لیکونکی:عبدالجبار مطمئن – د نجم رکن

نوم: سید جمال الدین الحسینی

تخلص: افغان

د پلار نوم: سید صفدر : چې د وخت پادشاه دوست محمد خان د دربار له نږدي کسانو څخه وو.

د زیږیدني ځاي: د افغانستان مشرقي زون – د کنړ ولایت مرکز اسعدآباد.

د زیږيدني نيټه: ۱۸۳۸  او وفات یې په ۱۸۹۸ کې شوی (افغان سید په دي سرګردانه نړۍ کې ۶۰ کاله اوسیدلی دی)

د نسب سلسله: تر حضرت حسین ابن علی کرم الله وجهه رسيږي.

لمړني زده کړي: د حضرتانو په مدرسه کې.

لوړي زده کړي: د کابل د جیدو عالمانو او پوهانو څخه.

د زده کړي فنون: دیني علوم، ریاضیات، طب، منطق، فلسفه، نظامي زده کړي.

سید جمال اولاد نه لري: ځکه هغه هیڅکله ازدواج ندی کړئ.

د علم د تحصیل سفرونه:

هند (لاهور، ملتان، دهلي) د ایران له لاري عراق (بصره، کوفه، واسط، بغداد) شام (سوریه، حلب، دمشق) بیا حجاز اوسني عربستان (مکې او مديني) ته ولاړ د حج د فریضي د اداء ورسته بيرته خپل پلارني ټاټوبي افغانستان ته راستون شو.

د کورنی دیدن:

افغان سید په کونړ کې د خپلي کورنۍ لیدو ته ورغی، وایې: پلار او مور یې د پاته کيدو غوښته تري وکړه خو هغه ویل: زه د هغه باز په شان یم چې نړۍ یې تر وزرونو لاندي وړه ښکاري او پوره پرواز کول غواړي… خو حيران یم چې تاسو څنګه زما نه دلته پاتي کیدل غواړئ؟!

ژبي:

مورني ژبه پښتو وه خو په دري، عربي، ترکي، اردو، انګلیسی او فرانسوي ژبو ښه پوهیده.

فکري لاره:

د انګریزي ښکیلاک په وړاندي مبارزه او دشرق آزادي. (آزادي ترټولو ستر نعمت دی)

د مبارزي اصلي لوري:

۱. محلي اربابان  ۲. مستبد پاچاهان    ۳. غربي ښکیلاک ګران.

لمړني دنده:

د امیر دوست محمد خان په وخت کې د هغه د زوي افضل خان د استاد او راهنما په توګه وټاکل سو.

د شیرعلي خان په لمړی دور کې: 

د یوه زړه سوانده عالم په توګه خپل رسالت اداء کول.

د افضل خان د پاچاهۍ په دوره کې:

د معارف  د وزیر په توګه ګمارنه.

د شیرعلی خان په دویمه دوره کې:

د انګریز مشاور په مشوره هند ته تبعید شو.

د تبعید وړاندي:

امیرشیرعلي خان ته د اصلاحاتو یو اوږد طومار لیکلی وو چې پکي د کابيني، مواصلاتو، مطبوعاتو، معارف، اردو او اقتصاد په هکله واضحه او ښکاره تګلاري وړاندي کړي وي. ( انګریز د ټول شرق دښمن دی خو ځکه برلاسی دی چې د شرق ټول نظامونه استبدادي او ملتونه ناپوه دي) د ملت نجات دنده د پاچاهانو لپاره یوه وجیبه ده.

افغان سید هند ته تبعید شو:

د علماءُ، متنفذینو او پوهانو سره یې ليدني کتني وکړي، په مسجدونو او عامو بازارونو کې یې ويناوي وکړي. د هند مسلمان او هندو ولس يې څنګ پرڅنګ د انګریز په وړاندي مقابلي ته راوبلل.

افغان سید له لنډي مودي وروسته له هند نه مصر ته تبعید شو:

هغه په مصر کې د مسلمان ملت د ويښتابه چاره پیل کړه چې آثار یې آن تر سوډان او ليبیا پوري ورسیدل، د سوډان د ستر مجاهد شخصیت شیخ محمد مهدي سوداني او د هغه د ملګري عثمان دقنه لارښوونه افغان سيد کړي او هغوي ته یې د بریالي جهاد تګلاره طرحه کړه او پلان یې ورته جوړ کړ چې بيا کامیابه هم شو. او همدارنګه په لیبیا کې مجاهد شخصیت (عمر المختار) ته د ښکیلاکګرو خلاف د افغان سید سپارښتني رسیدلي وي.

خو هغه په مصر کې ډیر تم نشو او ډیر ژر له هغه ځایه د اسلامي خلافت د مرکز آستاني (استانبول) په لور وخوځيد.

په ترکیه کې:

هغه د روڼ آندو سیاسیونو، زړه سواندو عالمانو او ويښو ځوانانو سره وکتل او ترکي ژبه یې زده کړل، هغه په دولتي مطبوعاتو او نشراتو کې د ويښونکو مقالو نشرول پيل کړل. افغان سید ډیر ژر مشهوره شو او د خلافت د معارف د مشاور په توګه په کار وګمارل شو.

هغه به د اسلامي نړی وروستي خلیفه (عبدالحمید ثاني) ته نيکي مشوري ورکولي او په پوره ایمان او اطمینان به یې د نظام په منفي ټکو نیوکه کوله.

تیودوز هرتزل او یهودي پلاوی:

کله چې د اسلامي خلافت دربارته د یهودانو هغه ډله راغله چې د فلسطین په خاوره کې يې د میشتیدو غوښتنه وکړل نو د سلطان عبدالحمید ثانی قاطع او غاښ ماتی ځواب د افغان سید په مشوره ترتیب شوی وو.

خو ځايې ملایانو هغه په ناحقه تورونو تورن کړ او په دولتي چارواکو باندي له خپل نفوذ نه په ګټي هغه له ترکيې وایسته او بيرته مصر ته لاړ.

دویم ځل مصر:

په پښتو کې یو متل دی چې وايې نعمت پس له زواله معلوميږي – نو چې کله افغان سید له مصر نه وتلی وو نو مصریانو ته پته لګيدلي وه چې څومره ستره شتمني يې له لاسه ورکړي ده نو ځکه افغان سید په مصر کې دا وار د تود هرکلی سره مخ شو. هلته د خان خلیلي په سيمه کې کور ورکول شو او په الأزهر کې د استاد په توګه وټاکل شو.

افغان سید دا ځل هم د مسلمان ولس د ویښتابه هڅي جاري وساتلي خو توپير په دي کې وو چې دده ټولي مقالي به دده د شاګردانو په نامه نشريدلي، دي کار دوي ګټي لرلي، لمړی داچې د چارواکو غبرګون یې ډیر نه پاراوه او دویم داچې شاګردان هم د استاد په شکل د سوز او ګدازه ډک تربیه کيدل د هغوي احساس وده کول.

مشهور شاګردان:

محمد عبده، سعد زغلول، عبدالرحمن کواکبي، سید رشید رضا، او…. امام حسن البناء

په مصر کې د لس (۱۰) کاله پاته کيدو وروسته په ۱۸۷۹ کې هند ته تبعید شو.

دویم ځل هند ته تبعید:

افغان سید په هند کې داوار بيا د ولس په ویښتابه لاس پوري کړ او د خپل نړیوال شهرت په واسطه یې ژغ ډیر ژر د هند تر ليري څنډو پوري ورسید او په عامو خلکو کې د ښکیلاک په وړاندي د خوځښت نښاني ښکاره شوي، انګریزي ښکلاک دا وضعیت نشو زغملاي نو ځکه یې افغان سید له هند نه لندن ته تبعید کړ، هغوي داسي انګيرل چې سید به په لندن کې له یوي خوا د انګریز د قدرت او شوکت او دبدبي تر تأثیر لاندي راشي او له بلي خوا به یې د اوریدونکو شمير کم شي او په دي توګه به یې ژغ خفه شي!

لندن ته تبعید: افغان سید نه د هغوي دنګو بنګلوته و کتل او  نه یې د هغوي دبدبي ته حیرانتیا وښوده بلکه د خپل ځپل شوي شرق د ویښتابه سوچ یې وکړ او هلته یې لمړی د (ضیاء الخافقين) اخبار نشرول پيل کړل.

د لندن حکومت له سیدجمال نه سخت په ډار وو:

هغوي غوښت چې افغان سید مهار کړي او په خپله ولکه کې يې راوړي.

د لندن والو هڅي:

هغوي ده ته د ډيرو سترو منصبونو سپارښتني وکړي، آن د سوډان د پاچاهۍ سپارښتنه یې هم ورته وکړه خو هغه هیڅ هم و نه منل (دا هغه وخت وو چې د افغان سید شاګرد شیخ سید محمد مهدی سوداني د خرطوم ښار سخت محاصره کړی وو) په پاي کې له لندن نه کډه شو او د فرانسي پاریس ښار ته ولاړ.

په فرانسه کې:

افغان سید په کال ۱۸۸۳ کې د شرق د ویښوونکي نشریې (عروة الوثقی) نشرول پيل کړل چې له (۱۸) ګڼو وروسته د فرانسي حکومت د ډار احساس تري وکړ او هغه یې ودرول.دا داسي اخبار وه چې د ټول شرق د ویښتابه پيغام پکي خپريده او په عربي او اسلامي نړۍ کې يې یو ستر انقلاب رامنځته کړئ وو.دا اخبار به د اسلامي نړۍ پوهانو لاس په لاس ګرځاوه او په مجلسونو کې به لوستل کیده.

د عروة الوثقی له بندیدو ورسته:

افغان سید هوډ څرګند کړ چې حجاز ته ولاړشي، لمړي نفلي حج اداء کړي او بیا له هغه ځایه خپل فعالیت ته ادامه ورکړي.

ایران ته سفر:

په دي وخت کې د ایران پاچا اروپا ته راغلی وو او چې کله افغان سید ورسره وکتل نو سخت یې د افکارو تر تأثیر لاندي راغی… د ایران پاچا، افغان سید ته ایران ته د تلو بلنه ورکړه او د اسلامي نړۍ لپاره د ده د سترو پلانونو د اجراء قول یې هم ورسره وکړ.

افغان سید په ایران کې د روڼ آندو او د حکومتی دربار د لوړ پوړو چارواکو سره ولیدل ځيني سخت تري متأثره شول او ځيني سخت تري وويردل او افغان سید یې خپلو منصبونو ته خطر وباله او له لمړۍ ورځي یې دده په تخریب لاس پوري کړ.

روسیې ته سفر:

افغان سید د ایران په استازیتوب تزاري روسیې ته سفر وکړ او هلته یې د ایران په ګټه بریالي مذاکرات وکړل او برلاسی راوګرځيد. خو

د عراق بصری ته تبعید:

د افغان سید برلاسه راګرځيدل د دربار نږدي کسان سخت په ډار کې واچول او پاچا ته یې داسي څرګنده کړه چې ګویا افغان سید ستا پاچاهي ته سترګي نيولي!!

د ایران ناپوه پاچا سخت په غوصه شو او افغان سید یې سپک کړ، لنګوټه يې ورته خرابه کړه او بيا يې لاس تړلی په غاطر سپور کړ او د ایران له نجسي خاوري يې د عراق بصری ته یي وییست.

افغان سید د خپل نیکه حسین ع په شان مظلوم وو او په ډیر بد حالت کې له عراق نه ترکیې ته ځان ورساوه خو هلته هم دده د بخت ستوری د ناپوهو او لنډه فکره درباریانو له لاسه و نه ځليد او له سختي خواشینۍ د زامي د سرطان په ناروغی اخته شو.

په ترکیه کي نظربنده:

د ژوندانه په وروستیو کلونو کې هغه ډیره هڅه وکړه چې د خپلي تداوي لپاره اروپا ته سفر وکړي خو هیڅکله درباریانو دا اجازه ورنه کړل او په (۱۸۹۸) کې په ډیر غربت او جلاوطنۍ کې وفات شو.

د افغان سید تابوت په کال ۱۹۴۴ کې د ترکيې څخه په یو لړ شانداره مراسمو کې خپل پلارني ټاټوبي افغانستان ته راوړل شو او د کابل د پوهنتون په انګړ کې په رسمي توګه خاورو ته وسپارل شو.

د سید علمي آثار او مقالي خورا ډيري دي چې ځيني يې په دي توګه نومولی شو: تتمة البیان في تاریخ الافغان ، ضیاء الخافقین ، عروة الوثقی او داسي نور.

اقول قولي هذا استغفر الله لي ولکم ولسائر المسلمین.