ځوانان او د دندې پیدا کولو ستونزه

مدثر اسلامي

که له یو پلوه هیواد کې د بیکاري لوړه کچه او په بازار کې د دندو کموالی د دې لامل شوي چې ډیری ځوانان، په ځانګړي ډول نوي فارغان، بې دندې پاتې شي، له بلې خوا د دندې موندلو او لاسته راوړلو له پروسې سره نابلدي او د نامناسبو دندو ټاکل د ځوانانو د وزګارتوب له اسبابو بلل کیدلای شي.

ګڼ شمیر ځوانان د خپلو وړتیاوو سنجولو او مناسبې دندې د لټولو څخه وړاندې لومړی د واسطې او رابطې په پیدا کولو ځان ستړی کوي. هیواد کې شته اداري فساد او د اصولو او قوانینو تر پښو لاندې کیدل کیدای شي د دې کار یو دلیل وي.

واسطه او رابطه په خپل ځای مهمه ده خو هغه مهال ګټوره تمامیدلای شي چې یو کس د اړونده او مناسبې دندې لپاره لازم اسناد سپارلې وي او د دې لپاره چې د ګمارنې مسئولین ورسره درغلي ونکړي یا یې اسناد له پاملرنې ونه غورځیږي، د سپارښتنې لپاره د اغیزمن شخص یا اشخاصو لټه کوي.

د کار بازار سروې ګانې ښيي چې د بیلا بیلو تخصصونو فارغانو ته د دندو د نشتون تر څنګ د کار بازار کې دا ستونزه هم د پام وړ ده چې د ځینې مهمو مسلکونو لپاره د اړونده مهارتونو والا کاریګر پیدا کول ستونزمن دي. دا ستونزه تر ډیره د هیواد په تعلیمي نصاب کې د حرفو د زده کړې له نشتوالی او له ښوونځي څخه وروسته د تخصصي حرفوي لنډمهاله او منځ مهاله رشتو له کموالي څخه راولاړه شوې ده.

نن سبا چې د دولت او غیر دولتي ادارو نږدې ډیری برخه دندې د مالیې وزارت له لوري د وړاندې شوي معیار (NTA) په اساس برابرې شوي، د اړونده او مناسبې دندې موندل د دندې پیدا کولو کې د بریا لومړی ګام دی. د دې معیار په اساس هغه نوماندان چې د تحصیل کچه او اړونده کاري تجربه یې د دندې له شرایطو سره برابره نه وي، آن د دندې لپاره په ازموینه کې د شاملیدو اجازه نلري.

د دې پر ځای چې تاسې د دندې موندلو په ویب پاڼو یا اعلان ځایونو کې ترسترګو کیدونکې هرې دندې ته اسناد وسپارئ، غوره ده چې لومړی خپلو زده کړو او تجربې ته په کتلو داسې دنده پیدا کړئ چې هم یې شرایط ستاسې له ځانګړتیاوو سره نږدې والی ولري او هم ستاسې لپاره د تخصص او کاري وضعیت له مخې مناسبه وي. د دې دوه ټکو پام کې نه نیول یا د دندې لپاره په ازموینه کې د شاملیدو لپاره ستاسې چانس له منځه وړي او یا که د دندې لپاره وټاکل هم شئ، دنده کې به مو زړه خوشاله نه وي ځکه کاري حالت به یې ستاسې له طبیعت سره جوړ نه وي.

د دندې لپاره د اسنادو سپارلو پر مهال، مهم لومړیتوب په مسلکي بڼه د سوانحو خلاصه یا سي وي (CV) جوړول دي. مسلکي سي وي معمولا لنډه او جامعه وي، چې د جزئیاتو لوستل یا مرور یې ډیر وخت ونه غواړي خو په ورته وخت کې د نوماند د زده کړو او کاري تجربې ښه معرفي وکړي. دا کار ډیر لږ وخت ته اړتیا لري خو ډیری وخت له پامه غورځول کیږي.

د سي وي په لیکلو کې دا هم د ارزښت وړ ده چې کره او اړوند معلومات پکې ثبت شي.

د سي وي جوړولو لپاره یا له مخکې جوړې شوې بڼې څخه کار اخیستل کیدلای شي او یا هم یوه نوې بڼه یا ډیزاین ورته غوره کولای شئ. د سي وي او نورو اسنادو د سپارلو دوه اساسي طریقې دي، یا دا چې د بریښنالیک له لارې یا پر لیکه کیږي او یا اړونده ادارې ته د مراجعې له لارې.

د اسنادو د سپارلو په هره یوه طریقه کې د ادارې د لارښوونو په اساس اسناد او ورسره اضافي فورمې ډکې او ترتیب کیږي. د ناسم ترتیب په صورت کې ډیری وخت اسناد د ادارې د پام وړ نه ګرځي، ځکه اداره د یوې دندې لپاره ګڼ شمیر اسناد تر لاسه کوي او یواځې هغه اسنادو ته پاملرنه کیږي چې له لارښوونو سره سم ترتیب شوي وي.

که تاسې نوي فارغ شوي یاست، غوره ده چې د کار زده کړې دورې (Internship) لټه وکړئ چې معمولا کمه اندازه امتیازات برابروي خو د تجربې لاسته راوړلو او عملي کارونو د زده کړې لپاره ګټور فرصت دی.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *