د رمضان میاشت او د نجم ننګرهار استقبال

راپور : احمد جریر رحمتی

نجم ننګرهار د رسنیو مسؤل

رمضان هغه مبارکه مياشت ده چي ټول کال يې د استقبال لپاره په جنت کي خصوصي او ځانګړي انتظامات نيول کيږي دا هغه مياشت ده چي الله جل جلاله د خپل رحمت او جنتونو دروازې د خپلو بنده ګانو پر مخ پرانيستي او خلاصي کړي.

دا هغه مياشت ده چي د جهنم در وازې پکښي تړل کيږي او دا هغه مياشت ده چي د انسانانو لوى او سر سخته دښمنان شيطانان په ځنځيرونو تړل کيږي نو دا چې رمضان دومره مبارکه میاشت ده، نو مونږ ته په کار ده چې ددې مبارکې میاشتې استقبال په ښه ډول ترسره کړو، په همدې پار نجم ننګرهار په مختلفو ساحوې اداراتو کې د ( رمضان استقبال ) کنفرانسونه ترسره کړل.

چې لومړی یې د مرکزی ادارې کنفرانس وو چې د ګمرک په جامع مسجد کې یې ترسره کړ، چې ویاندوې یې حضرت نبی نبی زاده کوله د قاری صیب عارف الله “حبیبی” په تلاوت سره پیل شو، د جمعیت اصلاح افغانستان د ختیځ زون مسؤل استاذ عبدالرحیم صراف “رمضان څنګه استقبال کړو”  تر عنوان لاندې درس وړاندې کړ، او کنفرانس په دعا سره پای ته ورسید.

بل کنفرانس د بیز ساحوې ادارې وو چې د حبیب الله ”منیب“ په ویاندویی او قاری صاحب صدیق الله ”صدیقی“ په تلاوت سره پیل او ورپسی د “رمضان پیژندنې او فضایلو” په اړه مولوی صاحب میر عباس ”ګوهري“ هر اړخیزه وینا ګډونوالو ته وړاندې کړه، او دا کنفرانس هم په دعا سره پای ته ورسید.

دریم کنفرانس د روداتو ساحوې ادارې وو چې د حصار شاهی په کلی کې ترسره شو او مولوی صاحب محمد منیر د روژی په اړه درس وړاندی کړ. وروستی کنفرانس د پوهنتون ساحوی ادارې و، چې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ ترسره شو د قران کریم په تلاوت سره پیل او لومړی ویناوال یې د یادی ادارې مسؤل عبدالرازق ارغندیوال وو چې ګډنوالو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ له دوي مننه وکړه چې په یاد کنفرانس کې یې ګډون کړ. پدې کنفران کې د روژې په اړه مفصل درس د ننګرهار پوهنتون پیاوړی استاذ شیرزاد عزیزی وړاندې کړ، همدارنګه دا کنفرانس هم په دعا سره پای ته ورسید. په همدي ډول نجم ننګرهار دا مبارکه او د رحمتونو میاشت استقبال کړه.


پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *