تنظمي او اداري دوره، ننگرهار کی ترسره شو!

راپور: نجم ننگرهار رسنیو ټیم

نجم ننګرهار د ظرفیت لوړوني په خاطر خپلو اداري مسؤلینو لپاره ( اداري او تنظمي دوره ) ترسره کړه.

په یاده دوره کې د نجم ننګرهار ولایتي او ساحوې ادارو مسؤلینو ګډون کړي وو چې د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، په لومړې سر کې د نجم ننګرهار ولایتي مسؤل استاذ امدادالله رحماني د پیل وینا وکړه، او له ټولو ګډونوالو یې مننه وکړه چې یاد پروګرام کې یې ګډون وکړ، د نجم د رهبري هیئت په نماینده ګۍ د رهبري هیئت غړي او نجم تعلیمي مسؤل انجنیر صیب علیم خان سعید هم خپله لنډه وینا وکړه او د نجم پیغام یې ګډونوالو ته وړاندي کړ، ورپسي مولوي صیب اسماعیل مشفیق د سمع او اطاعت تر عنوان لاندي په زړه پوري درس وړاندي کړ، همدارنګه د نجم فکري منهج او په اوس وخت کې د دعوت ضرورت په اړه درسونه د ننګرهار پوهنتون استاذ دوکتور نجیب الله صالح او د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسؤل استاذ عبدالرحیم صراف وړاندي کړل.

په ادارې برخه کې د ولایتي مسؤلینو لخوا د هر بخش د تصور او کار په اړه پرزینټیشنې اماده شوي وي، چې هر یو په خپل نوبت سره وړاندي کړل، او د ګډونوالو موجودو پوښتنو او ستونزو ته یې هم قانع کوونکي ځوابونه وړکړل او په ټولو بخشونو کي ېې د دوي مشکلات او ستونزي حل کړي. د نجم د رهبري هیئت غړي او د نجم د رسنیؤ مسؤل محترم خاکسار وقار بیا د رسنیو اهمیت او په نجم کې د رسنیو د کار په اړه ګډونوالو ته مکمل او جامع معلومات وړاندي کړل. د غونډي په جریان کې د نجم رکن محترم ورور سعید جواد په زړه پورې ترانه ترنم کړه، د پروګرام وروستی ویناوال د نجم ننګرهار ولایتي اداري معاون عبیدالله میاخیل وو چې ګډونوالو ته یې د پاي وینا واوروله، او پروګرام د مولوی صیب صدیق الله راشد په دعا سره پای ته ورسید.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *