وګرځول، داسې ورونه چې په خپل ځان باندې به يې هغوئ غوره کول.
شپږمه پرزوینه: دداسې امت پېدا کول چې په انفرادي او ټولنیزو اخلاقو سمبال وي:
مونږه وینو چې د ډیرو زیاتو انبیاؤ کرامو په تلو سره ، دهغوئ تعلیمات هم له منځه لاړل. خو کله چې الله تعالی محمد صلی الله علیه وسلم اخرنی رسول وګرځوه ، نو د محمد صلی الله علیه وسلم په تلو سره يې ورته دغه ستر مسؤلیت امت ته وسپاره .
اوومه پرزوینه : نړوال اعتقادي او تهذیبي یووالی : مسلمانان که دنړۍ په هر کونج کې ژوند کوي،خو د دوئ عقیدې او تهدیب داسې پيوسته کړی دي، چې هېڅوک د دوئ ترمینځ په دې کې جدا يې نشي راوستلی .
هغه پیوستوالی په دې شکل سره چې د ټولو نومونه هغه یا دانبیاؤ،صحابو،تابعینو او دنیکو خلکو دي . همدارنګه سلام هم دي . همدارنګه په وخت دمصیبت کې (إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ) ویل دي.او داسې نور شیان هم را واخله.
نو کله چې دغه پرزوینې مونږه ولوستلې ، نو مونږ ته څرګنده شوه چې د اسلام دین نړیوال دین دي ، ځکه د اسلام دین نړۍ ته داسې څه ورکړل ، چې هېڅ یو دین د ادیانو څخه نړۍ ته نه دي ورکړي .

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *