ولی به ښاروالي ګرم نه وي؟

لیکوال: حبیب الله حبیبی

ښاروالۍ که څه هم له ډیره وخته راهیسی په خپلو فعالیتونو کې پاتې راغلې او ترډیره هیوادوال او خلک د ښاروالۍ له کړو فعالیتونو څخه خوښ نه ښکاري او پر ښاروالۍ یی یقین او باور هم نور نو پای ته رسیدلی چې دا یو ښکاره او څرګند حقیقت دی چې هیڅ څوک ترې سترګې نشي پټولی.

اما له بله پلوه باید دا هم ووایو که د ښاروالې مسؤلین خپل مسؤلیت په درست او صحیح ډول ندي اداکړي او په خپلو فعالیتونو کې پاتې راغلي دي. اوس نو دا پکار ده چې ووایو هیوادوالو څه کړي دي؟

ګرانو او قدرمندو هیوادوالو او ښاریانو! اوس نو تاسې خپل سر ګریوان ته ننباسئ او له ځانه سره محاسبه وکړئ چې تاسو څه کړي؟ آیا لدي پرته چې د کور ښځلي او چټلي مو په ویالو کې اچولي وي بل څه مو کړي او کنه، آیا لدي پرته چې د میلې او چکر پرمهال له ملګرو سره د خوراک او څښاک بقایا مو په پارکونو، چمنونو او عامه سرکونو کې اچولي وي، بل څه مو کړي او کنه؟ آيا کله مو له ځانه پوښتنه کړې ده چې د کور، کلي او ښار پاکوالی یوازې د ښاروالی د مسؤلینو پرغاړه ده او زمونږ هم پکې کومه برخه او حصه شته او کنه؟ آیا کله مو خپلو بچیانو، نوجوانانو او ځوانانو ته دا نصیحت او خبره کړی چې څرنګه د کور په داخلي ماحول، د کور څخه د باندی ماحول لکه ښوونځي، پوهنتون، مدرسه، جومات، کوڅه او نورو کې د پاکوالي خیال وساتۍ؟ آیا دوۍ ته مو دا وینا کړې چې پاکوالی څومره اهمیت لري او ولې باید د پاکوالي خیال وساتل شي؟ آیا کله مو خپلو بچونو ته دا نصیحت کړی چې د پاپړو، چنچورو، چوشکي، سوپ، آش، بیسکټو او نورو خوراکي توکو پاکټونه او قطۍ چیرته واچول شي؟ او ولۍ واچول شي، که وانچول شي نو څه بدې پایلې به ولري؟

نه!! نه!! هیڅ کله نه، او ولې به دا ووایی: ځکه چې دی په خپله د پورته خبرو خیال نه ساتي؟ سګرت څکوي او پاتې شونې یی د سرک پرسر اچوي، اوبه یا نور مشروبات څکي او قطي یی په ویاله کې اچوي، یو نیم معتبر خلک خو چې په لکسو ګاډو کې ناست وي بیا نو په ډیر کبر او غرور سره د خپل موټر شیشه ښکته کړي او د مشروباتو او خوړل شویو شیانو پاتې شوني په سرک ورګوزار کړي، نو داسی شخص به څرنګه خپل اولاد ته ووایي چې ته دا کار وکړه او دا مکړه.

اوس نو ولې به ښاروالۍ ګرم نه وي؟
ځکه چې ښاروالۍ ستا د کور خځلې او ګندګۍ پاکوي، ستا د تګ راتګ لپاره سرکونه، کوڅې او ویالې پاکوي، ستا د ناستيې او چکر لپاره عامه پارکونه او تفریح ځایونه پاکوي، ځکه چې ته ډیر پاک او منزه یې، بدبویي خو دې لکه دښمن دی او کرکه تری کوې، خو کله دې داهم ونه ویل چې دا ګندګي او بدبویي له کومه کیږي، او څوک یی کوي؟ ته به ولې دا وایې ځکه چې ته پوهیږې دا ستا کار دی. ځان پاک کړئ او چاپیریال ککړ.

دا یو ښکاره حقیقت دی چې زه باید ورته اشاره وکړم، او هغه داچې زمونږ ډیری هیوادوال د خپل کورونو خځلې د خپلو کورونو ترڅنګ شته ویالو کې اچوۍ چې دا حالت ما په خپلو سترګو لیدلی، نصیحت مې ورته کړی، په بدو پایلو مې خبر کړی ولې بیا هم څوک د عمل نشته، دا حالت مې ډیر ځوروي حتا تردې چې د دغې لیکنې لیکلو ته یی مجبور کړم.

ګرانو هیوادوالو! راځئ چې نور نو دې حالت ته نه ووایو، یو بل سره لاس ورکړو او د خپل کور، کلي او ښارونو په پاکوالي او سمسورتیا کې خپل مسؤلیت ادا کړو. له مختلفو ساري او ویروسي ناروغیو څخه خپل ځانونه، کورنۍ او هیوادوال وژغورو او بلآخره یو ښکلی ، سمسور له مینې او صمیمیت ډک ژوند ولرو.

په درنښت

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *