د اتحاد او ورورلي  کانفرانس !

راپور:نجم ننګرهار

نجم ننګرهار پوهنتون ساحوې ادارې د ثور په 10  تاریخ د اتحاد او ورورولي کانفرانس ترسره کړ.

یاد کانفرانس د محترم ورور توفیق الله په تلاوت سره پیل او او لومړی ویناوال د پوهنتون ساحوې ادارې مسؤل محمود منیب وو چې د پیل وینا یې واوروله او همدارنګه له ټولو ګډنوالو یې مننه وکړه چې په یاد کانفرانس کې یې ګډون وکړ.

په کانفرانس کې پوهندوی دوکتور سیدضیاءالحق بینوری د کانفرانس په موضوع (اتحاد او ورورولي ) مفصله وینا وکړه او د یوالی په ګټو او اهمیت یې د کانفرانس ګډنوالو ته معلومات ورکړل.

د کانفرانس په جریان کې د یادې ساحوې ادارې انتخاب هم ترسره شول، چې په یاده ساحوې اداره کې د نجم ارکانو،اعضاوو او همکارانو په اکثریت رایو سره محترم عبدالرازق ارغندیوال د ۱۳۹۷ کال لپاره نوی مسؤل وټاکل شو.

همدارنګه مفتی مولوی عبدالغفار هاشمی هم لنډه وینا وکړه او کانفرانس دده په دعا سره پای ته ورسیده.

دیادونې وړ ده چې نجم ۱۳۹۷هـ ش کال د (( اتحاد او ورورولۍ )) کال نومولي، او یاد کال لپاره یې ځانګړی شعار ( خپلي مټي خپل هیواد ــــ اتحاد اتحاد ) ټاکلي دي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *