لوگو زموږ د نجم

لیکوال:

عبدالجبار مطمئن – فراه د نجم رکن

پيغام د انقلاب لري لوګو زموږ د نجم

په زړه کې یو کتاب لري لوګو زموږ د نجم

لاسونه سره یو کړو هم زرغون کړو دا هیواد

ځوانانو! دا خطاب لري لوګو زموږ د نجم

هره لوګو او هر سمبول، هر رنګ او هر نښان د ځان لپاره تعبیرونه او ماناګانی لري چې واضعین پري خبر وي او بیا هغوي نورو خلکو ته د خپل زړه خبري او تعبیرونه واضح کوي. د بیلګي په  توګه دا چې د افغانستان اوسنی بیرق تور، سور او زرغون دی نو څنګ ته ورسره یوه ستره فلسفه پرته ده.

د نجم لوګو یوه ډیره ښکلي او په زړه پوري لوګو ده، دومره چې په یوازي کتلو یې د انسان سترګې د خوښۍ احساس کوي او یو ډول عمیق کشیش او جذب لري. ددي لوګو غوره والی د ۱۳۹۶ کال په سر کې د رهبري هیئت د غړو په مشوره وشو او بیا چې کله د فیسبوک پر پاڼه دا لوګو د عامو نجومو د تأیید لپاره وړاندي شوه نو دتود هرکلي سره مخ شوه او په خورا شوق باندي د ټولو ولایاتو أکاونټونو د خپلو پروفایلونو زینت کې تري کار واخیست.

خو له هغي لمړۍ ورځي د نجم د هر رکن، غړي، همکار او همفکره په ذهن کې ګرځي چې د هلالونو، رنګونو او کتاب تعبیر به څه وي؟ او فلسفه به یې څومره پيچلي وي؟ خو لا تر اوسه چې د ۱۳۹۷ کال سر دی وروستۍ لایحه نه ده چاپ شوي ترڅو د لوګو اړوند سوالونو ته تري ځواب ولټوو.

خو له هغه ځایه چې هر شخص د خپل ليد له زاويې یوڅه ته ګوري نو ما هم چې کله د لوګو دا په زړه پوري ترکيب ته وکتل او څو ځلي د غړو، همکارنو او عامو خلکو له پوښتنو سره مخ شوم نو خپل تعبیرونه مي داسي په ذهن کې ځاي پر ځاي کړل او ځان ته مي قناعت ورکړ.

  • هِلال په ټوله نړۍ کې د اسلام او مسلمانۍ یو ښکاره سمبول او نښه ده. او دا چې دا (نهاد جوانان مسلمان) دی نو خورا ښه مناسبت ورسره لري.
  • هِلال د مرستی او خدمت سمبول هم دی. لکه (هلال احمر) چې په اسلامي نړۍ د وړیا مرستي یوه نښه ده. نو دا چې نجم د الله بندګانو ته خدمت لیڅي رانغړلي او لګیا دي نو دي کې هم کوم شک نشته او مناسبت یې بیخي له ورایه ښکاري.
  • هِلال د صحت او عافیت نښانه ده. نجم خپله ټولنه له هر راز جسمي، فکري او روحي ناروغیو نه پاکه غواړي.
  • شین رنګ د تعلیم او تربیې نښه ده. نجم د تعلیم د ډګر یو مخکښ جریان دی او هڅه کوي تل د تعلیم په چوپړ کې تر نورو چارو ډیر وځليږي. د نجم لخوا ۱۳۹۶ کال د تعلیم او خدمت کال نومول شوی وو.
  • بور رنګ د اقتصاد، او په ځان بسیا نښه ده. نجم د خپل هیواد سوکالۍ او سمسورتیا لپاره د تعلیم او تخصص ترڅنګ پر اقتصاد هم غور کوي او د افغان ملت اقتصادي بنیه قوي کول غواړي.
  • او کله چې له دواړو هِلالونو له ترکیب څخه یو بل ستر هلال تر سترګو کيږي نو هغه د اسلامیت هلال دی.
  • او کتاب او یا د کتابونو سلسله چې کوم د لوګو په منځ کې ښکاري د دوامداره تعلیم نښه ده، دا مانا چې مونږ هیڅکله له تعلیم نه لاس نه أخلو او کتاب زموږ په زړه کې ځاي لري.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه قول مطابق چې وايې: اطلبوا العلم من المهد الی اللحد. نجم له لمړنۍ ورځي بیا د تل لپاره تعلیم او لا زیاتي زده کړي ته ادامه ورکوي او نسلونه د تعلیم پر نیغه لار د خپلواکۍ، سوکالۍ، او برلاسۍ هسک منزل ته رسوي. ان شاء الله

دا هغه تعبیر وو چې زما په ذهن کې راوګرځید، کیدی سي نور زیات کمالونه پکي وي چې زما فکر لا نه وي ورته شوئ. او یا هم کیدی شي له دي یادو تعبیرونو یو هم د واضع په ذهن کې نه وو.

او  دا چې د هر کال لپاره بیل نښان لرو دا بیا د کال په پلان او موخي پوري تړلي خبره ده. سږ کال د یو والی ورورلۍ (اتحاد و همدلۍ) کال دی، تیر کال د (تعلیم او خدمت) کال وو او ښایې راتلونکی بیل نوم او بیل کلنۍ پلان د کلني نښان سره ولري.

1 دیدگاه برای «لوگو زموږ د نجم»

  • آوریل 22, 2018 در t 7:47 ق.ظ
    Permalink

    قلم تان رسا باد برادر

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *