د نجم نه مه ډاریږئ، نجم له الله څخه ویریږي‎

لیکنه: اسدالله ریان

د شورويانود یرغل په وړاندې په هیواد کې اسلامي خوځښت رامنځ ته  شو چې وروسته په خوځښتونو واوښت.
افغان ولس په زړورتیا روسانو ته ماتې ورکړه، خو دسیسې، طوطئې، یا نورې هر څه کیسې چې وې، ځینې خوځښتونه په خپلو کې سره ښکر په ښکر شول.

 په دې جګړو کې اولس وسوځېد، ښځې کونډۍ، ماشومان یتیمان او میندۍ بوری شوی. دا جنایات که په شمال یا سهیل کې کیدل، مسلمان او افغان پکې وژل کیده او دا ملک پکې ورانیده.
ځینو ښاغلیو د جبران په نیت د امریکا په راتګ سره په هغو وینو ځانونونو ته ګلالي قصرونه جوړ کړل.
غیبت به نه کوو، خو پایله دا شوه چې که نن کوم اصلاحي غورځنګد ملک او ملت د خدمت په موخه میدان ته راووځي، خلک هغو انځورونو ته په کتو سره، پر دوی هم ډاډ نه شي کولای.
نهاد جوانان مسلمان یا نجم د هغو مخلصو او په دین مینو ځوانانو هڅه ده چې غواړي په ځوانانو کې د ملت او امت پالنې روحیه را ژوندې کړي او هغوی ته د اسلام اصیلې زده کړی وروپیژني.
نجم دا غواړي په افغانستان کې داسې فضا را منځ ته کړي چې که یو په بدخشان کې وپرنجیږي، ورور یې ورته په هلمند کې یرحمک الله ووايي.
د نجم له مهمو موخو څخه دا هم ده چې ځوانان د علم او پوهې لاسته راوړلو ته وهڅوي، په ځوانانو کې د هیواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، وطن دوستی، د اسلامي او ملي هویت څخه د دفاع او عامه ګټو د ساتلو روحیه پیاوړي کړي.
نجم به کله په پارک کې درس جوړوي، کله په جومات او کله په مکتب کې. یا با مو سیمینارونو ته راغواړي یا ټولنیزو خدمتو ته. نجم به تاسې ته علمي او تفریحي سفرونه، علمي او فرهنګي سیالۍ، سپورتي کلپونه، کتابتونونه، ادبي غونډې او ګڼ نور ګټور پروګرامونه برابروي ترڅو په ګډه پدې توګه د هیواد په پرمختیا کې ونډه واخلو.
نو په ډاد او هوډ سره د نجم په لیکو کې ګډ شئ او کله هم له نجم څخه مه ویریږئ، ځکه نجم له الله څخه ویریږي.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *