راځئ چې نبوي اخلاق راژوندي کړو!

عبدالجبار مطمئن – فراه

خوږه خندا د مېني زیږنده ده، او مینه د پاک رب د رحمتونو د اوج (جنت) کیلي ده، آنحضرت صلی الله علیه وسلم فرمایی: لاتدخلوا الجنة حتی تؤمنوا و لاتؤمنوا حتی تحابوا… ترهغي جنت ته نشئ داخلیدای ترڅو مو ایمان نه وي راوړئ، او ایمان نشئ پوره کولای ترڅو  یودبل سره مېنه ونکړئ.

مینه د مسلمانانو ترمنځ د الفت، محبت او ټولنیزي اړیکي پیلامه ده، او جنت ته د داخلیدو بهانه، نو ښایي چې یو مسلمان خوشرویه، نیک مزاجه وي او په ځانګړي ډول د نبوي اخلاقو په ګاڼه سمبال وِي، خوله یې له نیک کلامه ډکه او ښکلي تبسم یې په شونډو رسم وي، نه داچې تروش تندی یې نيولی وي او پوچه خوله یي د مار د نیښ په شان خلک آزار کړي او هري خواته وخوځيږي!… داسي چې ډیری خلک تري له دي ډاره تري لیري سي چې کومه نابابه یې ترخولي راته و نه وزي!!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: المؤمن یألف و یؤلف، و لا خیر فیمن لا یألف ولا یؤلف، و خیرالناس أنفعهم للناس.

ژباړه: مؤمن مینه پال او مینه ناک وي، او څوک چې مینه پال او مینه ناک نه وي نو ښيګڼه پکي نسته، او بهترین د خلکو هغه دی چې خلکو ته زیاته ګټه ورسوي.

آنحضرت صلی الله علیه وسلم فرمایې: تبسمک في وجه أخیک صدقة. د مسلمان ورور په وړاندي ستا خندا (د نیکۍ په تله کې) صدقه ګڼل کیږي. نو چې په تبسم او وړه خندا کې دومره ژوره ګټه او دومره ستر ستر ثوابونه شته نو ولي به یو مؤمن تري غافل پاته کېږي؟

او پوهان وایې: خوږه خندا داسي سرمایه ده چې د هر غریب کور کې پیدا کیږي او دومره ارزښتناکه ده چې هیڅ ثروتمند او بډای تري بي نیازه نسي پاته کیدای.

نو ددي لپاره چې د وړونو او ملګرو ترمنځ مینه زیاته سي، آنحضرت صلی الله علیه وسلم ځیني ډیري اسانه لاري چاري په نښه کړي چې یوه یې ده ( افشوا السلام بینکم)  ترمنځ مو سلام رواج کړئ یو بل ته په مینه سلام وکړئ چې مینه مو زیاته شي… او بل ( تهادوا تحابوا)  یوبل ته ډالۍ ورکړئ مینه به مو زیاته سي.

تبسم د نبوي سنتونو څخه یو نیک سنت دی راسئ چې دا اسانه او ارزښتناکه سنت بیا راژوندی کړو –موږ مسلمانانو او بیا په ځانګړي ټوګه ځوانانو ته ښایې دا د جنت اسانه لار له لاسه ور نه کړو او خپلو ملګرو ته په وړو ډالیو دا سنت ژوندی کړو او د دنیا او آخرت خوشحالي خپله کړو.

ټولو لوستونکو ته د میني او نیکو پیرزوینو په اظهار.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *