ټولو ځوانانو ته د نجم دبنسټ د شپږمۍ کلیزۍ مبارکي وايم

نجم د شپږمې کلیزۍ په ویاړ

لیکوونکی : عبدالله رقیبي د ننګرهار ولایت مرستیال او مستوفي

ملتونه هغه مهال پیاوړي کیږي چې ځوانان یی پياوړي او هدف مند وي، د کوم ملت چې ځوانان له زده کړو لرې، د خپل هویت ، ديني ، ملي ارزښتونو او له خپل اساسي هدف څخه نا خبر وي، نو دغه ملت د نورو په وړاندې کمزوری دی او د پرمختګ هیلې يې مړاوې دي نو له همدې کبله ملتونه کوښښ کوي چې پر خپلو ځوانانو پانګونه وکړي ترڅو د دوي فکر او ځواک پیاوړي شي. نو منظور مې دا دی چې موږ باید ځوانان د داسې بنسټونو په رامنځ ته کولو سره خپلوهغو اساسي موخو ته ورسوو چې د دین ، هېواد او ولس پر وړاندې خپل مسؤلیت وپیژني. د نجم بنسټ هدف همدا دی چې د خپل هېواد ځوانان په داسي ملې او دیني روحیه وروزي چې ددې زوریدلي ملت لپاره په هره برخه کې د خدمت مصدر وګرځي.دوي داسې ځوان غواړي چې د خپلو اسلامي مقدساتواو ملي ارزښتونو نه دفاع وکړي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *