د افغانستان ځلانده نجم!

لیکونکی: عبدالوارث سیرت

د نجم شپږمې کليزې په وياړ

بدلون، تغير او انقلابونه تل دروني منشاء لري.نجم افغاني او د افغانستان د زړه نه د ملي او اسلامي ګټو ساتلو، د سولې ټينګښت او د ځوان نسل د سمې روزنې په خاطر د سترو اهدافو درلودلو او د افغانستان نيک احساس لرونکو ځوانانو په قوي اراده د نن نه شپږ کاله وړاندى ننګرهار ولايت کى تأسیس شو.

 نجم په داسې حال کى رنګ راوړې چې د افغانستان ځوانان، د افغانستان راتلونکې او د افغانانو د اميدونو نسل، په جهل، ناپوهۍ، د تعليم نه بې برخې، او د اقتصادي، فرهنګي, اجتماعي او تعليمي فقر لاندې د ژوند شپې او ورځې تيرولې.

افغان ځوانانو د پوهې د لاسته راوړلو، هيواد ته د خدمت کولو هيڅ احساس نه درلود، او د افغانستان د مشکلاتو پر وړاندې د مبارزې نه د اوږې خالي کولو لپاره بهرنى هيوادونو ته پناه وړله. د نجم څپې په داسى وخت کى د افغانستان هر ګوډ ته رسيږى چى د افغانانو په منځ کې د بهرنيانو په لاس وهنه قومي او ژبني تعصبونه ورځ تر بلې زياتيږى. ولې نجم د دى سختيو پر وړاندى تن ورنکړ، او خپل د سولې، امن، او د تعليم انقلابي غږ د هيوا شرق، غرب، شمال، جنوب ته ورساوه، د ځوانانو د ويښولو او زدکړې ته د تشويق لپاره په زرګونو، تعليمي، فرهنګي، ټولنيزې برنامې یې وړاندې کړې چى الحمدلله د دې پيغام لرونکي کاروان د بدرګه کولو لپاره با احساسه ځوانانو د هيواد د هر ګوډ، هر قوم نه راودانګل، د نجم په لرليد کې چې( د اسلام د سمې پوهې په رڼا کې د ځوان نسل داسې روزنه او تنظيم چې د مثبت ټولنيز بدلون او ملي پرمختګ لامل شى) د خپل هيواد روښانه راتلونکى هيله ډيره کړه او د نجم د اهدافو لاسته راوړلو لپاره مالي او ځاني قربانيو ته پرته د کومې مادي ګټې د ترلاسه کولو نه چمتو شوي. د نجم د شپږ کلن سفر په نتيجه کى اسلام پاله او هيواد پاله ځوانان د افغانستان د هر ولايت او هر قوم نه په ملي روحيه ملي وحدت ته ژمن کدرى ځوانان ټولنى ته وړاندى کړل، چى هر يو يي په شخصى او ټولنيز ژوند کى نورو ځوانانو ته ښه الګو کيدلې شي. په آخر کى د نجم رهبرى هيئت، د نجم مخلصو منسوبينو او ټولو هيوادوالو ته د دې ټولنیز اسلامي او ملي کاروان د شپږمې کليزې مبارکي وايم، د الله تعالى له دربار څخه د لا ښه خدمت توفيق غوښتونکې يم.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *