نجم د ځوانانو هغه جریان دی چې په ملي او اسلامي روحیه سمبال دي.

لیکونکی په ننګرهار کې د نجم غړی احمد جریر رحمتي

د نجم د شپږمي کلیزی په ویاړ

د نجم موخه او هدف همدا دی چې د خپل هیواد ځوانان په داسي ملې او دیني روحیه وروزي چې ددې زوریدلي ملت لپاره په هره برخه کې د خذمت مصدر وګرځي. نجم داسې ځوان غواړي چې د خپلو اسلامي مقدساتو نه دفاع وکړي ، نه داسې ځوان چې د پردیو په لاس روزل شوي یو بی دینه ( سیکولر) چې هیڅ دیني او هیوادنۍ روحیه ونلري.

داسې ځوان چې د نورو ځوانانو لپاره یوه نمونه وي، داسی ځوان چی په خپل دین فخر کوونکې او عزتمند واوسي،داسی ځوان چې د خپل هیواد لپاره د تعلیم په برخه کې یو ستوری، او په هره برخه کې یو اتل ځوان وې. نجم داسی ځوان غواړي چې په زړه کې یې د کفر سره کرکه وي، داسی ځوان چی دهغه فعل،قول،کردار،شکل او لباس د یو بی دینه ځوان په شان نه وي لکه څرنګه چی غرب او سیکولاران یې غواړي. نجم داسې ځوان غواړی چی همیش د الله تعالی فرمان منوونکې، او د نبي صلی الله علیه وسلم په لار روان ځوان وي.

نجم داسې ځوان غواړې چې د ټولنیزو ستونزو،په هیواد کې د شته اداري فساد،رشوت، غلاوو او نورو ټولو ستونزو په واړندي چی زمونږ هیواد ورسره مخ دی یو مبارز او هڅاند ځوان واوسي.

نجم داسې یو داعی ځوان غواړي چې د ځوانو اتلانو لکه د هر یو محمد بن قاسم، اسامه بن زیاد او ارقم بن الارقم او داسې نورو په شان تکړه سالاران او داعیان وی. ددی ټولو هدفونو د لاس ته راوړلو لپاره یو داسی هر اړخیز کار ته اړتیا ده چی مونږ وشو کولای د داسې ځوانانو شاهدان واوسو. خو الحمدلله نجم په خپلو شپږو کلونو کې د دې کار لپاره په هره برخه کې داسی پروګرامونه او برنامې برابرې کړي دي چی وبه کړای شې چی په دی سره خپلو موخو او هدفونو ته ورسیږې،لکه په تعلیمي برنامو کی د معارف ستورې، غوره ځوان، د سیرت ستورې سیالیو ترڅنګ د ممتازو شاګردانو او محصلینو تقدیر، نجم طابوراو نوری ډیری برنامي برابرې کړي دي. په تربیتی برخه کي لوی او وړی اجتماعګانی ، ورزش په برخه کی ورزشي کلبونه او سیالۍ، فرهنګي برخه کی مشاعری خو خلاصه دا چی نجم غواړی په هره برخه کې داسی یو ځوان وروزي لکه څرنګه چی مخکي ورڅخه یادونه شوه، او ان شاءالله چی ډیر ژر به يې شاهدان واوسو. الله دی وکړی نجم لکه څرنګه چی ځلیدونکی دی همداسې ځلانده واوسي، او الله دی وکړی چی دي ټولنې ته داسې ځوانان وړاندې کړي چی څرنګه له دوۍ څخه هیله او ارزو کیدې شې.

راځئ چی نجم ته لاسونه ورکړو او له نجم سره یو ځاي شو. د نجم د لا کامیابي او ترقۍ په هیله

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *