نجم ته ما همدا خوب لیدلی

وحيدالله مصلح

د تکبیر شعارونه وو، په هر زير و بم کې د نجم ځانګړي شعارونه انقلابي پورته کېدل، یوه جذبه وه او یو شور وو او ما په کې د شلو کالو پخواني پي سي بي د جذبو نه ډک وحیدالله بری کاته، ما مې ځان ته د حمزه بابا په ژبه ویل چې:

توان لرمه دا چې د ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانی شمه ستا مینه به پخلا کړم

د نجم جذبو مې مروره مینه بیا را پخلا کوله، ما په هر شعار کې خپل هدف لیده او ما په هر چغه کې احساس کاته…
ځوانان باید جذبه ولري، ځوان چې بې جذبې شي نو تحریک بې نوره کېږي، هو ځوانان باید احساسات ولري، له ژبو اور وغورځوي او خپل غږ په کڼو واوري خو دا جذبه باید مهذبه وي، هدفمنده وي او لنډه نه وي، د ځوانانو جذبه باید خپلسرې نه وي تر شا یې باید یو تحریک وي چې هر شعار او هره جذبه یې هدفمنده کړي، او د دې په مقابل کې به ځوانان په هر میدان کې د خپل تحریک د اهدافو په ننګه ولاړوي، ځوانان به په ټولنه کې د اسلامي تحریک قیادت ته کارېزما ورکوي، او په خپلو ولولو به یې د رهبرۍ مقام ته رسوي، نجم ته ما همدا خوب لیدلی.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *