په ننګرهار کی د معارف د آسمان ځلانده ستوري د نجم لخوا په ستاینلیکونو ونازول شول

راپور: د ننګرهار ولایت نجم د رسنیو ټیم

دا چې په ننګرهار کې څو اوونۍ وړاندې د ښونځیو څلورنیم میاشتینۍ ازموینې پایته ورسیدلې، او ترې لس ورځې وروسته پایلې هم اعلان شوې .

نو نجم « نهاد جوانان مسلمان » ننګرهار څانګې بریاليو زده کوونکوته،د جلال اباد ښار په زړه ،اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ستاین غونډه برابره کړې وه ، ترڅو په ښو نمرو بریالیو شویو زده کوونکوته، د ستاینلیکونو په ورکړې هغوی تشویق او لانورو زده کړوته وهڅوي .

دغې ستاین غونډې ته د جمعیت اصلاح افغانستان د ختیځ زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف ، د ننګرهار د ځوانانو چارو آمر مطیع الله احمدزی،د ننګرهار اصلاح غږ راډیو همکار پیاوړی ژورنالست عبدالحکیم تاند، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ آمر سید امرالله امید ترڅنګ د ګڼو لېسو مدیران او د معارف ریاست استازي راغلي وو.

د غو مشرانو په خپلو خبرو کې د نجم کارونه وستایل او دغه کړنه یې ورته د هیواد په پرمختګ او د تعلیم په برخه کې یوه نه هیریدونکې لاسته راوړنه وبلله . د ځوانانو چارو آمر مطیع الله احمدزي په خپلو خبرو کې د ځوانانو په لاس د ځوانانو تشویق، یو بریالی نوښت وګاڼه ، او ډاډ یې ورکړ چې، د ځوانانو چارو امریت تل د دغو ځوانانو په خدمت کې دی او همیش به یې په ننګه ولاړ وي. د خصوصي لېسو په نماینده ګۍ د دغې لېسو د شورا منشي ، « قاري فقیرسید الهاشمي » خبرې وکړې او د لوستو ځوانانو دغه شان تشویق یې د معارف په برخه کې یو سترګام وګاڼه .

د یاد پروګرام په وروستۍ برخه کې د همدې مشرانو په لاسونو، هغو په لسګونو  زده کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول، د چا په ویاړ چې دغه غونډه برابره شویې وه .

د یادونې وړ ده چې نجم له دې وړاندې هم د ټول هیواد او ولایتونو اړوند، مختلفې سیالۍ او تقدیرغونډې ترسره کړي چې، د معارف ستوري ملي سیالۍ یې چې په زرګونه زده کوونکو پکې ګډون کړی وو ښه بیګه ګڼلی شو.

1 دیدگاه برای «په ننګرهار کی د معارف د آسمان ځلانده ستوري د نجم لخوا په ستاینلیکونو ونازول شول»

  • مارس 6, 2018 در t 3:52 ب.ظ
    Permalink

    ستاسې هڅي او لاسته راوړنې د ستايلو وړ دي په ننګرهار کې د ترسره شوي ممتازو زده کوونکو د تقدیر غونډې ګډونوال مو اوم واقعآ چې ښکلی او دعلمي کچې دلوړولو برنامه مو جوړه کړي وه ډير زيات تري متاثره شوم په اينده کي درته د لا ښه خدمت کولو هيله لرم

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *