د هيلو کاروان

مدثر اسلامی

د جمعې ورځې ماسپښين دی، د کندهار پوهنتون محصل احمدالله د کندهار ښار په یو کرايي کور کې هغه دوه اونیزې تعلیمي او تربیتي غونډې ته تیاری کوي چې احمد او ملګري یې د ځوانانو د یوې ټولنې په مرسته جوړوي.

غونډه د جمعې له لمانځه وروسته پیل کیږي او احمد د نورو ملګرو د رارسیدو انتظار باسي. د غونډې میلمه ۲۰۱۷ کال لپاره د فولبرایټ برنامې ته ټاکل شوی ځوان دی چې افغانستان کې د ټولنیز کار په ارزښت غږیږي او بیا اوریدونکي مقالې او شعرونه اوروي او تمثیلي پارچې وړاندې کیږي.

محمود چې پدې غونډه کې منظم ګډون کوي وايي “له څو میاشتو راهیسې دې غونډې ته راځم. ډیره ګټوره ده. د دین، فرهنګ او ټولنې په اړه د زده کړې تر څنګ په زړه پورې کلتوري کارونو کې د ګډون موکه راته برابروي.”

احمد باوري دی چې د ده او ملګرو هڅې به یې رنګ راوړي او د کندهار په اړه به یو نوی انځور هیوادوالو ته وړاندې کړي چې له جګړې او تاوتریخوالي سره یې هیڅ اړیکه نشته. نړیوالې رسنۍ کندهار په عام ډول یواځې د “طالبانو زیږنځای” په توګه پیژني خو احمد غواړي خلک د دې ښار له بډای تاریخ او کلتور څخه خبر کړي چې د طالبانو له پیدایښت پیړۍ وړاندې لا موجود و.

ګڼ شمیر افغان ځوانان، ځان او نورو ته د ښه راتلونکي لپاره کار کوي. د تبعیض او فساد په وړاندې له مبارزې نیولې د لویو ښارونو پر دیوالونو د سولې، یووالي او تعلیم تر پیغامونو پورې د ځوانانو الهام بښونکې هڅې دي چې له جګړې سره هیڅ تړاو نلري.

له دومره هڅو سره سره کورنۍ او نړیوالې رسنۍ د ځوانانو لاسته راوړنو ته د اړیتا وړ پاملرنه نه کوي. رسنۍ تر ډیره د جګړې، فساد، جنسي تیري، مهاجرت او نشه یي توکو خبرونه خپروي او پدې توګه نړۍ ګمان کوي چې افغانستان له کړاوونو پرته د هیلو هیڅ سبا نلري.

نجم د تیارو په چاپیریال کې راټوکیدلی رڼا ستوری دی چې زرګونه ځوانانو کې یې د روښانه سبا امیدونه ژوندي کړي دي. د هیواد په ۳۱ ولایتونو کې ډیر ځوانان د احمد په څیر زیار باسي او د وخت سیلۍ ته د تسلیمیدو په ځای د سیلۍ د مسیر بدلولو خیالونو په ذهن کې روزي. دا ځانګړی نسل د ټولنې سمون او د هیواد ابادي ته منظم او هدفمن کار کوي. په پوهه او خدمت د ولس ارامول غواړي او دې موخې ته د رسیدو لپاره په ژمنتیا او اخلاص کوښښ کوي.


Author: Modaser Islami

About author:
Modaser Islami is the current president of Afghan Society of Muslim Youth – NAJM. Islami is a writer and a social activist. He can be followed on Twitter at @mmodaser.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *