نجم کې مسئوليتونه او امتیازات!

لیکوال: احمدالله خالد، د نجم رکن

دلته کيسه څه بل ډول ده ! دلته چې څوك مشر وټاکل شي د مسٶليت احساس يې له سترګو اوښکې رواني کړي او داسي فکر کوي چې غر يي په اوږو واخيست. دلته چې څوك له مشرى لرې شي خاندي، دا چې دروند بار يي له اوږو لرې شوى د ډيرې آرامى احساس کوي.

دلته خبره بې نظيره غونده ده، دلته مشري او رهبريت نه ميراثي دى او نه عمري، دلته هيڅوك د مشرۍ غوښتنه پخپله نکوي بلکه افراد يو څوك مجبوروي چې د مسٶليت دا دروند بار په اوږو واخلي.

دلته امتيازات او بدلې هم عجيبې دي !

دلته مشر او افرادو ته د کار په بدل کې پيسي او منصب نه ورکول کيږي بلکې د جهودو په بدل کې ورته د ستر او عظيم رب څخه د اجر او بدلې سوالونه کيږي . دا ځکه چې دا خلک د الله د سپيڅلې لارې لارويان او سپاهيان دي، دا خلک اوس لله الحمد په ټول هيواد کې خپاره دي او د نهاد جوانان مسلمان ( نجم ) تر نامه لاندي د خپلو سپيڅلو اهدافو لپاره کار او هڅې کوي دوى دې ژوندي او ګړندي وي، د حق په لار کې دې تل سرلوړي او بريالي وي

1 دیدگاه برای «نجم کې مسئوليتونه او امتیازات!»

  • مارس 27, 2018 در t 11:33 ق.ظ
    Permalink

    سلام عليکم.
    الله ج دي اول تاسو او بيا ټولو هغه شجاع، زکي، دلير او زړورو ځوانانو ته اجر ورکي چي په دغه لار کي هر قسم قرباني ته تيار دي او سنگه چي تاسو وويلي په بدله کي نه کومي روپي او نه کوم بل مدد تر لاسه کوي، صرف د الله ج د رضاء او د روښانه اخرت لپاره دغه کار کوي.

    پوهنتون ته روان يم او په ريل ګاډي يا ټرين کي مي دغه متن ولوست او په سترگو کي ييراته اوښکي راوستي چي تاسو زوانان ماشاءالله څومره تکړه ياست. الله ج مو نور هم ونازوه او د نورو لوړو برياوو په هيله مو.

    وسلام

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *