نجم د ځوان نسل د هيلو کاروان!

ليکنه: عبدالحنان قريشي، د پوهنتون استاد

هغه وخت چې هيواد له يوه ناهيلي کوونکې حالت سره مخ وه، او د هيواد يو ستر پوړ (ځوانان) په دې نه پوهيدل، چې د خپل برخليک او د ژوند ټولنيز بهير له چا سره او په چا پورې وتړي، ترڅو د ځوانۍ ځواک او انرژي د هيواد د پرمختګ او د الله جل جلاله د دين د لوړتيا لپاره مصرف کړي، نو په داسې کړکيچن او مبهم ليد کې، ډيرۍ ځوانانو خپلې هيلې د قومي ټيکدارانو او نعاره وهونکو په لور وي، هغه دا چې د دوى سره د ښو او بدو توپير له منځه تللى وه، هو زما په شمول ډيرو ځوانانو د همداسې قومي ټيکدارانو سره په نامعلومو لوړو، ژورو کې تيندکونه خوړل، تل به په دې فکر وه، چې اوس مو پر کومه خوا او ولې مو بيايې!

دا به د لوى او ستر څښتن تعالى له لوري د دې ملت پر ځوانانو ستره پيرزوينه وي چې د کلونو وروسته يې په اسلام ځاريدونکې، هيواد دوسته، ژمن د ځوانانو ستر اسلامي او ملي بنسټ(نجم) ولوراوه. د ځوانانو دغه بااحساسه بنسټ د اسلام د ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم پر لاره تګ خپل منزل ته درسيدو يوازينۍ لاره ګڼي، دا بنسټ د افغان سيدجمال الدين رح د هغو سويو او ستړو چيغو چې په ختيځ او لويديځ کې يې د اسلامي امت د ويښتابه لپاره وهلې، لبيک دى.

دا را پاڅيدلى کاروان د هيواد دهغو شهيدانو او غازيانو روح ته چې خپلې ځوانۍ يې د راتلونکي نسل د ژوندي پاتې کيدو لپاره ځار کړې؛ د سکون او ډاډ ژمن بستر دى، نجم په خپل شپږ کلن يون کې د يوې پيړى مزل کړى، نجم د هيواد په ټول تاريخ کې د ځوانانو هغه غښتلۍ خوځښت دى، چې د هيواد په لر او بر کې يې زرګونو او لکونو ځوانانو ته د زده کړې، ورورولۍ او سولې، مينې او باور پيغام ورکړ، زرګونه ځوانان يې د هيواد د آبادۍ لپاره تيار کړل داسې چې د هيواد د جوړونې لاره کې ستړيا وياړ ګڼي، هو ځوانان يې په خپلو هلو ځلو له مايوسويو د هوډ، له کينې څخه د مينې، له توکم پالنې څخه د ورورولۍ، له سستۍ او ټمبلۍ څخه د کار او ځواک پر لور راوښکل. دا د هسکو شاهينان دې تل د الوت پر لور وي، وزرې يې ځواکمنې، نظر يې تيز، هوډ يې پياوړى لرې.

عبدالحنان قريشي، د نجم رکن او د پوهنتون استاد

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *