د وحدت او ملي یوالي افطاري پروګرام په ننګرهار کی تر سره شو!

نجم ننګرهار ولایتي ادارې ، د ننګرهار پوهنتون هغه په سلګونو محصلینو ته د « افطاري » پروګرام برابرکړی وو، چې ښایي د هیواد د بیلابیلو ولایتونو ، قومونو او په بیلابیلو ژبو غږیدونکي به وو؛ خودوی د یوه نامه ( نجم ) لاندې راټول او په یوه دسترخان یې روژه ماته کړه چې ترې وروسته یې بیا خپل رب العزت ته د عاجزۍ سجدې ولږولې .
یاد پروګرام شاو خوا شپږ بجې د ( نورالهادي نوري ) په ویاندویۍ او د قاري صیب (عبد الاحد )په تلاوت سره پیل شو.
په سرکې  د پوهنتون د ساحوي ادارې مسؤل ( محمود منیب ) راغلیو د روژه ماتي ګډونوالو ته چې پکې د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف ، د احساس خیریه بنسټ د ختیځ زون مسؤل انجینر شفیق الله زاهد او همدارنګه نور استادان، محصلین او ځوانان شامل وو ښه راغلاست ؤوایه .
د وحدت او ملي  یوالي د نامه لاندې موضوع باندې بیا د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوی مولوي محمد شریف رحماني رڼا واچوله ،او ګډونوالو  یې دیته وهڅول چې پرینږدي هغه کسان چې د هیواد د تجزېه  هڅه کوي او د دې ترڅنګ یې ګواښ وکړ ترهغې چې مونږ ژوندې یو او دغه شان با احساسه ځوانان ژوندي وي نو دوی به دغه ارمان ځان سره ګورته یوسي .
د پوهنتون بل استاد پوهندوی ( شیرزاد عزیزي ) هم په خپلو خبروکې و ویل چې ، د اسلام ژوندي کیدل عمل ته ضرورت لري ، چې نجم او جمعیت اصلاح د دې فکر یوه ښه ځانګوده .
پروګرام د مفتي صاحب عبدالغفار په دعا سره پای ته ورسید .
د نجم ننګرهار د رسنیو د برخې لخوا.

 

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *