مسلمان او خواله رسنې

سوشل ميډيا ټول ډولونه د معلوماتي او علمي پرمختګونو په ډګر کې يو بې سارې نوښت او پر ځای هڅه ده، پرمختللي ملتونه هره شیبه پدې هڅه کې دي چې دغه ډول ټکنالوژي په خپله ګټه راوڅرخوي، استعمال ته يې اساسات او لوايح ټاکي او مهالويش سره سم د پرمختګ په لورې قدم وهي.
د منطق په
خلاف دلته(مسلمانه ټولنه) د ګټې ټول وسايل زمونږ په تاوان تمامېږي، علت دا وي چې د
ګټې اخيستنې لپاره پلان، ځواک او ارزښتونه نه لرو، لاندې لارې چارې مو په دغه ډګر
کې ژوند ژغوري.
۱: غوره اړيکه: پدغه ډګر کې پر ځان ډېر باور مه کوی او ځان د اصولو پابند کړې، د ملګرو په ټاکنه؛ او ملګرتيا په کولو کې د هغوی مخینه (بګروند) او ماضي ته لنډه کتنه وکړئ، داسې څه مه نشروئ چې د خلکو د تکليف لامل شي، که څه هم په ناحقه وي، پوچ الفاظ، تاويلي، ماويلي او د احساساتو له ټپي کولو ځان وژغورئ.که مو تحليل کاوه؛ عدل، ترحم، ادب او شخصيت پالنه له ځانه وشړئ، که مو دچا پوسټ یا کمنټ بدرګه کاوه بیا هم عدل، او ادب له پامه مه غورزوئ، دا هر څه پدې پار چې د الله په وړاندې بيا شرمنده نه وسئ.
۲:د شيطان له دوکو وېره: د ژوند په هر لاره او کنډو کې شیطان ستا د سالم فطرت نړولو لپاره د تيارسۍ په حالت کې دی، نو پام کوه چې د جينکو، لوڅو انځورونو، دلوڅو او فاحشه خبرو او … له لارې دی شخصيت، دين او اخلاق خړ نکړي. د ساتنې په پار په ځان ايمان، علم او مرتبه باندې باور مه کوئ بلکې ټول په ټوله الله ته پناه يوسئ.
۳: د وخت او موخو ټاکل: دممکن خطرناکو پېښو څخه په مخنیوې کې د مهال او موخو ټاکل خورا اړين دی، که دغه اصل په پام کې ونه ساتو؛ وخت چې بې نرخه ملغلره ده، له لاسه به مو ورکړی وي، دغه ډول د هدف پرته چارې او فعاليتونه په ټولنه کې د لېونيو مشغله وي او سالم عقل يې ناروا بولي. بې فايدې پوسټونه، ميسجونه، د پرديو اکاونټونو کتنه او…د خپل او مخاطب د وخت ضايع کونه ده، چې د قيامت په ورځ به يې ځواب ورکونکې يې.هغه څوک چې دنده يې د ټولنیز رسنیو په برخه کې وي، ديني وجايب ، دخلکو حقوق او… بايد ټکنې نشي او وخت ورته وټاکي.
۴: پایلو ته پاملرنه: له هغه څه چې وروسته يې بښنه غواړئ او يا هم پښېمانتيا پرې ښکاره کوئ، بايد له پېله يې په پايلو فکر وکړئ، دپښو خلکو کړنې دغه ډول وي.
۵:  له پارونکو شيانو ډډه کول: هغه څه چې ستا يا د نورو د شهوت پارونکي وي ترې ډډه کول، نه خپله داسې څه نشرول چې ليدونکي په فتنه کې واچوي او نه د نورو فتنه ګرو دغه ډول پوسټونه کتل.لوڅ انځورونه، ويډيويي کلپونه او پارونکي جملې شهواني غرايز لمبه کوي چې په ټولنيز ډول يې زيان تر نري رنځ څو وارې زيات دی، د انسان په بدن کې دغه ډول حيواني غريزې د باردو بڼه لري چې د اور په ليدلو له اجازې پرته انفجار کوي.
۶:  دپېښې، خبر… په اړه کره والې او پلټنه: هغه څه چې ته يې اورې، وايي، ګورې يې او يا هم له چا يې نقلوې بايد پوره دقيق اوسې، دين هغه څوک چې بې پلټنې خبره نقلوي دروغجن بولي. ډېر داسې خلک شته چې په قصدي ډول دروغ خپروي، ډېر داسې دروغجن ادرسونه شته چې فساد يې د ژوند مشغله ده، دلته ډېرې کړۍ ددغه لارې يو بل پسې پروپاګند کوي… نو ښاغليه! پوره دقت او پلټنه کوه.
۷: په موقف نیونه او رایه کې احتياط کول: مهمه نده چې په هره وړه اوغټه پېښه کې دی موقف څرګند کړی، ځکه دلته ډېرې پېښې مؤقتي وي خو ولې لمنې يې د همدغه موقفونو له کبله تر دښمنيو او وژنو رسېږي، که د موقف يا نظر څرګندولو ضرورت وي، په اړه يې ژور فکر وکړه، له مشرانو سره مشوره وکړه او بيا نظر څرګند کړه. لدې وروسته بيا د خپل نظر څخه په معقول او منطقي ډول دفاع وکړه. يادونه: ځينې قضاياوې داسې وي چې هلته نظر څرګندول ديني او شرعي وجيبه وي. لکه: د فلسطين موضوع
۸: اعتدال او منځ لاري: د پېښو، آندونو او… کې د اعتدال څخه کار واخلئ، مه يې له خپل ريښتيني حدودو لوړوئ او مه يې له خپل حيثيته سپک ګڼئ ځکه په هر شي کې افراط او تفريط اصلي یڼه له منځه وړي، رواني ستونزې او ډول ډول مخالفتونه پيدا کوي.لکه: د يوې پېښې په صورت کې مشخص اشخاص د کنځلو، تهديد… لاندې نيول که څه هم مجرم وي، ځکه دغه ډول کړنې د مخالفتونه لمن نوره هم پراخوي.
۹: همېشه الله متعال په ځان څارونکې ګڼل: د کايناتو څښتن ستا د ژوند په ټولو چارو اګاه دې دهغه څخه ستا هېڅ راز پټ ندې، ستا د زړه خيالونه الله متعال ته معلوم دي، دوه ليکوالې مامورې فرښتې دی د خولې هر آه او قدم ثبتوي، نو د الله متعال د څارنې وډار شه! او د هغه ورځې په اړه فکر وکړه چې زړونه به خولې ته راشي!
۱۰:  په ګټورو شيانو کې مرسته او ګډون کول: لکه څنګه چې د بدو ځان ساتل اړين ؤ په همدغه کچه په خيرکې مرسته او ګډون مهم دې،هغه څه چې ستا تخصص وي او پکې د ضرورت احساس وشي په تا لازمه ده چې اړونده همکاري او مسؤليت دی اداء کړی.
۱۱: د بدو مخنيوي: که څه دی بد وليدل د انساني همدردئ او د سالم احساس په اساس يې بايد د مخنيوي يو ګام پورته کړې ، خو دې ته مو پام وي چې سمون مو لدغه بدۍ لويه بدي منځته رانوړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *