ژباړه: عبدالجبار مطمئن

لمړی وايې:آیا ته د زوکړي وروسته په ژوندون باندي باور لري؟

دویم وايې:بلکل همداسي ده، مونږ داسي یوي نړی ته تلونکي یو چې ډیره لويه ده او مونږ تاسي هري خواته پکې تللای شو، په خپله خوله باندي خوراک کولای شو.

لمړی: دا هیڅ امکان نه لري، زما او ستا غذا یوځاي ده، او هغه هم له داسي رسۍ (واښکي) څخه چې ډیره لنډه ده او اوږدوالی یې دباندي نه رسيږي. دا ممکنه نه ده چې بله دنیا دي هم وي، که بله دنیا شته نو ولي هیڅوک تري ندي راغلي چې مونږ ته یې واقعیت بیان کړي؟! دا څنګه ومنم؟

دویم : څومره ښه، زه به مې مور هم په خپلو سترګو ووينم…

لمړی: مګر ته د مور په وجود باور لري؟؟

دویم:هوکي مونږ یوه مور لرو چې زمونږ پالنه کوي.

لمړی: که مور شته نو ولي يې زه نه وينم؟ چيرته ده؟

دویم: زما په آند مور هرځاي ده، زموږ شاوخوا او ګردچاپيره!

لمړی:نه نه زه چې مور نه وينم نو پوهېږم چې وجود هم نه لري.

دویم: که چپه خوله کښيني او ښه سوچ وکړي نو پوه به شي چې مور شته او شته والی يې احساس کيدلای شي….

(دا مکالمه ډیره اشنا ده!!! نن سبا زموږ چاپیریال کې څیني دغسي پوښتني او ځوابونه سره رد او  بدل کېږي!!)