راشئ د څلورو روپوانقلاب ته وګورئ

لیکوال : خالد محمدي

یو ورځ امام خطبه ورکوله د خطبې په مينځ کې یو فقیر اوچت شو او وویل: دالله په خاطر راته څلور روپو راکړئ ضرورت مې دی ورته .

نو امام وویل دي فقیر ته که چا څلور روپي ورکړي نو زه به ورته څلور دعاګاني وکړم . نو په جومات کې ټولو خانانو سرونه ټیټ کړل یوغلام اوچت شو اوڅلور روپي ېي ورته ورکړي

چې کله خطبه خلاصه شوه نو علام ورته وویل چې اوس ماته دعا وکړه هغې ورته وویل کوم خاجتونه لري وویه هغې ورته وویل: چې زه د یو کافرعلام یم نو ته راته دعا وکړه چې الله ما د بنده دبندګی نه خلاص کړي او دالله بندګي ته ځان حاص کړم ،او بل ېي ورته وويل چې الله ماته حلال مال راکړي ، او بل ېي وویل چې مولی مې ماسره ډیر زیات احسان کړي دي ته دعا وکړه چې الله هغه ته اسلام په نصیب کړي ، او بل ېي ورته وویل چې ته دعا وکړه چې الله زما او زما دمولی ټول ګناهونه معاف کړي!

نو خطیب ورته دا ټولي دعاګاني وکړي . چې کله علام کورته را روان شو نو کور کې ورته مولی وویل چې دخپل وخت نه دي ولي وروسته کړه؟ هغې ورته په جواب کې ټوله واقعه بیان کړه .

مولی ورته وویل چې کوم دعا ګاني دي غوښتي دي؟

هغې ورته وويل: چې اول دعا داده چې الله ما د بنده د دبندګې خلاص کړي او خاص دالله بندګې وکړم .

نو مولی ورته په جواب کې وویل: دا زما په طاقت کې شته دی نو ته مې ازاد کړي .بیا وویل چې دویم دي کومه دعا غوښتې وه .

هغې وويل : چې الله ماته حلال مال راکړي.

نو مولی ورته په جواب کې وویل چې دا زما په طاقت کې شته زما نیم مال ستا شو.بیا ېي ورته وویل چې بله دي کومه دعا غوښتي وه

هغې وویل چې زما مولی ماسره ډیر زیات احسان کړي دي ته دعا وکړه که زما مولی ته الله اسلام په نصیب کړي .

هغې په جواب کې وويل چې دا هم زما په طاقت کې شته نو ما اسلام راوړه .

بیا وویل چې څلورم دي کومه دعا غوښتي وه هغې په جواب کې وویل : چې الله زما او ستا ټول ګناهونه معاف کړي .

نو مولی ورته په جواب کې وویل چې دا خو زما په طاقت کې نشته . نو شپه شوه چې مولی ېي ویده شو چې مولی ېي خواب ویني چې د قیامت ورځ وي او الله ورته واېي چې هغه څه چې ستا په طاقت کې وه هغه تا وکړل او ستاسو دواړو بښنه زما په طاقت کې ده تاسې دواړه ما معاف کړي استئ ، ځي لاړ شئ او داخل شئ جنت ته .

دا وه دهغه څلورو روپیو انقلاب چې په غلام او مولی کې راوسته .

یا الله دغسې انقلاب زمونږ په ژوند کې هم راولې. امین

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *