پنځه کاله بریالی یون!

لیکونکی: محمد عادل بصیرت-ننگرهار

د نجم شپږمې کليزې په وياړ

پنځه کاله مزل یې په بریالیتوب ترسره کړل او دغه دی اوس د شپږم کال په په دروازه پل ږدي.

په تېرو پنځو کلونو کې نجم زرګونه برنامې ترسره کړي دي. د ځوانانو د معنوي روزنې له نیونې په ښار او کلیو کې د پاکۍ حشرونه، د سرسبزۍ حشرونه،علمی مسابقی او مختلف نور ستر پروګرامونه یې ترسره کړل. د دې تر څنګ په مختلفو ملي او نړیوالو قضایاو کې په زغرده د خپل ملت او اسلامي امت تر څنګ دریدلي دي.

تېر پنځه کلونه که څه هم د ستونزو ډک ول، مګر د ځوانانو په کلکه اراده او عزم یې ستونزې حل کړلې او مخکې لاړ.

نجم فقط تربیې ته کار ونه وایه، بلکې د تربیې تر څنګ یې د خپل اسلامي او ملي فرهنګ د ترویج لپاره نه ستړې کیدوونکې منډې ووهلې. همدارنګه یې د ځوانانو د مشغولولو او د نشه یي توکو څخه د ساتنې په پار مختلفې سپورتي او ورزشي سیالۍ ترسره کړلې. د تېرو پنځو کلونو په یون کې یې د ځوانانو د تعلیمي او تحصیلي کچې د لوړاوي په خاطر د هیڅ راز هڅې دریغ ونکړ. ځوانان یې د مطالعې سره چې نسبتا نوی فرهنګ دی اشنا کړل.

نجم په ټول هیواد کې د معارف ستوری سیالي ترسره کړه چې نیږدې سل زره زده کوونکو پکې ګډون وکړل. نجم له هر راز تبعیض پرته د هیواد ځوانان په یو ټغر داسې کښینول چې د یو بل جدایي به هیڅکله ونشي زغملای. نجم په تېرو پنځو کلونو کې دومره ستر فعالیتونه ترسره کړل چې د ډیرو سابقه لرونکو تنظیمونو د لسیزو کار د نجم د کار نیمه اندازه هم نشي پوره کولای. دا ټول فعالیتونه د تېرو کلونو وه، مګر په ډاډ سره وایم چې په راتلونکي کې به د دې څو چنده فعالیتونه ترسره کوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *