نن د ښووني اوروزني ارزښت!

عبدالجبار مطمئن

د ښووني او روزني ارزښت او اهمیت هله لا زیات رابرسیره کېږي چې د سترڅښتن و خوږ کلام ته سر ورښکاره کړو او د خالق سپیڅلي ارشاداتو ته مراجعه وکړو… الله سبحانه وتعالی په خپل آسمانی کلام کې هله د زده کړي او  قلم په عظمت قسم واخیست چې کله یې غوښتل د لمړي ځل لپاره د خپل عزتمند او قدرتمند سفیر په وسیله د بشر سره اړیکه ونیسي او په نیغه دبشریت لارښود او راهنما جناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سره خبري وکړي… هغه ستر ذات خپل استازي حضرت جبرائیل علیه السلام ته داسي شیرین کلام په لاس ورکړئ وو چې بشریت يې هیڅ بیلګه نه وه ليدلی او نه ازميلي… کله چې يې د حراء د غاري منځ کې په آنحضرت ژغ وکړ چې اقراء…ما انا بقارئ…. اقراء….ما انا بقارئ….. اقراء باسم ربک الذی خلق، خلق الانسان من علق، اقراء وربک الاکرم الذین علم بالقلم، علم الانسان مالم یعلم.

مفهومي ژباړه: ولوله… زه یې نشم لوستلی… ولوله…. زه لوستونکی نه یم….. ولوله د خپل پالونکي په نامه، هغه چې پيداکونکی دی، انسان یې له ټوټه وینې پیدا کړ او ولووله او ستا پروردګار عزتمند دی، هغه چې په قلم یې زده کړه ورکړه، او انسان ته یې هغه څه وښوده چې پري خبر نه وو.

او همدارنګه زموږ خوږ نبی (ص) د زده کړي په هکله یوه ډیره په زړه پوري وینا لري چې وايې: الحکمة ضالة المؤمن اینما وجدها فهو أحق بها.

پوهه د مسلمان ورک شوی شی دی، چې هرځاي یې ومونده نو تر نورو دی ورته مستحق دی چې ترلاسه یې کړي. د رسول ګرامي (صلی الله علیه وسلم) دي تاریخي او زرین قول د مسلمان لپاره د ځمکي پرمخ د شته مباح علومو زده کړه یو وجیبه او وظیفه ګرځولي، آن تر دي چې علم او پوهه یې په مثال کې د ورک شي په توګه بیان کړي!! چې دا د پوهني پر ارزښت او نهایت اهمیت دلالت کوي.

او آن که د نړۍ په یوه ليري ګوټ کې د علم نوي څپي رابرسیره شوي او خلګو د مروجه علومو هاخاوا د علم تازه خزانې را وسپڼلي او نوي ټکنالوژۍ ته يې لاس ورسید، نو له اسلامي ټولني یوه جوپه مسلمان وظیفه لري د هغه علم پسي هم ولاړ سي او داسي يې ترلاسه کړي لکه خپل ورک شوي مال چې يې بیرته پیدا کړئ وي.

او له هغه ځایه چې (السفر قطعة من السقر) نو ددي ستر سفر په جریان کې دي د آنحضرت صلي الله علیه وسلم هغه حدیث ذهن ته حاضر کړي چې کله يې وفرمایل: د علم طلب کونکي ترڅو بیرته کورته راځي د الله ج په لار کې د مجاهد حکم لري. او هغه حدیث چې فرمایې: کله چې د علم طلب کونکی په سفر وزي نو د الله ملائکي د هغه تر قدمونو لاندي خپل وزرونه غوړوي.

خو ګورئ ځوانانو او د علم دلاري پتنګانو! له پوهي او علم نه مراد یوازي ديني او عربي علوم نه دي بلکه هرهغه مُخلص مُسلمان چې د فزیک، جغرافيې، ریاضي، شیمي او هر علمي ډکر کې هڅه کوي، څیړنه کوي، لاسته راوړنه لري، او د بیلابیلو رشتو لکه طب، انجینیري، حقوق، شرعیات او هر بل فن دلاسته راوړولو لپاره هڅه کوي نو هغه ټوله د آنحضرت (ص) د مبارک حدیث تر مِصداق لاندي راځي او ټولو ته د پوهنې طلب کونکي یا (طلاب العلم) ویلی شو.

دا سمه ده چې موږ د دیني چارو په زده کړه کې یو عالم ته اړتیا لرو او په هکله یې د خوږ نبي صلي الله علیه وسلم حدیث لرو چې (خیرکُم من تعلم القرآن و عَلَّمهُ) او د عالم مقام او مرتبه د الله ج په دربار کې د نبي د وارث په اندازه ده، (العُلماء وَرثة الانبِیاء) خو د آنحضرت صلي الله دا قول هم نه باید هیر کړو چې فرمايې: (خَیرُ النَّاسِ أَنفَعُهُم لِلنَّاس) په خلکو کې ترټولو غوره هغه دی چې خلکو ته یې ترټولو زیاته ګټه رسيږي، ګورئ آنحضرت د بشریت غم ته پام کاوه او په عامه توګه یې په ټولو خلکو کې هغه غوره باله چې ډیره ګټه یې خلکو ته رسیږي.

که په یوه کلي کې لسګونه دیني عالمان موجود وي، خو یو مریض ته د شِفا لاس نسي ورغځولاي او له بل کلي یو بل مسلمان ورور راځي چې د طب علم یې لوستی او د مریض تداوي کوي نو دلته ددي ډاکټر (د طب د څانګي عالم) درجه تر نورو علماءُ لوړه سوه.

آنحضرت صلی الله علیه وسلم به د هر چا د ژوندانه پس منظر ته کتل او بیا به یې هغه ته د هغه د شأن مطابق ارشاد فرمایه، مثلاً یو ثروتمند شخص ته به یې ویل: ستا لپاره ترټولو ښه عمل دادی چې صدقه ورکړي، خو یو خالي لاس ځوان ته یې ویل: ستا لپاره ترټولو ښه عمل د الله په لاره کې جهاد دی او یو فقیر او بوډا ته به یې ویل: ستا لپاره ترټولو ښه عمل د الله ج تسبیح او تهلیل ویل دی.

نو د ټولني د اړتیا سره سم د علم د بیلو څانګو زده کړه یوه اړینه وجیبه ده چې باید ټول مسلمانان په ځانګيړي ډول ځوانه طبقه پوره پام ورته وکړي.

والسلام علیکم

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *