مسلمانې خورې! اسلام تاته څه وایې !؟

مسلمانې خورې! اسلام تاته څه وایې !؟:

لیکنه : امرالله عمران د نجم همکار

مسلمانې خورې ! زموږ ډیرې هیلې په تاپورې تړلي ، چې ته به زموږ اینده نسل په اسلامي فکر روزې خو داچې دوخت دې بدلیدونکو حالاتو دغرب وحشي تمدن ګرمو څپو له ډیرو پړونې یووړل او د اسلامې تمدن دنګ منارونه یې راونړول او اسلامې دروند حجاب یې بې ارزښته کړو.

اې مسلمانې خوري ته خبره یې ! چې غربیان ستا د بدنامه ولو او بازار ته د راوستلو لپاره هر کال څومره پانګونه کوي څومره پروژې او پروګرامونه ستا د دروند او بې سیاله حجاب د لري کولواو ستا د بې لارې کولو لپاره نیول کیږي.

د بشري حقونو، د ښځې دحقونواو نورو… په دې تیرویستونکو شعارونو په وسیله غواړي ستا نه ستا مقام او منزلت واخلي ، غواړي ستانه ستا ابرو او عزت واخلې ، غواړي ستانه ستا هغه مسؤلیتونه او حقونه واخلي چې تاته یې ډیر لوړ منزلت دربښلی .

ته خبره یې! چې اسلام تاته څومره لوړ مقام ، درنښت ، اعزاز او کرامت درکړی؟ اسلام ته خور کړې ، هغه خور چې په هر وخت کې مسلمانانو ستا د ابرو ساتلو او دخپلې اسلامې وجیبې د ترسره کولو لپاره خپلې ککرۍ قربانې کړي خو ستا د ابرو ساتنه یې کړې .

هو! اسلام ته میرمنه کړې او دکور مسؤله یې وټاکلې او د ډیروزیاتو حقونو خاونده یې کړې، او له دې ټولو سره سره اسلام تاته لوړ اعزاز او درنښت درکړی چې بل چاته یې نه دې ورکړی، هغه دا چې ته یې مور کړې ، او جنتونه یې ستا دقدمنو لاندي کړي ، نو بس خورې کوم مقام چې اسلام تاته درکړی دهغې ساتنه وکړه.

غربیان غواړي دمساوات په نامه ستانه ستا حقونه واخلي او تانه د پیسو د ګټلو یو وسیله جوړه کړي ، تابه په تلویزون ، اخبار، نندارتونونو او یاهم په بې ارزښته توکو د بې حیا ښځو بربنډ انځورونه لیدلې وي، چې د بازار موندنې لپاره کارول کیږي ، ایا په رښتیا هم دښځو حقونه همدادې؟

ایا په رښتیا ښځه دومره بې ارزښته او بې حیثیته ده چې خلک دې دبازاري توکیو په څیر استعمال کړې، نو خورې غربیان تا همدې تمدن ته رابلل غواړي.

خورې ! اسلام درته وایې چې بې له ضرورته به له کوره نه اوځې ، سترګې به دې ښکته اچوې، د ځان او ناموس ساتنه به دې کوې .

الله تعالې فرمایې ( وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى….. )

ژباړه : ((په خپل کورنو کې مېشتي اوسئ او دتېر جاهلي دور غوندي سینګار کړي بې ستره مه ګرځئ ……))

بل ځاې فرمایې : (( اې رسول الله صلې الله علیه وسلم خپلو بیبیانو، لورګانو او دمسلمانانو ښځو ته ووایه چې خپل څادرونه او ټکري په خپلو ځانونو باندي ښکته راواچوي ځکه دا کار ددې لامل کیږي چې له سریله او ککړو ښځو څخه جلا او وپیژندل شي او څوک تکلیف او ضرر ورته ورنه رسوې الله تعالې بښونکې او مهربانه دی .))

مسلمانې خورې ! اسلام درته وایې چې دبل چا سره به پټې یارانې نه جوړوې.

ژباړه : (( چې نه وې دغه ښځې چې په پټه توګه یارنه جوړه ونکې…. ))

خورې ! اسلام درته دجنت زیری درکوي ، ترڅو د خپل خاوند ناشکري دې ونه کړي غیبت ، چغلي ، مکر او فریب ونه کړې.

خورې ! اسلام درته وایې نامحرمو ته به نه ګورې، فاحشو مجالسوته به نه ځې هلته چې نارینه او ښځینه په یو ځای کې سره راټولیږي.

مسلمانې خورې ! اسلام درته وایې دخپل خاوند تابعداري دې وکړه دهغه بې له اجازې له کوره مه وځه دهغه دمال او امانت ساتنه وکړه، او رازونه یې بل چاته مه وایه.

مسلمانې خورې ! غربیان ستا دحقونو تیرویستونکې شعارچې ښځه او نارینه سره یو برابرحقونه لري ، په دی سره ستانه ستا هغه اسلامې مسؤلیتونه اخلې چې ته پرې سرلوړې یې ، په دې تیروستونکې شعارونو سره تا ددنیا او اخیرت د بدبختۍ سره مخ کول غواړي.

هغه چې اسلام درته وایې : دنارینو سره به ورته والی نه کوي ، په قواره کې به دهغوی سره ورته والې نه کوې خپلې( وریځې) به نه او باسې په جامو کې به دنارینه سر مشابهت او ورته والی نه کوی، داسې جامې به اغوندې چې نه ډیرې لنډې او نه ډیرې تنګې او نرۍ وي .

مسلمانې خورې ! تاپسې موږ ډیرې هیلې تړلي چې ته به په اسلامي فکر داسې نسل موږ ته وروزې چې هغه به ددین او وطن ساتنه کوي .

مسلمانې خورې ! دیو مسلمان په صفت درته زارۍ کوم چې زموږ هیلې له خاورو سره مه خاورې کوه ، داسې مجالسو ، ورکشاپونو او پروژو کې ګډون مه کوه هلته چې نارینه او ښځې ګډ سره راټولیږي ، هلته چې ته دیو وسیلې په توګه کاریږې او ستا هغه اسلامي حقونه دپښو لاندې کیږي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *