دزړه دروازي

ژباړه:بازمحمد(رحیمزي)

دزړه څلور دروازي دي،چه ددغو دروازو پواسطه دانسان په زړه کې نور هم راتلاي شي اوشرهم. مسلمان مؤمن ته پکار ده چه په دغه څلور واړو باندي کنټرول وساتي.

مثلاً:-که چیری مونږ خپلي خوني ته ځو اوګورو چه میزونو باندي خاوري پرتي دي، په لوښو او په جامو باندي هم خاوري پرتي وي نو سمدلاسه مونږ ګوروچه کوم روشندان یا دروازه خلاصه ده چه دغه خاوري دننه راغلي، او ټولي دروازی او روشندانونه بندوو چه تر څو د دوړو مخنوي وشي، نو په دغه ډول که چیري مؤمن دخپل زړه دروازي بندي او په کنټرول کې وساتي نو دده په زړه کې به دګناهونو خیري هیڅ کله رانشي.

اوله دروازه: دټولو څخه غټه دروازه دانسان سترګي دي،که چیرته سترګي ښو شيانو ته ګوري نوپه زړه کې نور راځي. مثلاً:- قرآن مجید ته کتل، دموراوپلار چهروته کتل، دصالحوعلماوو چهروته کتل ،او داسي نوروشیانو ته په کتو سره دانسان په زړه کې نور راځي، او که چیرته همدغه سترګي په غلط ډول استعمالي شي نو په زړه کې شر راځي. مثلاً: شریعت چه انسان دکومو شیانو څخه منع کړي هغي ته په کتلو سره دانسان په زړه کې تیاري راځي.

دوهمه دروازه: دوهمه دروازه دانسان ژبه ده، هر څه چه انسان په ژبه وایې د دي اثر په زړه پریوځي. که چیرته دژبي پواسطه دقرآن مجید تلاوت وشي نو په زړه کې نور راځي.اوکه چیرته دهمدي ژبې په واسطه غلطي خبري وشي نو دانسان په زړه کې تیاري راځي. لکه:غیبت،دروغ ویل،ښکنځل کول اوداسي نور… چه ددي په واسطه دانسان په زړه کې ظلمت راځي.

دریمه دروازه: دریمه دروازه دانسان غوږونه دي ، کله چه غوږونه غلط څیزونه اوري نو د دي اثر هم پر زړه غورځي. که چیري د غوږونو استعمال په صحیح ډول باندي وشي نو په زړه یی مثبت اوکنه منفي اغیزه کوی بايد په ښه طور استعمال شي.

څلورمه دروازه: څلورمه دروازه د انسان سوچ،دانسان دماغ،دانسان خیالونه ته شامله ده. دانسان په زړه کې چه کوم خیالات راځي ددي اثر مستقیماً په زړه باندي پریوزي. که چیری سوچ په نیکو خبرو وشي نو په زړه باندي يې مثبته اغیزه ړلیږي، نو خپل فکر باید همیش مثبت وساتي چه په زړه یې مثبته اغیزه وشي. که چیرته د ګډوډ خبرو په اړه ذهن مصروف وساتو نو پایلي به يې هم په زړه باندي همداسي اغیزه وکړي. نو راځي چه خپل فکرونه دالله تعالیٰ د ذکر په اړه مصروف وساتو او دالله تعالیٰ په دربار کي دادعا وکړو چه فکرونه مو سم شي.

ان شاءالله چه لږ محنت وکړو نو الله تعالیٰ په خپل نور باندي زمونږ زړونه روښانه کړي.

یاالله په خپل رحم زمونږ زرړونه قلب سلیم کړي. (آمین)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *