د نجم ځوانانو د کابل خونړۍ پيښې ټپيانو ته وینه ورکړه!

د نجم ځوانانو د کابل خونړۍ پيښې ټپيانو ته وینه ورکړه!
نن سهار اته نیمی بجی د وزیر محمد اکبرخان پنځلسم سړک ته څېرمه په زنبق څلورلاري کې موټربم چاودنه وشوه چې په لسګونو هيوادوال يې شهيدان او سلګونه نور يې ټپيان کړل. نجم کابل له پيښې وروسته سمدستي خپلو منسوبینو او کابل میشتو هيوادوالو باندې غږ وکړ چې د پيښې ټپيان وينې ته اړتيا لري او بايد ځانونه د وينې د اهداء لپاره د ويني مرکزي بانک ته ورسوي.

په کابل کې د ويني مرکزي بانک مشر ښاغلي عنایت الله هاشمي د نجم د منسوبينو دغه هڅه وستايله، ويې ويل چې نجم همېشه د اړتيا پر وخت د ولس تر څنګ پاتې شوی دی او په راتلونکې کې هم مونږه له نجم څخه ددغه راز مرستو غوښتونکي يو. د نجم د رهبري هيئت غړی او عامه فعاليتونو مسئول ښاغلي استاد حمزه مؤمن حکيمي نوموړي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې نجم تل د خپل ولس د خدمت لپاره له هرچا وړاندې تيار دی او دا خپل ايماني او ملي مسئوليت هم ګڼي.

د يادولو وړ ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین ښاغلي کمال سادات هم هلته شتون درلود، نوموړي د نجم دغه چاره وستايله، د نجم د ځوانان په ليدو يې ښه راغلاست ته راغی او يادونه يې وکړه چې زمونږ هيواد په رښتينې توګه همدغسې ځوانانو ته اړتيا لري.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *