له مور سره مینه وکړئ

مدثر اسلامي

په عادي حالتونو کې کیدای شي ډیر قوي دلیل ته اړتیا وي چې زما سترګې اوښلنې کړي خو د مور په اړه زما د زړه او سترګو تر منځ تناوونه دومره لنډ شي چې د زړه د چینې بړاس د سترګو په ویالو کې په خوټیدو شي. د مور په اړه که کوم متن لولم، ویډیو ګورم یا د چا کیسه اورم، د خوشالۍ یا غم اوښکې مې بې واکه بهیږي. ستاسې حال به هم لدې ډیر توپیر ونلري.

دا د هغه فطري اړیکې پایله ده چې د مور او بچي تر منځ له زیږونه راپنځیږي؛ د هغه دیني رشتې برخه ده چې خدای جل جلاله د مور او بچي تر منځ د درناوي او مینې په نامه فرض کړې ده؛ او د ټولنیز ژوند د هغه منل شوو رواجونو زیږنده ده چې د مور او بچي تر منځ د عمر تړاو ټینګوي.

له مور سره تړاو او اړیکه زمونږ په خټه کې اغږل شوې ده، مونږ کې ځینې د دې تړاو د پیژندلو او پاللو کوښښ کوي او ځینې یې نه کوي. له بچي سره د مور مینه او مهرباني هم اختیاري نده، مور د فزیک (جسمي تړاو) او عاطفې له مخې له بچي سره مینې ته مجبوره ده. مور او بچی دواړه د دې مینې، مهرباني او درناوي په څرګندولو کې توپیر لري، او ځینې وخت آن له ستونزو سره مخ کیږي.

د دې تړاو د فطري والي له امله ډیری وخت داسې انګیرل کیږي له مور سره د مینې اظهار ته اړتیا نشته ده. بچی ګمان کوي چې مور یې د ده په زړه کې د هغې لپاره شته مینې په اسرارو پوهه ده، ځکه نو د مینې ښکاره کول ورته تصنع او ریا ښکاري. بهرنی لامل چې د مور او بچي تر منځ د مینې د څرګندولو پر وړاندې خنډ کیږي د چاپیریال او ټولنې انګیرنې دي چې له کبله یې د مور، بلکې د کورنۍ د هرې ښځینه غړې، سره د مینې ښکاره کول، شرم ګڼل کیږي. مور هم بچي ته تر ډیره د مشخصو تکراري او کلیشه يي (چې کیدای شي د احساس او معنی له مخې ډیر ژور او پراخ وي) کلمو له کارولو پرته د مینې د ښکاره کولو لپاره د مختلفو لارو چارو لټه نکوي.

مور ته د مینې په اظهار کې ارادي کوښښ وکړئ، که تمرین ته اړتیا وي دا کار تمرین کړئ. د مور د زړه ګټلو لپاره هره ممکنه هڅه د اجر په نیت تر سره کړئ. د مور د زړه آرامولو لپاره قرآني چاره وکاروئ چې په وړاندې یې “اف” قدرې هم مه کوئ. مور سره په هر ځل مخ کیدو یې د زړه باغ سمسور کړئ. د تکلیف او کړاو پر مهال د هغې تکیه شئ. که د حالاتو سیلۍ یې نازکې سترګې نمجنې کړې، ورته د مینې او عاطفې وریښمین دسمالونه شئ. د مور د لوړ مقام په وړاندې ځانونه د پښو خاورې کړئ تر څو د جنت دروازې درته خلاصې شي.

د ساده او اسانو کلمو او عبارتونو، لکه مور “جانې”، “راته ګرانه یې”، “په لیدو دې خوشالیږم”، “د زړه سکون مې ته یې”، “له تا پرته مې دنیا نیمګړې ده” او… په کارولو د مور زړه ته لار خلاصیدلای شي. مور ته په بیلا بیلو وختونو کې ډالۍ – که وړه هم وي- ورکول یوه غوره لار ده، چې مور له رواني اړخه د خوشالۍ او ارزښت احساس وکړي. دا کار په ځانګړي ډول هغو بچیو ته خورا مهم دی، چې واده یې کړی او مور یې له ښځې سره د هغه له عاطفي اړیکې زیانمنه کیدلای شي.

د دې انتظار مه باسئ چې مور د ناروغۍ، ستړیا، اندیښنې یا تکلیف احساس ظاهر کړي او بیا یې تاسې مرستې ته ودانګئ. له مور سره نیکه رویه او ښه تعامل عادت وګرځوئ، دې کې هم ثواب دی هم خرما. د مور خوشالي او سوکالي، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د بچي د سکون او اطمینان لامل کیږي، چې د هوسا او خوښ ژوند له خورا مهمو اړتیاوو څخه شمیرل کیږي.

2 دیدگاه برای «له مور سره مینه وکړئ»

  • نوامبر 4, 2017 در t 8:59 ق.ظ
    Permalink

    ولاتقل لهمااف ولاتنهرهماوقل لهماقول كريما

    پاسخ دادن
  • ژانویه 7, 2020 در t 10:22 ب.ظ
    Permalink

    بسیار زیاد عالی است کتاب عالی و اسلام.

    پاسخ دادن

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *