د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق

سید ساجد محبوب صاحبزاده

د نړۍ په اوږده تاریخ کی قهرمانان، نومیالي، زړه ور، جنګیالي او د نورو غورو صفتونو او کړنو څښتنان خورا ډیر تیر شوي دي.

هغوی ژوند کړي، کړنې یې ښکاره کړي او راتلوونکو خلکو ته یی کیسي پاتي شویدي. او د تاریخ په کتابونو کی یی ډیر څه راټول شویدي.

خو  محمد بن عبدالله (صلی الله علیه وسلم ) له ټولو تاریخي ویاړمنو څخه جلا انسان وو د هغه ژوند، اخلاق او عادات، راکړه ورکړه، ناسته ولاړه، خوراک څښاک او بالاخره د انساني ټولنی په منځ کی یی هر ډول ښکته او پورته کیدل له بل هر چا څخه ځانګړي وو. لکه چی عایشه (رض) فرمایی: (کان خلقه القران) د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) اخلاق قران وو.

دا ښکاره ده چی قران د خدای (ج) کتاب اوخبری دي. او هغه څوک چی د دومره لوړو اخلاقو څښتن وي نوځکه به د الله (ج) د ټولو بنده ګانو د مینی او محبت اولګو وي.

زمونږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) د عدل، انصاف او د هر حقدار د مرستی ستنی ښخی کړی وی لکه عایشه (رض) فرمایی: نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) چیرته په خپل لاس نه خادم وهلی او نه خپله ښځه بغیر د جهاد في سبیل الله څخه. او د پیغمبر(صلی الله علیه وسلم ) سره چی چا زیاتی کړی نو هغه ترینه بدل ندی اخیستی مګر داچی کله به چا د الله (ج) له لوری حرام شوی کارونو څخه یو کار وکړ نو پیغمبر(ص) به بیا سزا ورکوله.

د حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم ) اخلاق د خپلو دوستانو سره

حسین (رض) بیانوي ما د خپل پلار علي (رض) څخه پوښتنه وکړه چی نبي کریم(صلی الله علیه وسلم ) د خپلو ملګرو سره څه ډول خوې او انداز و، نو هغه راته وویل نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) به همیشه خوشحاله معلومیده خوي یی نرم وو د پاسته طبیعت خاوند وو. بد خویه، سخت، چیغی وهونکي نه وو د خلکو عیبونه به یی نه بیانول او نه یی کینه کوله او چی څه سره به یی نه لږیده نو د هغه نه به یی ځان بی پروا کولو د الله (ج) څخه به نه ناامیده کیده او مایوسي به یی نه کوله.

ومن الله توفیق

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *