اجتماع ارکان مي زړه له مېني ډک کړ!

عبدالجبار مطمئن، رکن نجم-فراه

دا چې د ناهیلو، بي اعتمادۍ او کرکي په دي څپڅپانده نړۍ کې یو نهاد، یوه ټولګه او یا یوه ملګرتیا د یوچا په زړه کې د مېني زڼي وکري او د محبت پیداوار ټول کړي، دا نو د نړۍ ترټولو ستره نیکمرغي ده، دومره ستره چې د دنیا په کوټ ګوټ کې خلک ددغسي نیکمرغۍ تلاش کوي، هڅي پسي کوي، خو څه په لاس نه ورځي.

خو الحمدلله چې د نړۍ په یوه وران ویجاړ وطن (افغانستان) کې د ناهیلیو او نفرت د جګو غرونو ترشا د نجم په معنوي او ایماني دریاب کې هرکال د اجتماع ارکان خواته د مېني ډک زړونه د رڼو اوبو په څیر راروان دي او یوبل ته داسي د مېني، الفت او محبت غاړه ورکوي چې ته به وایې د میني زوکړه همدلته سوي او محبت له همدي رڼي چشمي نړۍ ته لاره میندلي ده.

دا چې زموږ خوږ پیغامبر (صلی الله علیه وسلم) د نن نه پوره ۱۴۰۰ کاله وړاندي د عربو په کرکجن چاپیریال کې د مېني دغه نیکمرغه تخم کښیناوه او بیا يې د هغه بشپړه پالنه وکړه او ثمر ته ورساوه نو دا اعتراف کوو چې د نجم دا د میني نیالګی همدا نن نه دی را ټوکيدلی بلکه د هغه ریښي سره سم چې (اصلها ثابت و فرعها في السماء) دا هستي ژوره ریښه لري او دا رېښه د مدیني منوري تر کوڅو او د مکي تر زمزم اوبو پوري رسیږي.

له هغي ورځي چې له اجتماع ارکان نه راستون شوی یم، زړه له مېني دومره ډک دی چې یوازي سترپالونکی یې اټکلولای سي، زه د مېني په دي ژور دریاب کې د ایمان بنسټ ته ځیر یم او د خپل مهربان پیغامبر(صلی الله علیه وسلم) هغه قول مي ذهن ته د ډالۍ په توګه مخي ږدم چې کله یې وفرمایل: لاتدخلوا الجنة حتی تؤمنوا، و لاتؤمنوا حتی تحابوا… الحدیث

ژباړه؛

ترهغي د الله د مېني بڼ (جنت) ته نسئ داخلیدلای ترڅو ایمانداره نشئ، او تر هغو ریښتیني ایمانداره نشئ جوړیدلای چې یو له بل سره مېنه ونکړئ.

د مېني لار د ایمان د تکامل لار ده

د مېني لار په ژوندانه کې د بریا یواځینۍ لار ده.

د مېني لار د روحي او جسمي سلامتیا لار ده.

د مېني لار د الله د نعمتونو لار ده.

د مېني لار د دنیا او آخرت د نیکمرغۍ لار ده.

د مېني لار د بشریت د ریښتني مفهوم د بشپړتیا لار ده.

د مېني لار د سوکالۍ او سمسورتیا لار ده.

د مېني لار د استقلال او خپلواکۍ لار ده.

د میني لار د عدالت او آزادۍ لار ده.

د مېني لار د صداقت او آبادۍ لار ده.

د مېني لار د بیارغوني او جوړوني لار ده.

د مېني لار د ننني بشر د قناعت یوازنۍ لار ده.

نجم ددي لاري لاروی نه بلکي ددي لاري مخکښ او سالار دی.

نجم په ګڼ کلتوریزه هیواد کې د ټولو قومونو ترمنځ د مېني تخم شیندي.

د نجم د ژبني، سمتي، قومي، او حزبي پولو هاخوا ګامونه ایږدي او د تعصب له تعفنه دومره کرکه کوي لکه یو مؤمن چې د کفر په لجن کې له لویدلو کرکه کوي.

نجم د افغان ولس د هیلو د بیا راټوکیدو یوازنۍ مطمع ده.

نجم یعني خپلي مټي خپل هیواد – اتحاد اتحاد

و من الله التوفیق

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *