نجم په خپل شپږ کلن يون کې مونږ ته زياتې تجربې را وبخښلې

حميد ارمان

د ځدراڼو قوم ټولنيزې شورا غړی

 په دې وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر نهادونه او ټولنې جوړې شوې چې ډيرۍ يې د بهرنيانو په فنډ بسيا دي او د فعاليت ساحه يې هم يوازې تر دفترونو محدوده ده او برعکس په کم شمېر ټولنې دي چې مخلص او با احساسه ځوانان په کې راټول دي، خو د فعاليت ساحه يې نسبتاً تنګه او اهداف يې هم د فعاليت په ساحې پورې تړلي دي، ولې نجم يوه داسې خپلواکه ټول شموله او افغان شموله ټولنه ده چې په خپل شپږ کلن بهير کې یې دزرګونه افغانانو زړونه ګټلي او د هېواد په کوټ کوټ کې يې د ولس باور تر لاسه کړی او ناهیلې سترګې يې د هیلو پر لور کږې کړي. نجم ثابته کړه چې موږ افغان شموله او ټول شموله یو او پدې سربېره يې ځوانانو ته د زده کړې غوره فرصتونه تهيه کړي او له ډېرو پټو استعدادونو څخه يې پرده پورته کړې او د کار لپاره يې هڅولي دي. درنښت

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *