بسم الله الرحمن الرحیم

عبدالجبار مطمئن
د یوه عادي لیکوال په توګه نه غواړم فني او مسلکي خبري وکړم، غواړم یوي ستري ټولنيزي ستونزي ته ګوته ونیسم،خپل او د ملت خاموشه درد په لیکلي بڼه وړاندي کړم او چیغه یې د ولسونو تر غوږو مخکي له دي چې قرباني شي،ورسوم.ځان وژنه یوه داسي کړنه ده چې هم په شریعت کې حرامه بلل شوي او د انساني مزاج او غوښتني سره سمون نهخوري، ځان وژنه بیلابیل ډولونه لري، ځيني خلک ځانونه له دنګو ماڼیو راغورځوي او ځیني د دار پړی غاړي ته وراچوي ځیني سمدلاسه خپل ژوند ختم کړي او ځیني په کراره کراره د ژوند پړاوونو ته د پاکي ټکی ږدي… خو په کومه لاره چې نن زموږ خلک په ناپوهۍ سره روان دي د یوي ډليېزي دوامداره ځان وژني، ستري غميزي او یوه سترناورین پیل دی!!!

دا غمیزي ته هم ځان وژنه ویلای شو او هم بل وژنه، هم پلار وژنه او هم اولاد وژنه، هم انسان وژنهاو هم حیوان وژنه، هم د الوتونکو وژنه او هم د لامبووهنکو وژنه!! ان د ګلانو، سمسورو باغنو، چمنونو او ټولو نباتاتو وژنه … بالآخره دا یوه بشپړه او ستره وژنه ده!

خو توپير يې دا دی چې ناڅاپي نه ده چې د ټولو ورته پام سي او سخت غبرګون څرګند کړي… دا ځان وژنه بطي او کراره ده او سوکه سوکه د ناورین منزل ته د غم د کاروان مزل لنډيږي.
دا ستره غمیزه ډیره نږدي ده او دا ناورین هره ورځ زموږ د کور دروازه په دواړو لاسو ډبوي!

دا ستره هیولا به راسي او هرومرو به زموږ کور او کلی په ساه کې واخلي او هري خواته به ورانی ویجاړی رامنځته کړي او په پایله کې به په
زرګونو انسان وژل کيږي، لکونه به کډه کيږي او هرڅه به پاتيږي!
دا کوم ناورین دی؟! دا د اوبو د کمښت ستر ناورین دی!!! دي ناورین ته په سپکه سترګه مه ګورئ چې تر سخت سوځونکي اور زیات سوځونکی دی او تر هر ډول طوفان زیات ځپونکی دی!
دا خبره بابیزه مه ګڼئ دا د څښاک او کروندي د اوبو د کمښت په پایله کې د یوه ډیر ستر ناورین خبره ده چې ډیر خلکيې نن سبا په هکله پام نه کوي او ارزښت نه ورکوي او د ژورتوب احساس یې نه کوي او ځيني آن تر اوسه تري خبرهم نه دي!

دا غمیزه یوه بشپړه بلا ده!

دا دومره ستره بلا ده چې بیا به د هیچا وسه هم نه پري رسيږي او په هیچا بهرحم هم نه کوي، دا بلا ښار او بیدا نه ګوري، د طالب او عکسر په توپیر نه پوهيږي، دا بلا د شاه او ګدا خیال نه ساتي، دا بلا کونډه او یتیم له مړوښي او پلاروالا نه جلا کوي او هر ځوک به په خپل خپل کور او کلي کې ځپي!
دا ناورین نن زما په غمځپلي هیواد افغانستان کې یوه ناوړه پړاو ته رسیدلی او لاهم په ډیره چټکتیا پر مخ روان دی او هره ورځ نوي سیمي لاندي کوي او د ډول کرکجن آواز یې هر سبا تر تیري ورځي لا زیات پورته کيږي… دا وطن له هر راز غمونو سره اموخته وو او د مرګونو، لوږو او بیوسیو څکه یې وړاندي کتلي وه خو اوس دداسي ناورین سره مخ
کیدونکی دی چې کیدی سي په هکله بې هیڅکله فکر هم نه وو کړی. دا بلا به د لمړی قدم په توګه د هیواد غرب او سهیل سیمې ځپي او بیا به په کراره نورو سیموته غځیږي… دا بلا له ليرينه ده راغلي، دا بلا نه ختیځ پر موږ تپلي او نه لویدیځ، دا بلا زموږ د خپلو کړونو پایله ده، موږ د الله ج د راکړي نعمتڅخه هیڅکله هم مناسبه او په ځاي ګټه نه ده پورته کړي او دا ځل چې الله ج د (سولر) له هوسایني او نعمت نه برخمن کړو نو موږ له نعمت څخه سخته بیځایه ګټه واخیسته او د اړتیا پرته مو له نعمتونو خوندونه واخیستل هغه داسي چې نن په هر کلي کې په لسګونو او سلګونو د سولر واټرپمپونه سهار تر ماښامه چالان وي او اوبه د ځمکي له خیټي بهرراباسي!! دا اوبه به کیدی سي په یوه وړه فیصدۍ د شخص د کښت او کروندي اړتیا پوره کړای سي، پاتي نوري ټولي اوبه همداسي نهوري او پر خپل مخ رواني دي، خلکو د ماهیانو د روزني ستر ستر ډنډونه جوړ کړي، داسي انګيري چې ګواکي اوبه مفتي او بي ګټي ولاړي نسي او یوه ګټه تري پورته سي، خو په حقیقت کې دغه ظلم او جفا ده او دا په نږدي
راتلونکي کې د همدي (سولر والا) د ماشومانو د بدبختۍ او دربدرۍ لامل ګرځي همدا ځان وژنه ده او همدا د ستر ناورین پیلامه ده چې نن موږ په خوښۍ سره هغه ډنډونو ته ګورو کوم چې د سولرو په زور ورته د ځمکي له خیټي اوبه را ایستل کيږي او ډیره کله اوبه له اړتیا پرته همداسي بیدریغه رواني وي!!! افسوس!!
ددي ستر ناورین د مخنیوي لپاره دا کافي نه ده چې زه مطلب ولیکم او دوه نور ملګري یې لایک کړي او یا راته په کمنټ کې وليکي چې ښه دي لیکلي، دا ناورین په عملي توګه د اوبو د کم مصرفولو او نورو ته د کم مصرف د سپارښتني سره پیليږي. دولت باید د عامه پوهاوي لاري چاري وسنجوي، کرونده ګرو ته د اوبو د کمي کاروني سپارښتني وکړي او طالب باید په خپله سيمه کې اوبه کنټرول کړي او پرنږدي هرڅوک په خپل سر اوبه رواني کړي، عمیق څاګان وکیني او علماء دي هم خپل رغنده رول ولوبوي!!ددي ستر ناورین مخه نه یوازي ملت نیولای سي، نه طالب او نه دولت!! ددغسي ستري فاجعي او ټول وژني په وړاندي باید ټول مټي رابډوهو او عالم، معلم، طالب، عسکر او ملت مرزونه مات کړو او هرشخص په خپل کور او کهول بانديږغ وکړو چې د اوبو د مصرف سره پام وکړي او د الله د رضا لپاره د اړتیا نه زیاتي اوبه مصرف نه کړي.د اوبو د مصرف په کابو کولو کې د اسلامي نصوصو کمی نشته او په خورا ستره پيمانه دي ټکي ته پام شوی، کیدی سيعلماء یې له بیلابیلو کتابونو راغونډ کړي او بیا یې په خواله رسنیو او منبرونو باندي ږغ پورته کړي، استادان دي پهدرسي ټولګیو کې ږغ پورته کړي او هره اداره دي په خپله سیمه کې د اوبو د مصرف د کنترول لپاره لاس په کار س او عامه پوهاوی دي رامنځته کړي.
حسبنا الله ونعم الوکیل نعم المولی و نعم النصیر.