نجم کندهار ستر اجتماعي افطار تر سره کړ ! 

 راپور: نجم کندهار
نجم کندهار د روژې مباركې پر 19 د ميني او ورورولى تر نامه لاندي ستر جمعي روژه ماتى ترسره کړ .
روژه ماتې کې د سلګونو په شمير محصلينو ، متعلمينو ، علماء کرامو ، د پوهنتونونو او مکاتبو استادانو او عامه خلکو ګډون درلود پروګرام د قران کريم د مبارکو آيتونو په تلاوت پيل سو ورپسې ګډونوالو ته د کندهار جيد عالم مولوي محبوب شاه ساجد ” رمضان د قرآن مياشت ” تر عنوان لاندي خپله وينا وکړه د ملالى پوهنتون ريس استاد عبدالمالک نيازي د صدقې پر فضليت او فلسفې لنډ درس ورکړ وروسته سلګونو روژتيانو مهربانه رب ته د دعا لاسونه پورته کړل او د کايناتو له ستر خالق يي د رحم امن او مغفرت غوښتنه وکړه له دعا وروسته د نجم ځوانانو په ډيره مينه روژه دارانو ته تيار شوى روژه ماتى کيښود له روژي ماتي بعد ټولو ګډونوالو په ګډه د جماعت لمونځ وکړ او د ميني ورورولى روژه ماتي پروګرام پاى ته ورسيد .

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *