چېرته چې مینه وه وروري او ايثار وو!

شایق خان، رکن نجم- کابل
کابو له اتلس ساعت مزله وروسته هرات ته ورسېدو د رسېدو سره سم ورور د ښه راغلاست په پار د شپې په اتو بجو ترمینل کې ولاړ او زمونږ د سلامت لیدو پر مهال یې دا تکراروله :
‎الحمدلله ، شکر خداوند است که شما را به سلامتی رسانید.
‎دا په داسې حال کې وه چې دده په عمر ځوانان په خپل کور او یا هم نورو ځایونو کې شاید په عبثیاتو او یا هم په بل څه مصروف ول ، خو دلته دده لپاره مسئله بل څه نه مګر همدا چې ایماني ورونه یې له لرې ولایاتو څه ورتلل او دوی ته انتظار یې عبادت ګڼلو ځکه د دوی سره یې مینه د الله د رضا په پار وو !
‎د اجتماع محوطې ته د داخلېدو وروسته فضا څه بل ‌‌‌‌‌‌ډول وه ، نا آشنا څېرې آشنا معلومېدې ، د محبت او مینې فضا د ستړي مشي پر مهال ورین تندي او د ښه راغلاست دا کلمات:
‎خوش بیامدین ، الحمدلله که بخیر ببینیم
‎د ماسخوتن لمونځ مو په جماعت ادا کړ ، ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډې وخوړل شوه او ورونه استراحت لپاره خپل بستر ته ولاړل ، دسها ر لمونځ هم په جماعت ادا او د چای وروسته اجتماع ارکان په رسمي بڼه پیل شو !
‎د دوو ورځو جریان کې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو فرهېخته استاذانو لخوا درسونه وشول تر څنګ یې د معمول مطابق د دوه کلو تېرېدو وروسته د نجم ریاست انتخابات ترسره شول چې په ترڅ کې یې ځوان قائد استاذ حمزه مومن حکیمي د ددې قافلې سر لاری وټاکل شو ، دا هغه وخت وو چې د مسئولیت د درانه پېټي د بار لاندې استاذ حکیمي خپل رب ته سلګی وهلې او ورونو شعار بدرګه کاوو ، د ایثار منظر خو دا وو چې د نجم پخواني رئيس استاذ محمد مدثر اسلامي په خپله شعار ورکوو !
‎‌‌‌‌‌‌ډېرې خاطرې مو له ځانه سره راوړې ، له ټولو یې یادونه نشم کولای د استاذ حکیمي په قول چې وه یې ویل :
‎له ما چا وپوښتل چې اجتماع ارکان کې څه وي ؟
‎ورته مې ویل چې داسې یو حالت وي چې د هغې بیانولو ته الفاظ نه برابریږي، هغه باید له دې کاروان سره واوسې چې پوی شې چې اجتماع ارکان یانې څه !!
‎له یوه به یې یادونه وکړم:
‎معانقه (یو و بل ته غاړه وتل)
‎دا نو هغه مهال ترسره کیږي چې درسونه او نور تنظیمي مسائل پای ومومي ، ورونه یو و بل ته ور غاړې وځي په داسې حال کې چې سترګو کې یې اوښکې او په خولو یې د الله د رضا لپاره د مینې اظهار وي ، او له یو و بله د دعا غوښتنه کوي !
‎د ژبې ، رنګ او نورو باطلو دعوو رنګ پکې هېڅ څرک نه لیدل کېده او د علامه اقبال ددې شعر مصداق ول:
نه افغانیم و نی ترک و تتاریم

چمن زاریم و از یک شاخساریم

‎تمیز رنگ و بو برما حرام است
‎که ما پرورده ای یک نو بهاریم
‎په آخره کې د هرات ولایت د خلکو د مېلمه پالنې او ښه خدماتو د تر سره کولو په موخه مننه کوم او د الله عزوجل له درباره ورته د اجر عظیم غوښتونکی یم !
‎والسلام علیکم ورحمت الله
‎شایق احمد
‎رکن و معاون مالي نجم کابل
‎کابل ، افغانستان
1397/01/07

2 دیدگاه برای «چېرته چې مینه وه وروري او ايثار وو!»

  • مارس 29, 2018 در t 9:20 ق.ظ
    Permalink

    سلام عليکم و رحمت الله و برکاته.
    اوښکي مي رواني دي پزه کشکومه او دغه مسج تاسو ته ليکم. زړه مي ډير نازک ده او ددغه په لوستلو مي اوښکي همداسي بي کنتروله رواني دي.

    الله ج مو د هر رقم خطر سخه وساته او په مال ځان کورني کار هر سه کي مو برکت واچوه، يقينا چي تاسو د لوړ شخصيت خاوندان ياست او د الله ج سخه غوښتنه کوم تر سو راروان مجلس کي درسره ګډون وکم. په الله پاک مو سپارم.

    پاسخ دادن
    • مارس 31, 2018 در t 1:29 ق.ظ
      Permalink

      جزاکم الله خیرا وروره…
      الله جل جلاله دی دغه ستره لورینه په تاسو هم وکړي.
      نجم تاسې ته ښه راغلاست وایي

      پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *