عبدالجبار مطمئن

ځانونه همدلته په خپل وطن کې سم کړئ کنه سبا چې لویدیځ ته مهاجر شوئ، جلاوطنه شوئ، خپله سمیږئ!

 بیا به قانون ټکی په ټکي پلی کوئ…

هلته به داسي یاست لکه یتیم په روزنتون کې… هر سخت او اسانه قانون ته به غاړه ایږدئ!

هلته به تاسو هیڅکله د خپلو سګریټو پاته فلیټر په ځمکه نه غورځوئ، او د اشغالو د سطل پسي به هره خوا سترګي غړوئ، ان د سګریټ څکولو لپاره به د عامه ځایونو، پلورنځیو، هوټلونو او مجلسونو بهر وځئ.دیوالونو ته به په ځیر ګوری چې داسي ځاي سکریټ و نه څکوئ چې د سکریټ څکولو بندیز پکې لګیدلی وي!

هلته به هیڅکله د کور اشغال د کور په انګړ کې نه غورځوئ، هر ډول کثافات ځانته ځای لري، ان لامده او وچ اشغال به بیل ځایونه ایږدئ، پلاستیک او کاغذ به سره بیلوئ، ښیښه او فلزي توکې به بشپړ بیل ځای ته په پوره پام وراچوئ…!

هلته به د بریښنا، اوبو، کیبل، ټلیفون، ګاز، نټ او ښاروالۍ بیلونه په خپل ټاکلي وخت تحویلوئ او د ځنډیدو په صورت کې به ځان خپل وجدان ته ملامت ګڼئ، غرامت (جزا)  ته به هرو مرو تیاری نیسئ.

هلته به په پارکونو او عامه ځایونو کې د هرڅه خیال ساتئ، د ټولني له عامه وسایلو ساتنه به خپله دنده ګڼئ، د ځای نظافت او پاکوالی به خپله انساني وظیفه احساسوئ، د نورو خلکو خواته برګ برګ کتل به درته ډیر ناسم کار بریښي، او د هرچا درناوی به د خپل شخصیت د کمال نښه ګڼئ…!

هلته به تاسو خپل د ماشومانو د تعلیم غم پخپله خورئ، هلته به د هلک او انجلۍ ترمنځ توپیر نه کوئ، هلته به د میرمني سره د ژوند د ملګري په توګه ژوند کوئ نه د بادار او کنیزي په څیر!

هلته به د ماشوم واکسین پر وخت او ستر قیمت لګوئ او هلته به د ګاونډي د ویده ماشوم خیال هم ساتئ… کنه مالي جریمه به درباندي راځي…!

هلته به تاسو خورا زیات بخښونکي یاست او د خلکو تیروتني به ډیر ژر بخښئ، هیڅکله به د یوه شخص تیروتنه د بشپړي ټولني پر لمنه تور داغ نه ګڼئ او د فرد کړنه به د ټولني ګړنه نه بولئ او هلته به دیوه هوښیار او پوه شخصیت په توګه د هر مخالف لیدلوري درناوی کوئ او هر ناپوه او  ماشو به معذور ګڼئ او د ډیرو جرمونو جزاء به قانون او محکمي ته پریږدئ…!

هلته به د تلو راتلو لپاره تل په پیاده رو کې ګامونه اخلئ، هیڅکله به په څړک نه تیریږئ، هیڅکله به د سره  او شنه څراغ سپکاوی نه کوئ، هیڅکله به د پولیس له جزاء نه تیښته نه کوئ!! ستاسو امنیتي کمربندونه به د ډریورۍ په وخت کې ټینګ تړلي وي، د چکټیا کچه به له ټاکلي پولي نه اوړي او د هري ټرافیکي نښي خیال به ساتئ، د ماشوم لپاره ځانګړي څوکۍ به مو هیڅکله نه هیریږي.

هلته به هم خپله د امنیت احساس کوئ او هم به د امنیت په ټنګښت کې د چارواکو سره بشپړه مرسته کوئ. هلته به تاسو دغسي بي پري نه یاست لکه دلته چې یاست، هلته به ان له خپلي کړکۍ نه د پیشو د غلا خبر پولیسو ته ورکوئ…

هلته به په خپله وظیفه کې وقت شناسه، ریښتني او خاکساره یاست، د آمر امر به منئ  له رشوت، دروغو، چل او دوکي څه به ځان ساتئ، د وخت ضایع به درته ګناه ښکاري او د وخت د ختمیدو وړاندي به له دفتره وتل د اداري اصولو سربیره د انساني شرافت سره په ټکر کې عمل درته بریښي.

او چې کله د نانوایۍ، پلورنځي، ټکټ د نوبت صف ته اړ شئ نو په خورا زغم به د نوبت مراعات کوئ، ان که صف کیلومټر ته ورسیږي.

د وروسته او وړاندي دواړو همردیفو څخه به پرلپسي بخښنه غواړئ چې څوک درنه ازار نسي، هلته به کله ځان ته حیران یاست چې څنګه دومره په هرڅه کې سم سوی یاست؟!

آه افغانانو… یو ځل سر ګریوان ته کړئ!

آیا تاسو هلته کامل انسانان یاست او دلته نيمګړي؟! هیڅکله داسي نه ده، تاسو لکه څنګه چې هلته سمیږئ، دلته هم سمیدلای شئ خو توپیر به یې داوي چې دلته به د ادب او اخلاقو د ښوونکي په توګه ښکاری، دا ټولنه به ستاسو څخه يو څه زده کوي او هلته به یوازي زده کوونکي یاست…!

یو ځلي دا خپل کاذب غرور مات کړئ او دا ټول نیک اخلاق همدلته په خپل وطن او خپلي ټولني کې په ځان پلي کړئ…

که تاسو دا ټول څه په خپل وطن کې کولای، نو ستاسو د وطن به ولي ورځ دومره بده واي؟ ولي به د نیکمرغۍ ځای تل بدمرغۍ ته تش پاتي واي؟

که تاسو د ټولنیز ژوندانه لمړني اخلاق په خپل ځان همدلته پلي کولاي او د سالمي ټولني جامي مو لمړی خپلي کورنۍ ته ور اغوستلای، نو تاسو باندي به ولي نن بد اخلاقۍ، ظلم، فساد، بي انصافۍ، زورواکۍ، ناروغۍ او په سلګونو نورو بلاګانو داسي هجوم راوړلاي؟!

ولي به مو وطن وران ویجاړ وای؟ او ولي به هره ورځ د ګاونډیانو درګاه ته د میرمني او ماشومانو سره کږه غاړه ولاړ وای؟!