نجم ننګرهار د ( 1397 هـ شـ ) کال لپاره نوی مسؤل وټاکه

راپور: ننگرهار

د همدې هدف لپاره « جمعه » مازیګر درې بجې د جلال اباد ښار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ، د غونډو تالار ته په لسګونه نجوم راغلي وو .

د دې ترڅنګ د ننګرهار ولایت اړوند مدنې ټولنې ، د ولایتې شوری و کیلان او د پوهنتونونو استادان هم د نجم ولایتې انتخاباتو په غونډه کې د ګډون په موخه دغه تالارته راغلي وو.

غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د نجم ننګرهار د ولایتي مسؤل د ښه راغلاست په وینا سره یې دوام ومند ، دا چې یادې غونډې ته له کابله د نجم د رهبري هیئت غړي او د یاد نهاد مسؤل « حمزه مومن حکمي » رغلي وو ، نو له ډلې یې د نجم عمومي مسؤل د ننګرهار نجوموته وینا وکړه .

د ده افغان اولس لپاره نجم یوه الهي پیرزوینه یاده کړه او و یې ویل (( نجوم به هیڅ چاته اجازه ورنکړي چې ، دا هیواد و ویشي او یا ترې د پردیو د مخو د ترلاسه کولو د سیالۍ ډګر جوړ کړي. ))

د ننګرهار ولایت د ولایتي شوری مرستیال ډاکتر «  لعل محمد دراني » هم د نجم د کړنو د ستایلو ترڅنګ د یاد نهاد څخه ملاتړ اعلان کړ او وې ویل (( مونږ تل له نجم سره یو، داچې دوی زمونږ د بچیانو د اسلامي روزنې لپاره مټې رانغښتي ، نو مونږ یې هم په هرډګرکې ملاتړي یو. ))

د جمعیت اصلاح افغانستان د ختیځ زون مسئول استاد « عبدالرحیم صراف » د نجم فعالیتونه په ټول افغانستان او په خاص ډول په ننګرهار کې بې مثاله و ګڼل او وې ویل (( که نجم په ننګرهار کې خپلو فعالیتونو ته همداسې دوام ورکړي او په دې وتوانیږي چې د اولس غوښتنو ته ځواب ورکړي ، اولادونه یې په اسلامي او وطنۍ مینه وروزي نو لرې نه ده چې ، په ډیرلږ وخت کې به د دوۍ په مټ هغه اندیښنه د خیتځوالو د زړو نو نه ووځي چې ، اولادونه یې د استعمارپه لومه کې لویدونکي دي ، بیا به نو نجم د ځوان نسل د تربیې او تنظیم په یوه ښه کور بدل شي ، هغه کورچې د هیواد هر با احساسه ځوان د دغه کور غړيتوب د ځان لپاره ویاړ وګڼي.))

د غونډې دویناولو له ویناوو وروسته په ننګرهار ولایت کې د جمعیت اصلاح د مشرانو ، د ولایتي شوری دغړیو ، او مدنې ټولنو په حضور کې د نوي ولایتي مسئول د ټاکلو لپاره انتخابات پیل شول .

د هغو کسانو له ډلې چې د ننګرهار د نجومو لخوا د نجم رهبري هیئت ته پیشنهاد شوي وو درې ( ۳ ) تنه یې د نوي ولایتي مسؤل ټاکلو لپاره غوره شوي وو چې له ډلې به یې یو کس  د نجم ننګرهار د ارکانو او غړو په رائیه ټاکل کیده.

د ارکانو او غړیو له رایې اچونې وروسته « استاد امداد الله رحماني » د رایو په اکثریت د 1397 کال لپاره ، د نجم ننګرهار ولایتي مسؤل وټاکل شو ، چې د نجم منسوبینو یې د اطاعت په موخه د تکبیر نارې اوچتې کړې .

په پای کې د ننګرهار ولایت لپاره نوي ټاکل شوي مسئول استاد « امداد الله رحماني » نجمو ته لنډه وینا وکړه او له دوی یې د دغه ستونزمن کار په ترسره کولو کې د هراړخیزې مرستې غوښتنه وکړه .

په ننګرهار ولایت کی د نجم د ولایتی مسوول ټاکنه
د ننګرهار ولایت د ولایتي شوری مرستیال ډاکتر « لعل محمد دراني » هم د نجم د کړنو ستایلو وکړ
د ننګرهار ولایت اړوند مدنې ټولنې ، د ولایتې شوری و کیلان او د پوهنتونونو استادان هم د نجم ولایتې انتخاباتو په غونډه کې د ګډون په موخه دغه تالارته راغلي وو.

 

استاد حمزه مومن حکیمی د نجم عمومي مسؤل د ننګرهار نجوموته د وینا په حال

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *