د ثور ۸ شالید او لاملونه!

راپور: د ننگرهار د رسنیو تیم

شپږویشت کاله وړاندې مجاهدین په همدې ورځ کابل ته ننوتل او د روسي چوپړوالو وروستي څو تنه يې هم له ماتې سره مخ کړل او د روسانو پر ضد اوږده جګړه په بریا سره پای ته ورسېده.

د ثور اتمه هغه ورځ چې پکي د روسي بادارانو لخوا روزل شوي کمونستان مات او مجاهدینو بریا تر لاسه کړه. په همدي پار نجم ننګرهار (( ثور ۸ شالید او لاملونه)) تر عنوان لاندی کانفرانس ترسره کړ. پروګرام د قرانکریم په تلاوت سره پیل او لومړی ویناوال د نجم ننګرهار د تربیت مسؤل رفیع الله برکت ؤ چې د غونډې ګډنوالو ته یې د پیل وینا واوروله، د غونډې بل ویناوال د ننګرهار پوهنتون استاذ دوکتور نجیب الله صالح ؤ چې د وینا ډیر تمرکز یې د افغانستان د سپیڅلي جهاد په لاسته راوړنو وو،

دده په وینا (( د روسانو په وړاندې د افغانانو د جهاد او د ګران هیواد څخه د شوروې یرغلګرو د وتلو ترڅنګ نړیوالو ته دا پیغام وکړ چې یو کمزورې ملت د نړۍ یو ستر زبرځواک ته د خپلو سرونو او مالونو په قربانې کولو سره ماتې ورکولي شي)) ورپسې د جمعیت اصلاح افغانستان د ختیځ زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف وینا وکړه، نوموړی تر ډیره په افغانستان کې د روسانو او کمونستانو په ظلمونو وغږیده او د هغه دردونکو پيښو یادونه یې هم وکړه چې روسانو او کمونستانو لخوا په افغان ولس باندي شوې دې. دده په وینا روسان ډاکټرنجیب نه بلکی د یو نیم میلونه شهیدانو په ورکولو او د میلونونو نورو په کډوال کیدلو او دی ملت د خپلو سرونو په نذرانه کولو سره ددې سپیڅلې خاوري نه وویستل. په پاي کې د نجم رکن صلاح الدین صلاح لخوا په ښکلې ملکوتي غږ سره د کانفرانس ګډونوالو ته په زړه پوري ترانه وړاندې شوه. کانفرانس د ننګرهار ولایت د پوهنې ښاري مدیر قاری نورمحمد لخوا په دعا سره پاې ته ورسید.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *