څه وګړو؟ ( سوله او که جګړه )

څه وګړو؟ ( سوله او که جګړه ):

لیکوال : حضرت نبي « نبي زاده »
داچــې اوس مهال زمـوږپه ګـــران هــېواد کې دنــورو ګــڼ شـــمېر بد مرغيو ترڅنګ دسولې نه شتون هغه ستره بدمرغي ده،چې له امله يې زموږ دټولنې ډيره برخه ځوانان او کوچني ماشومان دديني او ساينسي زده کړو څخه بې برخې پاتې دي.
ددې لپاره چې زموږ په ګران هېواد کې تل پاتې سوله،ثبات او امن ټينګ شوی وي،پرموږ ټولو لازمه ده چې د یوې باعزته سولې لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې وکړو،ترڅو دخپل خوار،مظلوم او فقير ولس خدمت وکړو،اودخلکو د وژنې اووينې تويونې پرځاي ددوی دژوند ژغورلو او ښه کولو لپاره کاروکړ او دروانو بدبختيو مخه داسلام دسپيڅلي دين دارشاداتو او لارښوونو په پام کې نيولو سره ونيسو ،په کومو کې چې هره ورځ زموږ ګڼ شمېر مسلمان هېوادوال قرباني کيږي .
څرنګه چې داسلام سپيڅلي اومقدس دين دبې ګناه خلکو وژنه په کلکه حرامه ګرځولې ده اوهيڅوک حق نه لري چې دشرعي باصلاحيته محکمې دحکم پرته څوک په قتل ورسوي،ځکه چې دبې ګناه انسان وژنه دپاک څښتن تعالی او دهغه دمحبوب پيغمبر(صلی الله علیه وسلم)دنا راضۍ سبب ګرځي .
ذکر شويو ټولو ديني مسايلو ته په پام سره ديني علماوو ، قومي مشرانو،فرهنګيانو، ځوانانو ،درسنيو خاوندانو په رسنيو کې بوختو کسانو او په مجموع کې دسولې په ارزښت ټولو پوهوکسانوته په کار ده چې په خپله برخه کې دې شعار ته چې : د ژوند اخيستلو پرځای دژوند ژغورل دي کاروکړئ،دحضرت محمد(صلی الله علیه وسلم ) ويناده (الاکلکم راع وکلکم مسؤل عن رعيته )(خبر دار شئ د ټولنې هروګړی په خپله برخه کې مسوول دی نوستاسو هر يوڅخه به د ستاسې د لاس لاندې افرادو پوښتنه کېږي)
سوله يوه عربي کليمه ده چې معنايې(استعداد،جوړښت،اتحاد، اتفاق اودجنګ جګړو بندول دي)
په اسلامي شريعت کې هغه سوله چې حرام په کې حرام او حلال په کې حلال ونه ګڼل شي جايزه نه ده،چې په دې اړه حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) فرمايلي دي:((الصلح جايز بين المسلمين الاصلحاحرم حلالاً او احل حراماً والمسلمون علي شروطهم الاشرطا حرم حلالاً اواحل حراماً)):رواه ابن ماجه والترمذي ) سبل السلام ج ۳ص ۸۸
ژباړه :(دمسلمان او مسلمان ترمنځ سوله رواده،مګرداسې سوله روانه ده چې حلال په کې حرام او حرام په کې حلال وګرځول شي
د اسلامي شريعت له مخې سوله په شپږ ډوله ده.
• دمسلمان اوکافر ترمنځ
• دښځې اوخاوند تر منځ
• دباغيانو او عادلانو ترمنځ
• ددوه مرورو ترمنځ
• دخپل منځي جګړو دټپي شويو او ټپي کوونکو ترمنځ
• د دووکاروباري شريکانو ترمنځ.
((کتاب فتح الباري شرح صحيح البخاري))
له نورو ډولونو یې تیریږو یواځې همدا دوه یې څیړو چې په اوسني خت کې پرې پوهیدل د هرچالپاره اړین دی او دا ده اوسني عصر غوښتنه هم ده .
دمسلمان اوکافرترمنځ سوله:
ددې ډول سولې په هکله الله(ج) مسلمانانو ته داسې لارښوونه اوحکم کړی اوفرمايلي يي دي:وان جنحواللسلم فاجنح لها وتوکل علي الله انه هوالسميع العليم وان يريدواان يخدعوک فان حسبک الله هوالذي ايدک بنصره و بالمؤمنين ( سورة الانفال-۶۱و۶۲)
ژباړه:که چېرې غير مسلم(کفار)سولې او پخلاينې ته ميل وکړي، نوتاسوهم دهغوی دسولې وړانديز ومنئ،سولې ته ميلان وکړئ او په پاک الله (ج) توکل وکړئ،بېشکه چې الله(ج)دټولو احوالو ښه اورېدونکی او په ټولو اقوالو ښه پوه اوعالم دی.
دمسلمان او مسلمان تر منځ سوله:
دا ډول سوله په جګړه کې دښکېلو مسلمانو ډلو ترمنځ دقرانکريم په آيت تثبيت شوې ده،چې دسولې دغه ډول دمسلمانانو دخپل منځي جګړو دبندولو او ختمولوپه اړه دی،دسولې دا ډول ترنورو ټولو انواعو زيات مهم اوضروري دی،ځکه چې خپل منځي جګړې دمسلمانانوقوت ختموي،اومسلمانان له خپل اصلي مسير څخه بې لارې کوي،اوبې ساري معنوي اوتباکونکې پايلې لري .
الله (ج) په خپل پاک کتاب قرانکريم کې فرمايلي دي :
واطيعواالله و رسوله ولاتنازعو فتفشلوا وتذهب ريحکم واصبروا ان الله مع الصابرين (سورة الانفال آيت ۴۶)
ژباړه:تاسودالله(ج)اودهغه دمحبوب پيغمبر حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) اطاعت وکړئ اوخپل منځي شخړې اوجګړې مه کوئ،ددې لپاره چې تاسوبه بې زړه شئ قوت او دولت به مو له منځه ولاړشي اوکمزوري به شئ،تاسو صبر اوزغم وکړئ،ځکه چې الله (ج) دصبر کوونکو مرستندوى دی.
له پورته ټولو دلايلو څخه څرګنديږي چې داسلام مبارک دين د سولې او امن دين دی. بې ځايه جنګ جګړې، تيری او توند لاريتوب ته په کې ځای نشته.
دمسلمانانوخپل منځي جګړې نه جبرانېدونکې اوخطرناکې پايلې لري،چې په دې اړه ګڼ شمېر احاديث هم راغلي دي اومسلمانان يې سولې ته هڅولي دي،له دې نه معلوميږي چې اسلام دسولې ،ثبات اوامن دين دی.
داچې داسلام سپيڅلی دين دسولې او ورورولۍ دين دی،نوراځئ چې سوله دخپل ژوند يوه ډيره مهمه اړتيا وګڼو او ددې اړتيا دپوره کولو لپاره هڅې وکړو،ترڅو ګران هيواد افغانستان ته دتل پاتې سولې په راوستلو بريالي شو ،دخپلو ځوانانو او کوچنيانو لپاره ددې زمينه برابره کړو چې دتعليم پر مټ دخپل روښانه راتلونکي پر لور قدم واخلي.
په قران کریم کې د سولې په تړاو ځانګړي او واضع تګلاره :
د سولې راز او پټې خبرې
د مصلحینو په وسیله د سولې د دواړو اړخونو تر منځ د سولې په اړوند پټې خبرې او مشوره روا ده او تر هغه، چې سوله د عمل ډګر ته نه وي راوتلې او په ښکاره توګه یې د اعلان وخت نه وي را رسېدلی نو ښه خبره ده، چې دغه خبرې د پټو دروازو تر شا و شي څو د سولې د تړون ریښتینولي، موثریت او دوام له ځان سره و لري، څو د دو اړخونو تر منځ بېلتون پالو، شیطانانو او چغلي ګرو اشخاصو ته د سولې د خبرو د ماتولو فرصت په لاس ور نه شي. همدارنګه د سولې مذاکرات په داسې ډول تر سره شي، چې د عدل پر بنسټ ولاړ وي، دواړو لوریو ته د منلو وړ او هېڅ لوری پکې ضرر و نه ویني.
خدای (ج) فرمایلي دي: (لا خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِنْ نَجْوَاهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَه أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاحٍ بَيْنَ النَّاس) النساء، ۱۱۴ آیت

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *