نجم ننګرهار او نجم کابل ولایتي ادارو ګډه ناسته !

یاده ناسته په ننګرهار ولایت کې په 1397-8-17 تاریخ ترسره شوه، له دي نوښتي غونډې څخه هدف د دواړو ولایتونو ترمنځ د تجاربو، افکارو او نوښتونو شریکول وو غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې په لومړي سر کې د نجم ننګرهار ولایتی مسؤل استاذ امدادالله رحماني لخوا له کابل څخه راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادې غونډي په اهمیت لنډه وینا وکړه ، چې ورپسي د نجم کابل ولایتی مسؤل محترم ورور سیف الاسلام عباسي د غونډي په اجنډا خبري وکړي، چې په تسلسل یې په لومړي سر کې د نجم کابل د هري څانګې مسؤل د خپلي څانګي د تیرو میاشتو د فعالیتونو راپور وړاندي کړ، او همدارنګه د هري برخي په لاسته راوړنو، نوښتنو او تجاربو په اړه تفصلي خبري وشي، او ټول هغه موارد چې ددوي په فعالیتونو او کارونو کې د کامیابۍ سبب شوې د نجم ننګرهار له ادارې غړو سره یې شریک کړل، همدارنګه بیا د نجم کابل مسؤل سیف الاسلام عباسي د کابل ولایت مجموعي راپور، اداري سیستم، فرصتونو او مشکلات وړاندي کړل. د غونډي په دوهمه برخه کې د نجم ننګرهار ولایتي معاون انجنیر عبیدالله میاخیل د ننګرهار ولایت د تیرو میاشتو راپور وړاندي کړل او همدارنګه د یاد ولایت د څانګو مسؤلینو د خپلو کارونو تجارب او ځیني نوښتونه له کابل اداري سره شریک کړل، او په اړه یې تفصلي بحث وشو، لدی وروسته د نجم ننګرهار مسؤل امدادالله رحماني د ننګرهار ولایت اداري سیستم ، فرصتونو او مشکلاتو په اړه لنډه وینا وکړه، همدارنګه دواړو ولایتونو له یو بل سره په اداري او ځینی نورو برخو کې ځینی اړین مواد هم شریک کړل د یادوني وړ ده چې ددواړو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالي هم ترسره شوه.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *