د نجم مرکزي شورا اتم مجلس د هرات په لرغوني ښار کې دایر شو.

راپور:هرات ولایت د رسنیو ټیم

د نجم مرکزي شورا اتم مجلس د هرات په لرغوني ښار کې، سه شنبه د کب (حوت) د میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره شو.
دغه مجلس له تلاوت وروسته د نجم د رئیس ښاغلي محمد مدثر اسلامي په پرانسته وينا پیل شو، ورپسې د تېرې ناستې پريکړې ولوستل شوې، او بیا د نجم د بیلابيلو برخو راپورونه وړاندې شول چې د مجلس د غړو له لوري يې د ارزونې تر څنګ پرې هر اړخيزه بحثونه هم وشول.
د مجلس بله برخه د نجم د ۱۳۹۷ کال پلان ته ځانګړې شوې وه چې د نجم د معاون ښاغلی عبدالواحد همت له لوري وړاندې شو او د مجلس ګډونوالو تائید کړ. پدغه کلني پلان کې يادونه شوې وه چې نجم به د کال په اوږدو کې د محصلینو لپاره ځانګړي بیلابیل خدمات وړاندې کوي، د هغوی ظرفیت سازي لپاره به پروګرامونه جوړوي او هڅه به کوي څو د تحصیل د ښه ترسره کولو لپاره په ياد دوران کې د هغوی هر اړين لاسنیوی وکړي.
د مرکزي شورا دغه غونډه، د ګډونوالو د وړانديزونو له اوريدلو وروسته چې د نجم د کار د ښه والي لپاره يې وړاندې کړل، ماښام ۸ بجې پای ته ورسیده.
د يادولو وړ ده چې د نجم مرکزي شورا په نجم کې د ارکانو له اجتماع وروسته، لوړ صلاحيت لرونکې مرجع ده چې له بیلابيلو ولايتونو څخه استازي لري، دغه استازي هر دوه کاله وروسته په اړونده ولايتونو کې د ټاکنو له لوري انتخابيږي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *