سبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ

سبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ
إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
هغه پاک ذات له عيبونو، نقصانونو او کمزوريو نه منزه دی کوم ذات چې خپل بنده(محمدﷺ)د شپې په يوه برخه کښې له مسجدالحرام نه مسجد اقصي ته ورساوه، د دې لپاره چې مونږ ده ته د خپل قدرت نښې وښايو بيشکه هغه پروردګار اوريدونکی او ليدونکی دی•
(سوره بني اسرائيل لومړنی ايت.)

يو امت مو په ډلو او فرقو وه ويشلو، اسلام مو ترهګر کړ
مساجدو کې مو چاودنې وکړې، دين مو وروسته پاتی وګڼه او زړه مفکوره يي بولي، زه له کومه کړم خالد بن وليد او صلاح دين ايوبي ، محمد بن قاسم .!
ولي ورته بيت المقدس وايي، مسجد القصی اوله قبله ده
او، قبله د يوالي سمبول ده او د عبادت په وخت کې مخ د قبلې لورته کيږيد يو امت ښکارندوينه کوي .

مسجدالاقصی کې محمد ص د ټولو انبياوو امامت کړی ده او ورځ د قيامت هم د الله ﷻ عرش به همدلته کوزيږي او د حساب کتاب ورځ هم له همدې ځايه شروع ده . شرم ده د نړۍ هر مسلمان ته ايمان به تير نکړي هغه مسلمان چې په زړه کې د بيت د ازادۍ فکر ونلري ، او هغه مقدس ځای سره زړو کې مينه !
زه ځان ډير خجالت احساس کوم ځان ډير ذليله احساس کوم چې د داسې وخت محصول يم چې دا هرڅه اورم ګورم
نه وسه لرم د کوم کار د کولو خو بيا هم ژوندی يم ساه اخلم .! شرم خو هلته وو چې د انبيا وو خاوره او د مسلمانانو اوله قبله باندي يهودو قبضه وکوله او خپل تر ولکې لاندې يي تر نن ورځې راوست .
نن يي ترې مسلمانان له عبادته منع کړل، زه وايم ښه شوه چې خاوره يي ونيوله نو ښکاره سوه چې واک يي هم د همدوي ده هرڅه چې کوي ود کړي په زور يي نيولې خپل زور به پکې ازمايي .
د ايوبي په زړه کې چې ايمان وو، جذبه وه او حق وو حق دين لپاره جنګيده ، نو په ۳۰۰۰۰ لښکر يي د يهودو عيسايانو ګډ ۳۰۰۰۰۰ دري لکه لښکرو ته ماتې ورکړه، ولي هغوي له اوسپني نه جوړ ول که مړه کيدل نه يا يي ساه ګانې فولادي وې !؟
بيا هم تکراروم، جنګ د کفر او د اسلام ده، سياست د دتا سې سر وخوري!
هی هی دين مونږ ته پاتې شو ځکه دا حال ګورو او وينو او حال مو له بلې ورځي بدتر کيږي خو ښه کيدل يي نسته
دا زمونږ خپله بد ديانتي ده، بد اخلاقي ده، بد چلند ده، له اسلام نه ناخبري ده، مسلمان دروغ نه وايي، مسلمان بل مسلمان نه وژني، مسلمان غلا نکوي د بل مال او حق يي نخوري، مسلمان امت د ټولو مخلوقاتو سردار ده ، د اخلاقو نمونه ده ، اشرف المخلوقات ده ، په پوره کرامت پيداشوی ده، عقل ورته ورکړل شويده ، دين ورته ورکړل شوی ده
د ژوند يوه تګلاره ورته تعين شويده
او پوره دنيا دده لپاره اماده کړای شويده، مسلمان په سمندر کې قطرې تلي پوره بحر نه ناخبره ګرځي او اصلا يي په کيسه کې نده!

د خپلې ناپوهۍ له لاسه در په در ده!
دا ځکه چې مونږ خپل الله ﷻ هير کړی ده!
د هغه خوږ پيغمبر مو هير کړی ده!
د هغه دين مو داسې کمزوری کړی ده!
داسې وخت او حالات ته مو رسولی ده چې نن د دين ډيوه د ډيرو کمو مسلمانانو په زړونو کې بليږي، ډير ترې ناخبره دي او د تاجکستان بريښنا ترې ښه ګڼې دا د شرم ځای نده ؟
خجالت نده پکار ټولو ته ؟!
اول به ملايکې د هغو کسانو اورميږونه او غاړې ماتوي چې د حق حق چيغې وهي
د دين چيغې وهي ږيرې تر نامه رسيږي
او زړونو کې د دنيا شمعې بلې ګرځوي
د همداسې خلکو او اسلامي احذابو او
مسلمانانو له لاسه نن اسلام په سلګو ده
الله ﷻ ته مسلمان شکايت کوي
مونږ خو خپله ځان برباد کړی ده
مونږ خپله ځان ذليله کړی ده
د خپلو مسلمانانو له لاسه
د خپلو مشرانو له لاسه نن دا ورځ راغلې ده
چې
مسلمان د خپلې قبلې حق له لاسه ورکوي
ډاکتر ذاکر نايک باندې هندوستان د تبليغ بنديز لګوي چې هند د نړۍ له هغه هيوادونو څخه يو هيواد دی چې اول نمبر ډيموکراسي لري ، بيا يي هم له حقه سترګې وتړلي او ډيموکراسۍ ته يي شاه کړه .
حلب او موصل ښارونه او تاريخې مسجدونه په کنډوالو بدليږي
ای مسلمانه خبر شه ! فکر وکړه
وخت اخير ده
خپل رسالت په سمه توګه اداکړه
توبه وکړه ، همت وکړه هر مسلمان دی د بل مسلمان ورور تکيه شي مټ شي
او اسلامي ملکونه د خپلو کې سره يوه نه ماتيدونکې او د کلمې په شروع دې داسې اتحاديه جوړه کړې چې اقلا يو داسې مشترک لښکر د جوړ کړي چې بيساری ووسي
د اخلاقو له اړخ نه ، د فکر له پلوه ، د تخنيک او تکتيک له پلوه ، ميړانه او توره خو د مسلمان شان ده
خو د وخت ګردونه پرې ناست دي
څوک نسته چې بيا يي د يو الله اکبر په ناره سره راټول او يوځای کړي .
جنګ له هغه ورځ نه شروع وو
کله چې نبي ﷺ خپل تره ابو طالب سره شام ته ورته او د هغه ځای د وخت راهيب چې بوهيره نوميده د نبي ﷺ تره ته يي وه ويل
دا هلک شام ته مه بيا يه له ځانه سره
دا اخرين پيغمبر ده او ټولې نښې يي سمې دې هلته که يهودو وپيژنده
نو مړه به يي کړي درنه که خبر شول چې دا محمد ده
مونږ د همغه نبي امت يو همغه کلمه وايو
چې
هغه ويله ، نن شکر همغه دين ، همغه شريعت لرو چې هغهﷺ لره .
نو څنګه دښمن بدل شو
د پرون دښمن نن هم دښمن ده
د دين دښمن نن هم دښمن ده
بس هغه وخت دښمن ته په توره ماته ورکړل کيده
په نيکو اخلاقو ورکړل کيده
په فکر ماته ورکړل کيده
نن
همغه پخوانی دښمن مو
په دوست وژني
په مسلمان مو وژني
پخپل ورور مو وژني
او بيا يي هم مونږ دوست ګڼو
واه څه پوهه لرو !
زما له خپلو نه ګيله ده
د
اردو ژبي يو شاعر وايي :
تو ادهر اودهر کې نبات کر
يي بتا کې قافيله کيو لوټا
مجهي رهزنو سې نهي ګيلا
تيرېرهبري کا سوال هی ..!
خبرې د فکر محصول دی
قران کريم د الله ﷻ خبرې دي
د يو نالوستي په سينه کې چې داخل شوې
له هغه يي پيغمبر جوړ کړ
هغه يي د نړۍ د انسانيت ستر لارښود کړ
او
له هغه انسانه ﷺ يو فيصد پوه پدې دنيا پاتې شوه نن تکنالوژې ترما اوستا هم راورسيده او کوم پوړ ته رسيدلې ده
نو
څونه پوهه يي يوړه ځان سره !
مونږ د هغه امت يو ، د هغه هره خبره که د ژوند په لاره وکارو او هغه د ژوند ايډيال کړو
نو مونږ په يوه سياره کې ژوند کوو چې نوم يي ځمکه ده ؛
که منحيث د يو ښه انسان
او
مسلمان ژوند وکړو
زما او ستا ترمنځ د فاصلې هيڅ وجه نشي جوړيدای ..!!!
امت بنو !!
يو امت جوړ شئ !
خپل ځان او دين وپيژنی
یووالی خپله راځي ..) او ته فاتح يي
ته د ټولې نړۍ يوه نيمه حصه نفوس تشکيلوي
ته يوه امپراطوي لري ،عرب او عجم به د دې امپراطورۍ حصه يي ، د نړۍ اتيا سلنه تيل هم ستاسو ملکنو کې دې
او د دنيا دارايي هم ستا ده
نو بيا څنګه غلام شوي وا اسلامي امته !!؟؟
هغه کسان له وسپنې جوړ نه وو
زړونه يي هم د فولادو نه ول
ايمان يي فولادي وو
مرمرينه عقيده يي لرله
چې نن ترما او ستا دين راورسيده
او په ژبه مو يوه کلمه جاري ده
نو ځکه يي په ۳۰۰۰۰ لښکر بار بار
د شهر بابل ۳۰۰۰۰۰ عيسويان او د اسلام دښمنان مات کړل .!
بيت المقدس څو ځله د مسلمانانو په لاس فتح شو ! نن
زمونږ او ټولې اسلامي نړې اوله قبله د يهودو په لاس کې ده
خو د هر دين اديانو ورته احترام لره او تګ راتګ يي په ازاد ډول وو ، او هرچا پکې خپل د دين په ژبه ذکر کوو
نن په مسلمانانو د مونز پابندي ولګول شوه ! (مسجد الاقصی )
دانو ټول اسلامي هيوادونو ته او هر مسلمانته شرم ده !
چې مونږ دومره ذليله شو . او
دا ټول زمونږ خپل اعمال دي او له محمدي دين نه ناخبري او نا پوهي ده .!
چې د الحاد په وړاندي مو سرونه د تعظيم په شکل ټيټ نيولي دي ،
ايا دنيا او قدرت دونه مهمه شو چې
خپل د دين سودا پرې وکړو !؟
او په اخرت پښې کيږدو !
په
افغانستان کې اسلام
د اسلامي احذابو له لاسه ضيانمن سو
او
په جهان کې د اسلامي ملکونو له لاسه !اسلام بدنام شو ، اسلام ترهګر شو
اسلام ضعيفه سو ،
نو ځکه د خلکو زړونو کې هم ضعيفه سو !
ومن الله توفيق ..!!

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *