ښځه او حجاب په اسلام کې

عبدالجبار مطمئن – فراه

د حجاب د اونۍ په مناسبت

یوه له پیچلو نړیوالو قضایاوو نه چې نن سبا یې په ټوله نړۍ کې ځان ته پام را اړولی د مسلماني خور حجاب او پوړنی دی، بلکه دا اوس یوه نړیواله  سیاسي قضیه جوړه شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه ځانګړي غونډه راغواړي ترڅو د مسلماني خور د حجاب او پوړني پر هغو (خطرونو) و ژغيږي چې نړیوالي سولي او أمنیت ته یې ګواښ متوجه کړی دی!

ځینو نړیوالو مؤسساتو ان خبره تردي پوري رسولي چې د حجاب مسئله د مسلمانانو یوه نشنلسیتي او تعصبي قضیه وشميري تردي چې ځینو غیراسلامي هیوادونو په خپلو دولتي ادارتو کې د حجاب لرل منع کړل او ان ځیني اسلامي هیوادونه لکه ترکیه او ټونس تردغه لا وړاندي لاړل او په حجاب یې په رسمي دفاترو، مکاتبو، پوهنتونونو کې سخت بندیزونه ولګول!!

ځینو کارپوهانو د حجاب مسئله بابیزه وګڼل او داسي و انګیرل چې ګواکي لویدیځ د حجاب له مسئلي ګټه پورته کوي او غواړي مسلمانان په دغسي مسائلو کې ګیر کړي تر څو نورو ژورو او ارزښناکه مسائلو ته یې هیڅ پام ونه ګرځي!!

خو ځینو د حجاب مسئله یوه له هغو مسائلو وشمیرل چې په خپل ذات کې ارزښتناکه ده او نه  ښایې چې مسلمانه خور او لور له الهي نظام پرته نورو باندي عمل وکړي او حجاب ترپښو لاندي کړي. د یوي مسلماني خور لپاره حجاب د هغي د اسلام ته داخليدو دروازه ده، هرکله چې یې حجاب خوندي وو نو دین به یې خوندي وي خو چې کله یې حجاب لمنځه لاړ نو دین خو یې هم سمدلاسه له لاسه سست سو!

که مسلمانه نړۍ د حجاب مسئله بابیزه وګڼي نو ډیر ژر به دښمنان دي لاري ته ادامه ورکړي ترڅو له ټول دين نه زموږ او یا زموږ د بچیانو لاس وکاږي!

آنحضرت صلی الله علیه وسلم د مسلماني خور د حجاب په هکله په بیلابیلو أحادیثو کې ارشادات فرمایلي دي:

یو وخت کې سلماء بنت أبي بکر ته وویل: یا أسماء، ان المرأة إذا بلغت المحیض لم یصلح لها أن یری منها إلا هذا و هذا – و اشار الی وجهه وکفیه. آنحضرت به اسماء دختر حضرت ابی بکرگفت: ای اسماء، دختر وقتی به حیض برسد، مناسبش نیست که غیر از اینجا اینجا یش دیده شود –

آنحضرت صلی الله علیه وسلم د حضرت ابوبکر لور اسماء ته وویل: چي کله یوه  انجلۍ حیض ته ورسيږي نو نه ښایې چې بغیر له دغه ځاي او دغه ځاي يې بل ځاي ولیدل سي. او خپلو لاسونو او مخ ته یې اشاره وکړه. او له هغه ځایه چې د حجاب پوره تاکید سوی ددي لپاره چې د ښځي زینت او ښایست نورو غیرمحرمو ته ښکاره نسي نو په همدغه اندازه باید د زینت له بهرني اسبابو هم ډډه وکړي لکه زرینه او پړکونکي جامه چې د خلکو نظر جلبوي او د عطر له کارولو هم باید ليري وسي ځکه خوږ نبی صلی الله علیه وسلم فرمایې: کل عین زانیة، والمرأة اذا استعطرت، فمرت بالمجلس، کذاوکذا – هره بده سترګه (بد نظر) زنا کونکي ده، او ښځه چې کله عطر ووهي او په کوم مجلس باندي تیريږي نو هغه دومره دمره ګناه کړي ده!

او په بیلابیلو روایاتو کې د ښځینه وو لپاره د جلباب أمر سوئ او جلباب یوازي کمیس او پرتوګ ته نه ويل کيږي چې بدن پري پټ وي بلکي جلباب هغه غټ پوړنی دی چې د ښځي له سر نه بیا تر پښو پوري ټول بدن پکي پټ دی او د بن لوړه ژوره یې کامله پټه کړي ده – د جاهلیه په دوره کې به آزادو ښځو هم د کنیزو غوندي مخونه لڅول او ناروینه وو به ورته کتل او  دي کار ډیري فتني راولاړي کړي وي چې پاک پروردګار اسلام راوړ او خپل پيغمبر ته یې داسي امر وکړ چې آزادي ښځي دي خپل جلابیت یا پوړینیان پر خپلو ځیګرونو باندي د بهر وتلو په وخت کې را ځوړند کړي.

خو سر بیره پر هغه ښځینه ته پکار ده چې ان د خپلو محارمو (پلار، ورور، زوي، اکا او ماما) څخه د خپل بدن هغه فتنه انګیزه اندامونه پټ وساتي او آن په کور کې د خپل حشمت او حیاء خیال وساتي.

حجاب د ښځي لپاره په هر حالت کې خير او ښيګڼه ده او هغه له دي ساتي چې د خلکو دلاس نانځکه دي وي او خلک دي لوبي پري کوي، او هغه کسان چې د حجاب سره مخالفت څرګندوي په حقیقت کې غواړي د خپل شهوت هلي او آرزوګاني د نورو خلکو په خویندو او لوڼو پوره کړي، هغوي غواړي د ښځو هغه اندامونو ته وګوري کوم چې یوازي د هغي د میړه لپاره ځانګړي شوي دي.

آیا حجاب د مسلماني خور د پوهي کچه را ټيټوي؟ او آیا یوه حجاب ناکه تر بي حجابي په علمي ډکر کې شاته پاتيږي؟ آیا حجاب په وظیفه کې د صداقت  ریښتینولی کچه ټيټوي؟ آیا حجاب د ټولني د پرمختګ مخه نیسي او که یې په مخ بیایې؟ آیا حجاب د یوي خور په وړاندي له بدو سترګو و ازارونو په وړاندي سپر دی که نه دی؟ آیا حجاب ناکه خور له ټولنیزو سترونځو لیري ده که بی حجابه؟

ددي ټولو پوښتنو ځوابونه د حجاب مخالفینو ته یو په یوه معلوميږي خو ددوي موخه د حجاب له ليري کيدو څخه د ټولني خیر او کامیابي نه ده او نه دا ده چې بی حجابه ښه کارونه کولی شي او یا دا چې پيشرفت به بی حجابۍ کې دی بلکه ددوي موخه داده چې هغه ښځينه چې ددوي پر شاوخوا د کارکونکي او یا خدمت کار په توګه کار کوي باید داسي وي چې دوي خوند تري واخیستلای سي! ان ځیني د ښځينه له یوازي شتون نه مشبوع شوي او نور پام نه ورته کوي او غواړي چې د شتون سربیره یې د بدن غړي هم بربنډ وي ترڅو د غریزي یو بل پوړ هم اشباع شي!! هغوي د ښځينه د بدن غړو ته کتل غواړي او د هغي حشمت او حیاء لمنځه وړل غواړي او په پایله کې له هغي نه خپلي ناوړي او ناروا جنسي موخي ترسره کول غواړي لکه څنګه چې دا خبره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په هغه ټولنو کې ثابته شوي چې ځانونو ته پرمختللي واي.

همدغه میاشت په آمریکا کې د یوه شهوتران ډاکټر (لیري نسار) لخوا د جنسي تيري تر ټولو ستر ریکورډ ثبت شو چې په څه باندي ۲۵۰ هغو انجوڼو باندي يې تیری کړئ وو چې د ورزش په نازکه او تنګه جامه کې ورته راغلي وي! او دا عدد لا نور مخ په زیاتيدو دی چې ځيني اټکل کوي ددی تیری قربانیان به تر ۴۰۰ پوري ورسيږي، ځکه د اعتراف لړۍ په کراره کراره په لوړیدو ده!

تاسو فکر وکړئ که دي ښځو حجاب لرلاي او په کامله حیاء سره یې د محرم په حضور کې ددي ډاکټر سره لیدلاي نو داسي پيښه به هیڅکله نه رامنځته کیدل. خو د امریکا د بی خرته آزادۍ په برکت داسي اړیکي په کلونو کلونو دوام کوي او ډیری انجوڼي له خپله شرمه بیا هغه څه چې ورسره شوي نه په ډاګه کوي او داسي یوه شرمیدلي کړنه د امریکا په تاریخ کې ثبتېږي.

خو د امریکا حیوان صفته حاکمیت لا هم د مسلماني خور حجاب ته په بده سترګه ګوري او غواړي دا ستره بدنامي له خپله ځانه ليري کړي او د کوم مسلمان هیواد غاړي ته يې ورواچوي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *