مونږ ولې اسلام غواړو؟

مونږ ولې اسلام غواړو؟:

الحمدالله وکفی والصلواة والسلام علی رسول الله اما بعدفأعوذ باالله من الشیطان الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم
قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۚ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ سورة الانعام(۱۶۱)
وبعد:که فکر وکړو نو هر څوک چې ژوند کوي ، نو دهغه لپاره پکار ده چې هغه د ژوند لپاره یوقانون ولري. او هغه هم داسی یو قانون چې د هر راز کمي او زیاتې نه خالې وي. نو که فکر وکړو ددغه شان هر اړخیز قانون لپاره یو فکر پکار دی.
دا قانون که اوس موږ په خپل فکر جوړو، نو طبعي ده چې دا به مناسب او جوړ قانون نه وي، ځکه چې کوم قانون انسان جوړ کړی،نو هغه به خامخا ناقص وي، څه مودي لپاره به دانسان ژوند سره برابر او مناسب وي، او څه موده وروسته به دانسان دژوند سره هیڅ اړخ نه لګوي، او طبعي ده چې مناسب به نه وي. ځکه دانسانانو ژوند دوخت په تیریدو سره تغیر خورئ، نو دا د انسان په لاس جوړ شوی قانون شاید دیوه مودي لپاره کار ورکړي،خو هغه هم غیر شامل او غیرکامل .
نو الله ج دانسان د همدې ستونزي د ختمولو لپاره د انسان د پېداکولو سره سم پوره کامل، شامل او د ژوند دهر اړخیز نظام لپاره یې پوره قانون راولیږه، اوس چې دا قانون دومره شامل شو نو پکار ده چې ددي قانون دترجیح وجوهات هم وڅیړو نو ددی قانون دترجیح وجوهات نیغ په نیغه ستاسي مخي ته ږدم.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *