د حضرت محمد ( صلی الله علیه وسلم ) تواضع 

 لیکونکی: حضرت نبی نبي زاده 

تواضع یا په اصطلاح خاکساري د هغه مبارک عادت وو،چې هیڅکله د پاچاهۍ او مشرۍ په دور کې  څوک دومره متواضع او خاکساره نه دی لیدل شوی .

په ځانګړې توګه په تېرو وختوکې چې کبر او غرور دځمکې د مشرانو له ځانګړتیا وو څخه وو.

محمد ص د دارنګه عاداتو څخه پاک وو. تواضع د هغه له مشهورو عاد تونو څخه وه او یو د هغه د رسالت له اهدافو څخه شمېرل کېږي ، ترڅو د بنده ګانو کبر او غرور له مینځله یو سي هغه به تل خپلو ملګراو خپلو قوم ته ویل چې (هیڅکله به هغه څوک جنت ته داخل نشي جې په زړه کې یې ذره کبر موجود وي . ۱ )

هغه مبارک خپل ژوند کې په بې ساري توک د تواضع خیال ساته، کله به چې مجلس ته دا خیل شو،نو په مجلس کې به د وروستي کس ترڅنګ کیناسته، د مجلس ټولو ګډونوالو یې یوشان برخه ورکوله، تردې چې ټولو به داسې انګیرله چې ګواکې زه ترټولو ورته نیږډې یم، یوه ورځ نبي کریم ص خپلو ملګرو اصحابو ته راغی خپله امساهم ورسره وه چې تکیه به یې پرې کوله، اصحاب کرام د هغه د اخترام په موخه ودریدل هغه مبارک ورته و ویل ( مه پورته کیږئ لکه څرنګه چې اعاجم  پورته کیږي او یو بل غټ ګڼي یعنې زما په راتلو سره تاسئ مه خوځئ آرام کینئ ځکه د اعادت زمونږ او ستاسو عادت نه دی موږ او تاسې ټول سره ورته یو .

هغه مبارک به ویل : ( زما په ستاینه کې ډیرزیاتی مه کوئ، لکه څرنګه چې نصاراوو دعیسی ابن مریم په ستاینه کې زیاتی کړی وو او د الله زوی یې ونوماوه بلکې زه چې یم یو بنده یم تل ماته وایئ د الله بنده او د هغه رسول ۲).

هغه مبارک به خپل بوټان په خپله ګڼدل او جامې به یې په خپله پیونده ولې، د خپلې کورنۍ سره یې برابر د کور کارونه ترسره کول دهغوۍ سره يې غوښ ټوټې ټوټې کوله، ډير زیات حیاناک وو هیچا ته به یې هم نیغ نیغ نه کتل .

د هر چابلنه به یې منله، که غلام به وو او که آزاد د خپلو ملګرو اصحابو سره به یو ځای په هغه ځای کیناسته چې مجلس به ختم شوی وو .

که څوک به ورسره کیناستل او خبرې به یې ورسره پیل کړې، نو ترهغې به ورسره کنیاسته ترڅو چې مقابل لوری به ترې ولاړ، کله به چې چا د څه غوښتنه ترې وکړه نو ضرور به یې څه ورکول، یا به یې په نرمو خبرو هغه ته ځواب ورکولو.

د مکې د فتحې په ورځ یو کس په داسې حال کې ورته راغی چې د هغه مبارک له ویرې لړزیده،رسول الله ص ورته و ویل، آرام اوسه زه کوم پاچا نه یم چې ته ترې وډارشې، بلکې زه د قریشو د هغه ښځې زوی یم چې وچه غوښه به یې خوړله .

که د نبي کریم ص یوازې همدغه قول وڅیړل شي، نو له ورایه ترې ښکاري چې هغه په ریښتینې توګه یو نبي وو،یو داسې رهبر چې هیواد په ټولیزه د هغه تر ولکې لاندې راغلی وو د مشرۍ او پاچاهۍ د هر ډول لقب او ټایټل څخه به یې ځان لیرې ساتي، دا داسې انسان دی چې پرته له دې چې د نبي په نامه سره وستایل شي نورې ټولې ستاینې یې ریښتینی حق نشي اداء کولۍ .

___________________________________________

۱ــ مسلم

۲ــ بخاري

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *