راغلی میلمه لاړ

لیکوال: حبیب الله حبیبی

رمضان الکریم د برکتونو، رحمتونو، الهې نعمتونو او پیرزوینو، بښنې، ایثار او قربانۍ، مرستې او د جهنم د اور څخه د خلاصون میاشت ده چې هر کال بیا بیا راځي او ځي. دغه میاشت چې الله سبحانه و تعالی ته له ټولو میاشتو خوښ او غوره میاشت ده په کال کې یو ځل تکراریږي. الله تعالی دغه میاشت د خپلو مؤمنو او مسلمانو بنده ګانو  د بښنې او نجات وسیله ګرځولی ده.

الله سبحانه و تعالی په قرانکریم کې د ددغه میاشت په فضیلت کې فرمایلي دي:

(شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآَنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ(
[سورت البقره، آیت ۱۸۵]

ژباړه: میاشت د روژی هغه میاشت ده چه نازل کړی شوی دی په دی کښی قرآن چه هدایت دی لپاره د خلقو او دلیلونه دي ښکاره (له جنسه د هغو شیانو) چه هغه لاره ښیی او بیلوونکی د حق او باطل دی.

قرانکریم چې د الله تعالی معجز کلام ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت ستر دلیل او ستره الهي معجزه، د عالمیانو لپاره له سره ترپایه رڼا او هدایت او د حق او باطل فرق کوونکې کتاب دی په دغه مبارکه میاشت کې نازل شوی دی. ځکه نو الله تعالی د دغې میاشتې د عبادت، ذکر، مشقتونو او سختیو د ګاللو او پرې صبر کولو د ستر او عظیم اجر وعده په خپله کړې او فرمایلي دي:

(الصوم لی و انا اجزی به) الحدیث

[متفق علیه]

ژباړه: روژه زما لپاره ده او زه یی اجر ورکوم.

د انسان د هر عمل لپاره که نیک وي که بد د جزا او بدلی یا مکافاتو او مجازاتو یو معیار او حد شته خو روژه هغه عمل دی چې الله تعالی یی د اجر او مکافاتو د ورکړی وعده په خپله کړی دی او اندازه یی هیڅ چا ته نده معلوم. دا هغه میاشت ده چې ټول عبادت عبادت دی. دا هغه میاشت ده چې په راتګ سره یی الله تعالی د جنت ټولې دروازې پرانیزي او د دوزخ ټولې دروازې تړي. دا هغه میاشت ده چې په هره شپه یی یوه ملائيکه د الله تعالی په حکم دا غږ کوي چې ای د خیر غوښتونکيه، راوړاندی شه (نیکي وکړه) او ای د شر غوښتونکیه، لاس لنډ کړه، کوتاهې وکړه  (بدي او ګناه مه کوه).

دا هغه میاشت ده چې روژه نیول یی فرض او قیام یی سنت دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

(من صام رمضان ایماناً و احتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه) الحدیث

[متفق علیه]

ژباړه: چا چې د رمضان المبارک میاشت روژه د ایمان او ثواب په نیت ونیسي الله تعالی یې ټول پخواني ګناهونه معاف کوي.

او بل ځای داسې فرمایلي دي:

(من قام لیلة القدر ایماناً و احتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه) الحدیث

[متفق علیه]

ژباړه: چا چې د قدر شپه د ایمان او ثواب په نیت ودروله، مخکیني ګناهونه به یی وبښلې شي.

د قدر مبارکه شپه هغه شپه ده چې عبادت یی د زرو (۱۰۰۰) میاشتو له عبادت سره برابره ده. د ننني عصر انسانانو عمرونه ترډیره له اویا او اتیا کالو ډیر نه وي چې ددی عمر نیمایی انسان په خوب او غفلت کې تیروي، پاتې نیمایی عمر انسان د دنیا د ګټلو او د خپل ژوندانه د بقا په خاطر په کسب او کار کې تیروي. په پای کې د دغه انساني ژوند یوه ډیره وړه برخه پاتې کیږي چې انسان په هغه کې د خپل خالق، مالک، رازق، مربي او پالونکي رب عبادت کوي. دغه عبادت اوس په عادت بدل شوی او هر څوک ددی کوشش کوي چې څومره ژر کولای شي د خدای له عبادت څخه ځان فارغ کړي او د فاني دنیا په حوسونو پسې لاړ شي. خو دا بدبخت انسان پدی نه پوهیږي چې دده د ژوند ستر او اساسي هدف دا ندې بلکې د انساني ژوند ستر مقصد او هدف یوازی او یوازی د یو الله بنده ګې او عبادت کول دي. په ریښتیا بری موندونکي هغه دي چې ددی هدف لپاره کار کوي، نه هغه چې د فاني نړې په هوا او حوس او د نفس په خواهشاتو کې راګیر شوی وي.

رمضان المبارک یعنې د بښنې میاشت، دا چې انسان په خپل کړو وړو کې له ګناه څخه خالي نه وي او تل په مختلفو بڼو ورځنې ګناهونه  صادریږي. نو ډیر بدبخت او ناکار شخص هغه دی چې د رمضان میاشت تیره شي او الله تعالی ورته بښنه ونه  کړي. د داسې انسان لپاره هلاکت او د خدای لعنت پری  وریږي.

نو ای د ستر خالق او مالک رب بنده ګانو!

له الله نه وویریږئ، د قبر له دردونکو عذابونو وویریږئ، د قیامت د ورځې له سختیو او مشقتونو وویریږئ، د جهنم له ډیرو سترو سترو او سختو سختو عذابونو چې د ګناه ګارو لپاره تیار کړي شوي دي وویریږئ.

د الهي بښنې او رحمت له دغه میاشت څخه په نیکه طریقه ګټه پورته کړئ او په الله تعالی مو ځانونه وبښئ.

اللهم اني اسألک الهدی و التقی والعفاف والغنی، اللهم لاتقتلنا بغضبک ولا تهلکنا بعذابک و عافنا قبل ذلک

اللهم آمین یار رب العالمین

1397/3/23

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *