نجم ننگرهار د « مینې او ورورولۍ روژه ماتی » ترسره کړ!

راپور: د ننگرهار د نجم د رسنیو ټیم
د یووالي لپاره د مینې او ورورولۍ روژه ماتی . دا یو څرګند حقیقت دی که په یوه ټولنه کې یووالی ، زړه سوی او متقابل احترام موجود وي ، د ترقۍ او پرمختګ لویه شتمني یې په برخه کیږي ، که چیری نفاق او بد مرغۍ برلاسي وي ، کینه ، نفرت او ځان ځانې منځ ته راځي ، صداقت او ورورولي له منځه ځي ، د وکړو ترمنځ سالمې اړیکې په بدبینۍ او بدنیتۍ بدلیږي . « نجم » یا نهاد جوانان مسلمان ددې هر څه لپاره ، (۱۳۹۷) هـ شـ کال د « مینې او ورورولۍ » کال نومولی، او غواړي چې د دې ستر هدف لپاره چې ، د هر افغان د زړه ارزو او تمنا ده مختلیفې برنامې ترسره کړي .
له دې برنامو څخه یوه د روژه ماتي ملې برنامه وه ، چې د هیواد په اکثره ولایتونو کې یې ترسره کړه . یو ددې ولایتونو څخه « ننګرهار » هم وو ، چې « نجم » پکې د اتحاد او یووالي دغه سپیڅلې هدف لپاره د روژې مبارکې میاشتې په پنځلسمه ، د « مینې او ورورولۍ روژه ماتی » ترسره کړ، چې د پوهنتون استاذانو،عالمانو،ښوونکو ، محصلینو، متعلمینو،بیوزلواو عامو خلکو پکې ګډون کړی وو . دغه پروګرام ماښام ۶ بجې د قرانکریم په تلاوت سره پیل او د « اتحاد او یووالي » په اړه ارزښناکه درس پکې د ننګرهار پوهنتون استاذ « سید ضیاءالحق بینوري » لخوا وړاندي شو د په خپلو خبرو کې افغانان د یوالي تګي یاد کړل او زیاته یې کړه (( نن افغان ولس له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، او دغه ټولې ستونزې د یووالي د نشتون زیږنده دي ، که مونږ او تاسو سره یو شو ، لرې نه ده چې بدبختۍ به مو له ملکه کډه وکړي . )) همدارنګه د جمعیت اصلاح افغانستان د ختیځ زون مسؤل استاذ عبدالرحیم صراف ، د نجم په پیژندنې او د دوۍ په برنامو لنډه رڼا واچوله ، او ویې ویل (( نجم د همدې هدف لپاره کار کوي چې څنګه وشي کولای ، خپل مسلمان ولس په یوه ټغر سره را ټول او خپلو ستونزو ته په خپله د حل لارې پیدا کړي . )) د پروګرام وروستی ویناوال د ننګرهار پوهنتون استاذ « شیرزاد عزیزي » ؤ چې ، د ماښام مسنونه اذکارو ویلو څخه وروسته یې د دعا په نیت خپل لاسونه د لوی الله ( ج ) دربار ته لپه او په دې دردېدلي ولس یې ترې د رحم غوښتنې کولې چې ، ګډونولو ورسره دغه د خیرغوښتنې دعا په امین بدرګه کوله . د ماښام اذان په کولو ټولو په مینه او محبت سره د ماښام روژه ماتی ترسره ،او ورپسې د ماښام لمونځ اداء شو. د یادوني وړ ده چې نجم له کلونو را هیسی، په مختلیفو ولایتونو کې د یووالي او اتحاد روژه ماتي ترسره کړی وو.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *