لوړ ولور زموږ ټولنه کې اخلاقي فساد ته لاره پرانيزي!

عبدالحنان قریشی

موږ تل د اسلاميت ناره اوچته کړې او د همدې لپاره مو کلونه کلونه قربانۍ ورکړې دي، خو دا چې د اسلام ګټلو لپاره ځانونه نذرانه کوو، غوره داده چې له هر څه وړاندې ځانونه اسلام باندې په سمه مانا پوه کړو، لومړى په خپل ځان، کورنۍ او بيا په ګرده ټولنه کې د اسلامي قوانينو د راوستولو او د عملي کولو دنده تر سره کړو.

د اسلام مبارک دين کې يو څيز چې ډير زيات ارزښت ورکړاى شوى، او هغه څيز ته ځوان پوړ ډير هڅول شوى، هغه د نارينه او ښځينه تر منځ نکاح او واده دى، واده او نکاح ددې په خاطر هم ارزښتمن دى چې کورنۍ نظام غښتلى او بنسټيز پاتې شي، چې دا ډول اړيکې په لويديځه نړى کې د له منځه تللو په حال کې دي، بله مهمه ګټه يې دا ده چې د نکاح په صورت کې ځوانان او پيغلې له ناروا اړيکو او اخلاقي فساد څخه ژغورل کيږي، ژوند يې له خوښيو ډکيږي او همدارنګه د مسٶليت احساس ورسره پيدا کيږي.

خو بدبختانه زموږ افغاني ټولنه کې يوه ستره ستونزه چې زموږ ځوان نسل يې د دې ستر سنت د ترسره کېدلو په وړاندې مخنيوۍ کوي هغه په لور باندې د پلار او کورنۍ لخوا د زوم څخه د لوړ ولور اخستل دي، چې همدا بدمرغه کړنه ځوانان دېته مجبوروي تر څو په ټولنه کې له نورو سره خپلې ناروا اړيکې جوړې کړې او د ټولنې د بدبختۍ لامل وګرځي، چې دا کړنه له ځان سره پراخې انديښنې هم لري، په دې کار علماء چې وګړي ورته په درنه سترګه ګوري لومړۍ، مشران او بانفوذه خلک دوهم او خپله پيغلې او ځوانان په دريمه کټه ګورۍ کې مسٶل دي، دوى بايد وړاندې له دې چې دا کار نور هم پراخ شي هر اړخيز اقدامات وکړي، خلک وپوهوي، زيانونه يې ورته بيان کړي ترڅو دا ناوړه دودونه له منځه يوسې.

نړۍ کې ورځ تر بلې د رسمي شميرنو له مخې د ښځينه پوړ شمير مخ پر ډېرېدو ده، او په مقابل کې د نارينه وو ډېر شمير کې د مختلفو (جګړو، آفتونو..) له امله د کمښت کچه په ډېريدو ده، چې په راتلونکې کې دا بله ستونزه ده چې نړى ورسره مخامخ کيدونکې ده، نو پکار ده چې ددې پر ځاى چې د يوې نکاح مخنېوۍ په لوړ ولور سره کوو، د دوهمې، دريمې او څلورمې نکاح اسانه جوړېدو په فکر او هڅه کې هم شو او پرينږدو چې د لويديځ او غرب د پوچو تبليغاتو تر تاثير لاندې راشو او دنکاح پر وړاندې بيلابيلې بهانې ولټوو.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *