عبدالجبار مطمئن – فراه – د نجم رکن

زموږ د ښوونځیو اوسنی تعلیمي نصاب نور خورا زوړ دی او د نن ورځي د ټولنیزي اړتیا سره سم ځواب نسي ورکولاي. دا سمه ده چې کتابونه به یې نوي چاپ سوي وي خو د کتابونو منځپانګه او اوږد مهاله سیسټم یې یو بشپړ ستړی کونکی او غمیدونکی دی.

آیا د نوي نسل په زده کړه کې نوښت ته اړتیا نده؟؟

یو ځوان پوره ۱۲ کاله په ښوونځي کې په داسي ستړي کونکو مضامینو وخت تیروي چې د ځینو زده کړه یوازي د راډیو یوه زده کړه نیزه برنامه هم په لاس ورکولای سي، او یا یې د خپل عادي ژوند څخه ترلاسه کولای سي. نن زموږ په نړۍ کې زده کړه آزاده ده او د زده کړي سرچیني هم پریمانه دي، نو موږ باید داسي موادو باندي د زده کونکي وخت و نه لګوو چې سبا په واقعي نړۍ کې هیڅ په مخ نه ورځي.

ځیني ځوانان اړ دي چې د خپلي خوښي ریشتِي او فن خلاف مضامین، کلونه کلونه ولولي، فرمولونه یې یاد کړي، او تعریفونه یې میخانیک حفظ کړي، او چې کله يې د کانکور پایله د خوښي پوهنځي ته اعلان سي نور د یادو مضامینو لار بیله او دده بیله ده، آن لږ موده وروسته یې ټول مربوطه فرمولونه او تعریفونه هیریږي. ځکه چې دی پوهيږي چې دا فرمولونه دده په اړوندي ریشتي کې هیڅ په کار نه ورځي!

ددي مثال د کرهڼي په نړۍ کې داسي دی لکه یو ملیار چې په یوه ځانګړي جغرافیه کې لکه (فراه  ولایت) ژوند کوي او د خپلي جغرافیې مخالف نهالان (جوز/ أم) یې کښینولي او کلونه کلونه یې پالنه او روزنه کوي، حال دا چې ددي باغوان په سیمه کې یوازي یوه ونه (عناب/خرما) ښه وده او ډیر ثمرکوي!! د کلونو تکلیف او هڅي وروسته ناڅاپه دا باغوان د هم هغي وني مسئول ټاکل کیږي چې دی علاقه ورسره لري او په دغه ځمکه کې ښه وده، ګټه او میوه کوي، نور نو هغه هیڅکله خپل وخت په نورو ونو نه تیروي او په لنډ وخت کې هغه نوري ټولي وني یا وچیږي او یا یوه مړژواندي حالت کې پاته کیږي.

زموږ په ټولنه او هیواد کې ځیني وخت آن د پوهنتون مضامین د اړوند پوهنځي د اصولو سره سم نه وي او د کریکیولم سره بشپړ توپیر کې ترتیب سوي وي، ډير کله په پوهنتونو کې ژباړل سوي چپټرونه لاس پر لاس کیږي او استادان د نوښت د ډمبر پر ځای د تقلید پر خاکه لاره روان دي او د مفهوم د بیان پرځای، میخانیک حفظ ته ډیري چکچکي کوي!! د یوه زده کړیال څلور کاله په داسي موادو تیریږي چې نه یې علمې کچه وده کوي او نه یې کړنلاره د اکاډميک محیط شاهدي ورکوي. که چيري د پوهنتون تعلیمي او تحصیلي سیسټم لږ بهتره وای نو د څلورکالو معلومات یې یوازي په یوه کال کې ترلاسه کولای شوای!

څه باید وشي؟

په شپږو لمړنیو کلونو کې باید زده کړه نیز منهج او نصاب عملي تدریس شي، له معلوماتو ډک، هراړخیز، د زده کونکو لپاره د میني او محبت نه ډک وي او د شاگردانو ذهنونه له سوالونو او ځوابونو ډک کړي. دلته د ځانګړي تخصص خبره مطرح نه ده، د هر بڼ څخه ګلان او د هر ښار څخه ښکلاوي ورته کتارولای سو.

خو په متوسطه دوره (اووم، اتم او نهم) ټولګیو کې ښایې چې د عمومي مضامینو کچه راټیټه سي او د علاقي پر بنسټ شاګردان په بیلابیلو تخصصونو وویشل سي او ځانګړي مطالب ورته وړاندي سي. ځکه شاګردان په دي موده کې د ( ۱۳ او ۱۵) کلونو ترمنځ سِن لري او خپل د خوښي مضمون سره خپله ریښتیني علاقمندي احساسولای سي او د ټولني تر منفي تأثیر لاندي ډیر کم راځي.

ځیني وخت یو زده کونکی د یوي ځانګړي فن (رشتي) سره د زړه له تله تړاو لري خو له ښوونځي نه د فراغت وروسته دده لوړ سن (۱۸/۱۹) کلني یې سر په ډیرو نورو خبرو هم خلاص کړی وي د بیلگي په توګه که طب ووایې ښه روپی به وګټي او که حربي پوهنځي ته لاړ شي د جنګ ډګر ته به واستول شي، نو د ټولني ظروف او شرایط دی دي ته اړباسي ترڅو د علاقي خلاف رشته او مسلک غوره کړي. خو د ژوند په دغه حساس سِن (13/15) کلنۍ کې د تخصص غوره والی تر ډیره واقعي وي نه تحمیلي او  آرماني.

که د تخصصي دوري مضامین له اووم او اتم ټولګي نه پیلیدلای، ولي به زموږ په ښوونځیو کې لابراتوارونه له ګټي اخیستني پرته پاتیدلای؟ ولي به د لابراتوارنو مواد ترخاورو او دوړو لاندي زړیدلای؟

لږ سوچ وکړئ!

د بیلګۍ په توګه که زموږ یو شاګرد د ټکنالوژۍ او شبکي جوړوني اړوند تخصص له اووم ټولګي پیل کړي، شپږ کاله وروسته چې دی له ۱۲ فارغېږي په خپل مسلک کې به چیرته رسیدلی وي؟ او که د وطن په دي ناکاره شرایطو کې نور د زده کړي فرصت و نه مومي نو لږ ترلږه د یوه هنر ابتدائی مرحله یې ترلاسه کړي ده.

او که د طب او روغتیا اړوند مطالب شپږکاله د خپل محیطي اسبابو په سایه کې ولولي نو کوم ځای ته به ورسیږي؟ په خپله کورنۍ کې به د څومره ناروغتیاوو مخنیوی وکړي او څومره صحي کړنلاري به زده کړي او کورنۍ ته به یې عملاً ورزده کړي؟ زما یقین دی چې دومره متخصص او سرخلاسی نسل به ولرو چې ان شاء الله د ټولني راتلونکی به څو چنده غوره ترسیم کړای سي. فرض کړه په کور کې ۳ یا ۴ ماشومان درس وایې او هر یو بیل تخصص کې دي، نو سر له نهم او لسم ټولګي په خپل اړوند تخصص کې د خپل کهول په درد خوري او وړي ستونزي یې حلولای سي.

او که زه نن د بهترینو ډاکټرانو، نابغه انجینرانو، او د ټکنالوژۍ له نوښتګرو ماهرینو نه د هغه ۱۲ تعلیمي کلونو او په هر کال کې د ۱۵ او ۱۶ مضمونو په هکله پوښتنه وکړم، چې وختونه یې پري ضایع شوي او د سخت سرخوږي سره مخ شوو، نو څومره به یې یاد وي؟؟ آیا په اوسني تخصص پوري یې هغه انبار کړو معلوماتو هیڅ تړاو درلود؟ آیا اوس هغه معلوماتو ته اړتیا لري؟ آیا هغه له لاسه وتلی وخت بیرته ترلاسه کولای سي؟

موږ په واقعیت کې د خپل نوي نسل ذهنونه نږدي 6-7 کاله په داسي څه مصروفه ساتو چې له ذهني بوج پرته نور څه نه ورته ګټي. موږ د خپلو ذهنونو د پراختیا مخه په خپل لاس ډب کړي او ستونزه کې مو اچولي ده. زما هیله داده چې نور زموږ کلاسیک سیسټم زده کړه د نوي ټکنالوژۍ پر مټ په یوه معاصره تګلاره بدله سي او راتلونکي نسلونه مو د نننیو په پرتله د علم سترو پوړونو ته ورسیږي او د ګران وطن افغانستان د آبادۍ، آزادۍ او سمسورتیا لامل وګرځي.

د پاي خبري:

د تاریخ په اوږدو کې تر هغي پوري یو نسل برلاسه او کامیابه نه ګڼل کیږي ترڅو یې بل نسل تر ځان پوه او پیاوړی نه وي تربیه کړی. بله دا چې د نصاب جوړوني لپاره دي ته اړتیا نشته چې له لویدیځه او یا ختیځه داسي ماهرین راوستل سي چې هغوي د خپل چاپیریال وني او زڼي زما په خاوره کې کښینوي او بیا موږ له کلونو وروسته پوه سو چې دا تګلاره او منهج دلته د پلي کیدو وړ نه وو!! لکه ځنګه چې په دا تیر ۱۷ کلن ښکیلاک کې په بیلابیلو تخصصونو کي هغوي وازمیل سول او تل پایله زموږ په تاوان وختل!!

که په آمریکا کې یو سړی زکام شي او آمریکایې متخصص ډاکټر یوه بسته ګولۍ ورته په نسخه کې وليکي نو هغه بسته زما د افغانستان د زوکام ناروغ ته ګټه نشي رسولاي، ځکه دا سړی د هغه سړي سره فرق کوي او دا زوکام د هغه زوکام په څير نه دی!! دا محیط بیل دی او د ناروغتیا لامونه یې بیل دي نو که له همدي خاوري یو عادي ډاکټر درملنه وکړي نو ګټه به یې زیاته وي ان که یوه زړه بوډي انا دي افغان زوکام ناروغ ته صحرایې دارو ورکوي اثر به یې له هغه (کاپي شوي آمریکایې دارو چې آمریکایې متخصص تجویز کړي وو) ډير زیات وي.

که زما د وطن لیسانس او یا ماسټر سته چې کلونه یې دلته له ښوونځي تر پوهنتونه خپله لوست کړی او بیا یي د تدریس ترڅنګ په دي چاپیریال کې ژوند کړی، د خپلو مکتب ته تلونکو ماشومانو سره یې هره شپه کورنی کار کتلی، عملاً یي زموږ د وړو او زړو درد احساس کړی، دا شخص ددي وړتیا لري چې د پردي ملک د متخصص النصاب او دکتور په پرتله غوره نصاب جوړکړای سي. ان شاء الله العزیز.

و من الله التوفیق